کور / هراړخیز / د كندهار ١٩٥٩ بلوا

د كندهار ١٩٥٩ بلوا

څه موده مخکي، زما ګران دوست فرید میوندي په فیسبوک کي د کندهار ۱۹۵۹ د بلوا په باب یوه خورا جالبه خاطره د خپلو فیسبوکي یارانو سره شریکه کړه. خدای سته چي د میوندي صاحب د کندهار د ښار همدې تاریخي خاطرې په ما کي دا احساس راوپاراوهچي د دې بلوا په اړه څه مطالعه وکم. پدې قصې بانديڅه ځان خبر کړم، او د امکان تر حده پوري د قضیېعوامل او سببونه وپلټم. د تحقیق په بهیر کي دا خیال هم را پیدا سو چي کاشکي خپل معلومات او مفکورېراغونډي کم، او له خپلو ملګرو سره ئې شریکي کړم.زما همدا شخصي هڅه او ذهني تلوسه کرار کرار پدې مقالې بدله سوه.

Wahed faqiri واحد فقيريالبته د تل په شان په اول سر کي د کندهار د بلوا په باره څېړنه څه ګرانه وه. اول لاس مواد او اثار کم ول. څه چي زما سره موجود ول، هغه په هیڅ وجه کافي نه ول. خو بیا هم د خپل شخصي کتابتون تر څنګ مي د واشنګټن په ساحه کي د خپلو انډیوالانو سره د څه وخت لپاره دا موضوع د شپو په بانډارونو کي مطرح کوله. پدې باره کي به مي د هغوی خاطرې راسپړلې، معلومات مي ترې حاصلول، او څه مفکورې مو سره تبادله کولې. مدام به مو په ګده نوي سوالونه مطرح کول. قضیه به مو لهمختلفو زاویو څخه څېړله، او هم به مو پر ځینو جنجالي مسایلو باندي بحث کاوه.

د څه وخت، مطالعې، او سوچ راوروسته، مسله بالاخرهڅه ورښانه سوه. ابهامات څه حل سول، او د حادثې مختلف ابعاد څه راڅرګند سول. معنا دا چي د کندهار ۱۹۵۹ بلوا ورو ورو خپل خاص شکل او محتوا غوره کړه. د بلوا په باب په عمومي توګه یو نسبتا جامع او ژورتصور رامینځته سو، او پدې برخه کي ځیني مفکورېخپل طبیعي پوخوالي ته ورسېدلې.

د دې تر څنګ مي د ځینو نورو عزتمنو کندهاري منورینواو دوستانو سره په ټیلفوني مکالمو کي اول لاس معلومات، پخې مشورې، او ښکلي خاطرې تر لاسه کړې. د خوشحالۍ ځای دا دی چي د ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ په کلونو کي کندهار د فکري او سیاسي لحاظه یو ډینامیک او تپاند ښار وو. د سیاسي ګرداوونو نوښتګر مرکز وو. د تنویر او روشنفکرۍ له لحاظه، کندهار هله په ملي سویهیو استثنايي ولایت وو. اکثره ښاري اوسېدونکي ئې تحصیل کرده ول. زیاتره ئې د کندهاري تجارو او ملي بورژوازي بچیان ول، معنا د دولتي چوکاټ څخه بهر د مستقل عاید خاوندان ول. همدې اقتصادي استقلال او ځان بسیاتوب د کندهار و زیاتره منورینو ته د دې فرصت او ازادي ورکړې وه چي د حکومت په اپوزېشن کي وي،او کله نا کله حتی په ټکر کي هم ورسره واقع سي.مطلب مي دا دی چي په مجموع کي د کندهار مینځنۍ طبقه پرمختللې، پراخه، او ماهره وه، البته د افغانستان په سطح کي.

که څه هم د سلطنت په دوران کي د کندهار و عصري انکشاف او تعلیم ته کمه خاصه توجه نه وه سوې، او حتی عمدي غفلت لا هم ورسره سوی وو، خو بیا هم  کندهاري منورنیو په دواړوو مهمو ملي جریانونو کي -یعني په مشروطیت او وېښ زلمیانو کي – پراخ ګډون لاره، او تل ئې د ملي جریانانو په لیډرشیپ مطرح څېرې لرلې.

د ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ په کلونو کي، د کندهار د ښار هوټلونه، تجارتي دفترونه، او د باڼدار شخصي کوټې دنویو او مترقي افکارو د جر و بحث میدانونه ول. پدې وخت کي، په زرهاوو کندهاري ځوانانو و سیاسي فعالیت ته مخه کړې وه، او په ښاري ځوانانو کي مترقي او چپي افکار ورځ په ورځ غښتلي کېدل. په ګرده ښار کي، د وطپالني او مترقي نظریاتو خوږ زوږ خور وو. مطلب دا چي د مشروطیت او وېښ زلمیانو حرکتونو په کندهار کي اوږده سابقه، ژوري رېښې، او پراخ نفوذ لاره. د دغو دوو ملي جریانانو غړي لا هم پدې وخت کيپه کندهار کي ژوندي او فعاله ول. لنډه دا چي پدې وخت کي په کندهار کي د روشنفکرانو او تحصیل کرده ګانویو ډول تورم ایجاد سوی وو، او و کابل ته د خطرناکه مغزي فرار نوې څپه لا نه وه را شروع سوې.  

د حادثې څرنګوالی

د ۱۹۵۹ د استقلال د جشن په جریان کي، د سلطنتي کورنۍ او ځینو نورو عالي رتبه مامورینو میرمني او لوڼي په لڅ مخ په عام محضر کي راښکاره سوې. دا وخت د صدراعظم محمد داود خان حکومت وو، او داود خان اراده لرله چي په افغانستان کي د ښځو نهضت یو ځل بیا راپیل کړي. د داود خان حکومت پدې وخت کي په ځان ډاډه وو، او ګومان ئې کاوه چي محافظه کاران او د ښځو د ازادۍ مخالفان کم خاص عکس العمل نه سي کولای، او معنا بیا د غازي امان الله خان کانه نه تکراریږي. ځکه پدې وخت کي، د افغانستان سلطنتي پوځ د شوروي اتحاد په وسلو سبمال سوی وو، او اردو زیات امکانات لرل. دغه راز د رفع حجاب تر مخه ځینو ښځو په راډیو، نرسینګ، او مکاتبو کي پراخه او په شوق ونډه اخیستې وه، او د خپلو نورو حقه حقوقو د لاسته راوړلو په منظور ئې کمپین هم کاوه. خو ټولو ښځو د کور بهر چادري کوله. 

د جشن تر مراسمو را وروسته، د صدراعظم محمد داود خان حکومت په هیواد کي خپل والیان هم دېته تشویق کړل چي د مخ لڅي په نهضت کي برخه واخلي، او په خپلو ولایاتو کي عالي رتبه مامورین دېته تشویق کړي چي خپلو میرمنو ته اجازه ورکړي چي د چادري له توره زندانه راووځي، د وطن په ابادولو کي پوره ونډه  واخلي، او د افغان ولس سم نیم نفوس د هیواد په فرهنګي او اقتصادي ودي کي فعال ګډون وکړي.

په کندهار کي، د وخت ګورنر محمد صدیق خان وزیري هم د مرکز په تعقیب په کندهار کي د مخ لڅي و نهضت ته فعالیت پیل کړ چي په نتیجه کي د ۱۹۵۹ د بلوا یو بلعامل سو.

بلخوا، په افغان لیکوالانو کي د وېښ زلمیانو مشهور مبارز غړی مرحوم محمد علم بڅرکي د کندهار ۱۹۵۹ د بلوا یو اصلي علت پر فيوډالانو او دوکاندرانو باندي د مالیاتو یو دم او ناڅاپه جګوالی بولي. «د کندهار بلوا په اصل کي د لوڅ مخۍ موضوع نه وه، بلکي مالي موضوع وه.»بڅرکي صاحب لیکي چي له یوې خوا د مالیاتو ډېرېدل فیوډالان خوابدي کړي ول، او له بلي خوا د ښځو د لڅ مخۍ نهضت محافظه کاره ملایان او په جامعه کي نور ارتجاعي عناصر قهرولي ول. همدې ګډ قهر او نارضایتهغوی سره متحد او منظم کړي ول.

