کور / هراړخیز / یو ځل بیا د لنډیو په باره کي

یو ځل بیا د لنډیو په باره کي

ما کال یو نیم مخکي « د پښتو نظم ځیني توکي او اړخونه» تر عنوان لاندي یو مضمون لیکلی وو. په هغه کي مي د لنډیو په باره کي هم څه لیکلي وه. زه خوشاله یم زما  هغه مضمون د پښتو ژبي د پوهانو او منقدینو ترڅنګ، لږترلږه، د یوه تکړه لیکوال او استاد ښاغلي آصف بهاند توجه ور واړوله. Abdul Bari Jahani عبدالباري جهاني

ښاغلی بهاند زما د لیکني له دې اړخ سره چي لنډۍ مي، لږترلږه په پخوا زمانه کي، چي پښتنې میرمني د سواد له نعمت څخه بې برخي وې، د اکثریت او حتي ټولو پوهانو د نظر په خلاف، چي اکثریت لنډۍ د ښځو مال بولي، د نارینه وو مال بللی دی، مخالف دی. ښاغلی بهاند وايي زه د جهاني له دې نظرسره چي پښتنې میرمني د سواد د نه لرلو له امله د لنډیو جوړولو وړ نه بولي مخالف یم او دا د یوې پښتنې له استعداده منکرېدل ګڼم او د ټولني د یوه قشر پر استعداد باندي یې خاوري اړول ګڼم. د لنډیو په باب له پیل نه تر نن پوري ډېره سلنه فوکلوریسټان په دې عقیده دي چي د لنډیو ډیري سلني تخلیقونکي، پښتنې پیغلي او میرمني دي چي د بند ټولنیز چاپیریال او په دې چاپیریال کي پر دوی باندي د شویو ظلمونو انعکاس او د خپل دردیدلي زړه غږ یې په کي اوچت کړی دی. ښاغلی بهاند د خپلي ادعا د اثبات او زما د نظر د ردولو لپاره د ځینو لیکوالانو لکه حبیب الله رفیع، سلیمان لایق او محمد اعظم سیستاني نظرونه وړاندي کوي. په داسي حال کي چي یوازي د لیکوالانو، که څه هم ډیر مشهور او پوه کسان به وي، نظرونه د چا د نظر او عقیدې د ردولو لپاره کفایت نه کوي بلکه باید لازم شواهد او اسناد او نوي خبري وړاندي سي.

 

لومړی خو ما، خدای مه کړه، د پښتنو ښځو او پېغلو له استعداد او پوهي څخه هیڅ وخت انکار نه دی کړی. دغه ګړی، په افغانستان کي دننه او له افغانستان څخه دباندي، داسي ځواني نجوني او مېرمني لرو چي نه یوازي په شعر او نثر کي له نارینه وو سره سیالي کولای سي بلکه د ډېرو نارینه لیکوالانو، شاعرانو او څېړونکو زور نه په رسېږي. خو زما خبره د نن څخه سل دوه سوه یا درې څلور سوه کاله مخکي زمانې ته متوجه ده. هغه زمان چي ښځو سواد نه درلود او په قفسونو کي ساتل کېدلې. نه یوازي یې سواد نه درلود بلکه د ټولني ظالمانه حاکمو قوانینو د یوه پردي زلمي سره د میني د څرګندولو په بدل کي د هغوی سرونه غوڅول. لیري به نه ځو، د یویشتمي پېړۍ په شرایطو کي چي د لویو او پرمخ تللیو ښارونو په منځ کي ځواني نجلۍ ته د خپلي خوښي د زلمي د انتخابولو حق نه ورکول کېږي او حتی له  کوره ایستل کېږي او یا له زلمي سره یو ځای وژل کېږي، نو سل کاله مخکي تصور کول خو بیا ډېر ګران کار نه دی.

ښاغلی بهاند د خپل نظر د اثبات او زما د نظر د ردولو لپاره د ښاغلي سلیمان لایق خبري را اخلي چي د لنډیو په باب یوه لیکلي اثر په مقدمه کي یې د لنډیو ډېره زیاته برخه د ښځو مال بللی دی او وايي چي ښځو د لنډیو په واسطه د ظالمانو اجتماعي رواجونو په مقابل کي ږغ او چت کړی دی او د عدالت غوښتنه یې کړې ده. ښاغلی سلیمان لایق یو څو لنډۍ د مثال په توګه راوړي.

پرېږده چي بند په بند مي پرې کړي

ما چي د ژڼو یاري کړه مرګ ته ورتلمه

پلاره کوډله دي ایره شه

سورکۍ مڼه دي په کارغانو وخوړمه

ښاغلی آصف بهاند وروسته لیکي چي استاد اعظم سیستاني هم د لایق د نظر په څېر همداسي ګڼي چي د لنډیو پراخه برخه د ښځینه له خوا تخلیق شوي دي. ښاغلی بهاند وروسته د زهیر شینواري نظر راوړي چي هغه هم په دې عقیده دی چي د لنډیو ډېره زیاته فیصدي د ښځو له خوا لیکل سوي دي.