پدې مرحله کي، د ښځو د حقوقو د نهضت موضوع د کندهار منورین او محافظه کاران سره مخامخ کړي ول، او دې تقابل څو میاشتي په بر کي ونیولې. د کندهار منورینو د طلوع افغان د جریدې له لاري د ښځو د حقه حقوقو ملاتړ کاوه، او پدې ارتباط ئې مقالې او ترجمې نشرولې. ځینو ویښ زلمیانو د ښځو د حقوقو لپاره د یوېغیر رسمي شبکې په توګه فعالیت کاوه. ځکه د ښارروشنفکرانو د ښځو له لڅ مخۍ سره «پوره همنوايي درلوده.» پدې مبارزه کي، د کندهار ښځو او منورینوعملا برخه اخیستې وه. د مثال په توګه، محترمه مېرمن ساجده بڅرکي او متحرمه مېرمن نفیسه سلیمي «په خورا مېړانه خپل طبیعي او بشري حق ته ور ودانګل.» په کندهار کی، همدا دوې محترمي مېرمني د لومړی ځل لپاره لڅ مخ و بهر ته راووتلې، او تاریخي وړیا ئې وګټی.

په مقابل کي، ارتجاعي ډلي هم ارامي نه وې ناستي،هغوی د ښځو د نهضت په مخالفت کي په ماجتونو او بازارونو کي جلوسونه کول. په پاکستان کي ئې د ښځو د نهضت پر خلاف رساله چاپ کړې وه، او د کندهار په ماجتونو کي ئې خورول. په ښار کي، محلي ارتجاع د «بې سترۍ» او «ناموس دارۍ» درواغجن شعارونه ورکول، او د ښځو د نهضت پر خلاف ئې د بې سوادو خلګو احساسات راپارول. تر بلوا یوه ورځ مخکي ئې د ښار په متخلفو محلو کي اعلامیې هم ځوړند کړي وې.

خو د دې ټولو فعالیتونو او سیاسي جنجالونو سره سره،د کندهار ګورنر محمد صدیق خان بېده وو. اقدامات ئې زیاتره یو «لیوني» ته پاته کېدل. د ښاغلي بڅرکي په قول، په کندهار کي د ښځو د نهضت مسله دونه په «بد خوندۍ» عملي سوه چي «تاریخ هغه هیڅکله نه سي هېرولای.» بڅرکي صاحب پخپل کتاب کي ګورنر صدیق خان نهایت مغروره، بې پروا، او بې کفایته معرفي کوي. د لیکوال بل نظر دا دی چي حکومت غوښتل چي په کندهار کي یوه حادثه را مینځته سي، څو حکومت خپل قدرت وښيي، او نور ولایات وډاروي. (وېښ ځلمیان، مخونه ۱۰۲-۱۰۹).

دغه راز، د افغانستان د چارو مشهور امریکايي لیکوال فقید لویس دوپري په خپل کلاسیک کتاب کي لیکي چي د کندهار د بلوا یو اساسي عامل د مالیاتو راټول او اضافه کول بولي. ښاغلي دوپري لیکي چي د کندهار فیوډالانو مالیه نه ورکوله، او هر کال چي به کم ګورنر د هغوی څخه د مالیاتو د راټولو خبره یاده کړه، د کندهار زمینداران به په خرقه شریفه ننوتل او بست به ئې اعلان کړ. پسله څه مودې به والي هم دا خبره هېره کړه، او کندهاري فیوډالان به بېرته خپلو کورونه ته کامیابه ستانه سول. خو دا ځل صدراعظم محمد داود خان د کندهار ګورنر ته امر کړی وو چي د هغوی سره دي هیڅ ډول نرمښت نه کوي، او د کندهار فیوډالان باید دېته مجبوره سي چي نه یوازي مالیات ورکړي، بلکي اضافه مالیات هم ومني. دغه زار، د کندهار د ښار تجار او دوکاندارن هم باید پر خپلو عایداتو باندي مالیه ورکړي. 

کله چي د یوې غونډي په ترڅ کي ګورنر محمد صدیق خان وزیري د حکومت دریځ و کندهاري فیوډالانو، تجارو،او دوکاندارانو ته اعلان کړ، د کندهار فیوډالان د پخواني عادت سره سم مخ د خرقې شریفي په لور رهي سول. مګر دا پلا د هغوی مخ عسکرو او پولیسو نیولی وو، او هغوی ته اجازه ور نه کړه سوه چي په خرقه شریفه کي بست اعلان کړي. نو بنا، دا خلګ د ښار په بازارونو او کوڅو کي تیت سول، او د مخ لڅي پرضد ئې د کندهار پایلوچان، د ښار ډانګیان، او نور بېکاره ځوانان راوپارول چي په نتیجه کي د کندهار ۱۹۵۹ بلوا ایجاده سوه.دوپري لیکي چي بلوا ډېر ژر د جنرال خان محمد خان د مهارت په وجه ختمه سوه،‌ او ښايي درې کسه پکښي مړه او اته تنه ټپیان سوي وي (مخونه- ۵۳۶-۵۳۷). 

د یوې ورځنۍ بلوا په جریان کي، بلواګرانو د حکومت پرځینو تاسیساتو باندي حملې وکړې. د زرغونې انا دانجونو پر مکتب باندي برید وسو. بلواګران د ښځو و یوه حمام ته ننوتل. ځینو د کندهار ښار سینما او فلمونه وسوځل. ځيني دوکانونه چور سول. اعتراض کونکو د امریکا د ایډ د دفتر یو کارکونکی ټپي کړ، او د هغوی د دفتر نور سامان الات ئې خراب کړل. او دغه راز مظاهرچیانو د کندهار په ښار کي پر هغو کندهاري منورینو باندي حملې وکړې چي د ښخو د نهضت طرفداره ول، او یا ئې خپلي مېرمني دېته هڅولې چي د مخ لڅۍ په نهضت کي برخه واخلي. د مثال په توګه، بلواګرانو پر سلیمي صاحب باندي حمله وکړه او د هغه موټر ئې ور خراب کړ.  

په هر صورت، د جنرال خان محمد خان قواوو فقط په څو ساعتونو کي بلواګران وځپل، یو شمېر خلګ توقیف سول، او  ۱۷۲ تنه کابل ته بندي واستول سول. د حکومت او مخالفینو تر مینځ تشدد او مرګه ژوبله هم پېښه سوه. دوپري وايي چي ټوټال درې کسه وژل سوي دي. خو فرهنګ د ۶۰ کسانو د مرګ ذکر وي چي په اغلب ګومان مبالغه ده.  داسي ښکاري چي فرهنګ د سیاسي ملحوظاتو په خاطر د وژل سویو کسانو تعداد جګ ښيي(افغانستان در پنج قرن اخیر، مخونه – ۴۷۰-۴۷۱).

د کندهار بلوا په باب د نورو لیکوالانو مختلف نظرونه

باید په سر کي ووایم چي د افغان او خارجي لیکوالانوپه مینځ کي یوازي محترم بڅرکي صاحب او دوپري د کندهار بلوا ته څه توجه کړې ده. بڅرکي او دوپري دواړه لیکي چی د دې بلوا یو  اساسي سبب د مالیاتو ډېرول وو. د هغوی همدا ټکی را وروسته لیکوالانو په مختلفو اشکالو سره تکرار کړی دی. ځینو خارجي لیکوالانو خو حتی د دوپري بېچاره نوم قدري هم ندی اخیستی، او د فقید دوپري خبري ئې په ناحقه په ځان پوري تړلي دي. 

د صدراعظم محمد داود خان د حکومت نظر د هغه قلم مخصوص ښاغلي محمد حسن شرق پخپل کتاب کي بیان  کړی دی. شرق لیکي چي د کندهار بلوا د داود خان د «مخالفانو» یو «مسلحانه قیام» وو، معنا د کابل حکومت د کندهار بلوا ته د یوه وسلوال پاڅون په سترګه کتل. او هغه ئې غالبا د پاکستان دسیسه بلله. شرق اضافه کوي چي د کندهار بلوا دوې ورځي دوام درلود، خو د پولیسو او د کندهار د ښاریانو لخوا ختمه سوه (کرباس پوشهای برهنه پا، شرق، مخ- ۶۶).

د افغانستان په چارو کي بل ژوندی امریکايي عالم برانیت روبین عقیده لري چي پدې وخت کي شهید داودخان ځان قوي احساسوی. هغه پوهېدی چي قوي اردو لري او کولای سي چي د ملایانو او نورو محافظه کارانو مقابله وکړي. همدا علت وو چي داود خان د ښځو نهضت را مخته کړ، څو د ملایانو او محافظه کارانو سره ټکر ایجاد سي (د افغانستان ټوټه کېدل، روبین. مخ –۷۲).

پوهاند عبدالشکور رشار لیکي چي د کندهار والي محمد صدیق خان د داود خان په تقلید په کندهار کي هم مجلسونه جوړ کړل، او د مامورینو او مخور خلګو څخه ئې وغوښتل چي د خپلو ښځو سره یو ځای پدې مېلمستیاوو کي برخه واخلي. «دې کار په خلکو کي د بلوا هڅه پیل کړه.» پدې بلوا کي څو تنه ووژل سول، او ۱۷۲ تنه کابل ته بندیان واستول سول. پدې ګرفتاریو کي حاجي حبیب الله بامیزی، د کرز صالح محمد خان پوپلزی، عبدالقدوس خان بارکزی، میراحمد جان محمدزی، ملک شکور پوپلزی، عبدالصمد اخوندزاده خروټي، او محمد اسحاق علومي نومونه یادوي (د کندهار یاداښتونه، دوهم جلد، رشاد. مخونه ۲۴۴-۲۴۵).

د (داود خان د کي جي بي په لومو کي) مولف لیکي چي د ګورنر محمد صدیق خان او د ولایت د ژاندارم قومندانډګروال سردار محمد اکرم د ځینو مامورینو ښځي د «بریچې او پولیسو په زور مخ لڅي او بې حجابه بازار او کوڅو ته راوایستلې، څو په کندهار کي خلګو ددې عمل په مقابل کي د مولوي عبدالصمد اخوندزاده په مشرې د خپلو ملي او اسلامي شیوناتو د ساتني په خاطر» په اعتراض لاس پوري کړ (مخونه ۴-۵).

د دغو نظرونو تر کتلو را وروسته به اول د بلوا و تیوري ته څه لنډ نظر و سي او بیا به نهايي نتیجه ګیري وسي.

نتیجه

ښاري قیامونه د جهان په ګوټ ګوټ کي پېښ سوي دي، او نن سبا حتی په پرمختللو ملکونو کي لکه امریکا او اروپايي هیوادونو کي هم کله نا کله ښاري بلواګاني پېښېږي. ښاري بلواګاني عموما د خلګو د عمومي شکایت، نارضایت، او یا مخالفت په ترڅ کي واقع کېږي. په امریکا کي، ښاري پاڅونونه عموما نژادي کیفیت او بعدونه لري. عموما د سپین او تور موضوع وي. د پولیس د بد او سخت چلن مشکل وي. او یا  هم په لویو ښارونو کي د اقلیتونو په مینځ کي د فقر او بې کاري ستونزه ښاري بلواګاني او اعتراضونه راوزېږوي. په بل عبارت، پهپرمختللو ملکونو کي ښاري بلواګاني د اقتصادي نابرابریو، محرومیت، او بې عدالتیو په مقابل کي یو جمعي او ګډ اعتراض وي. کله نا کله، په درېیمه نړۍ کيښاري قیامونه عموما د اشغالګرو قواوو پر ضدنشنالستي پاڅونونه وي. په هند کي، بلواګاني عموما مذهبي عوامل لري.  

مګر د کندهار بلوا نه نژادي اړخ لري، نه د ازادي لپاره یو قیام وو، او نه ئې هم کم خاص مذهبي عوامل لرل. د کندهار بلوا لکه څرنګه چي له نامه څخه ئې ښکاره ده، یوه سپېره توره بلوا وه. یو نبستا منظم ارتجاعي بغاوت وو. استاد حبیبي ئې «یو ارتجعانه حرکت» بولي چي زه کاملا ورسره موافق یم (د افغانستان پېښلیک، حبیبي. مخ ۳۰۹).

په بل عبارت، بلواګرانو هیڅ کم عالي هدف نه لاره. اکثره د کندهار د ښار لوچګان، ډانګيان، او د چور او تالانلپاره چمتو خلګ ول. معنا دا چي بلواګران نه د مطمین برق، نه د پاخه سړک، نه د مجهز عصري مکتب، او نه هم د اجتماعي عدالت لپاره راپاڅېدلي ول، بلکي په یوېبې هدفه ارتجاعي بلوا کي ئې لاشعوري برخه اخیستې وه.

د کندهار د ۱۹۵۹ بلوا د نورو د عواملو او سببونو په برخه کي باید دا ووایم چي لومړی د بلوا په ایجادولو کي د محلي حکومت بې کفایتي له ورایه ښکاري. په یوه کلام کي، د کندهار والي د رفع حجاب مسله غلطه سمبال کړې وه. ځکه امر یوازي دولتي مامورینو ته راجع وو، خو داسي ښکاري چي د کندهار ګورنر – البته د حکم تر صلاحیت او چوکاټ بهر – عام خلګ، تجار، او محلي مشران دېته هڅولي او یا هم تهدید کړي ول چي خپلي ښځي راوباسي. په نهایت کي همدا بې کفایتي وه چي ګورنر صدیق خان برطرفه او «تحت الحفظ» کابل ته واستول سو، او پر ځای جنرال خان محمد خان مقرره سو (رشاد). 

دوهم، د افغانستان اکثره ښاري جامعه د ښځو د نهضت تحول ته چمتو وه، او د کندهار په ښاري او تحصیل کرده طبقه یا قشر کي د ښځو د حقوقو لپاره په کافي اندازه ملاتړ موجود وو. پدې برخه کي د وېښ زلمیانو تاریخ او مبارزه څوک نه سي هېرولای. په بل عبارت، د کندهار بلوا دونه منزوي او نامحبوبه وه چي په هیواد کي هيچ مشهور ملا او یا مذهبي مشر د دې بلواملاتړ و نه کړ. د دې مخالفت د نه شتون یو اساسي علت دا وو چي پدې زمانه کي په افغانستان کي ښاري او مینځنۍ طبقه پراخه سوې وه، او دې طبقې او نورو ښاري ټولنو د حکومت له تصمیمه حمایت کاوه. په یوه کلام کي، د کندهار بلوا صرف یوه محلي حادثه وه چي کېدای سي د عصریت او مډرنټي پر خلاف یو شډل اکټ وبلل سي. دا بلوا تر ډېره حده یو اني او احساساتيحرکت وو چي د نورو بلواګانو په شان ئې د څو ساعته لپاره دوام وکړ. همدا علت دی چي اکثره افغان او خارجي لیکوالان چندان توجه ورته نه ده کړې، او حتی مشهور کندهاري لیکوالان ئې نه یاده کړې.

څلرم، د مالیاتو لانجه هم درسته ده. بڅرکی صاحب اوښاغلی دوپري ئې په تفیصل سره یادوي، او باقي پاتي لیکوالان اکثره له  دوی څخه الهام اخلي. څرنګه چي په کابل کي د جشن مراسم په اګسټ کي لمانځل کېږي، خو د کندهار بلوا د ډسمبر پر ۲۱ باندي پېښه سوه چي پدې ترتیب قریب څلور میاشتي وروسته د کندهار بلوا وسوه. پدغو څلورو میاشتو کي په کندهار کي څه پېښ سوي دي، هغه درانه لوستونکي د بڅرکي صاحب د ویښ زلمیانو په کتاب کي، چي په کافي اندازه معلومات ئېراغونډ کړي دي، میندلای سي. بڅرکي صاحب دا ښيي چي پدې څلور میاشتو کي محافظه کارو ملایانو  او نورو ارتجاعي عناصرو په کندهار کي فعالیت کاوه، او د کندهار په ځینو محافظه کارو حلقو کي ئې پروپاګندکاوه، او ښايي اعتراض لپاره څه بند و بست هم نیول سوی وي. 

والسلام

جنوري ۲۵، ۲۰۱۶

واحد فقیري – واشنګټن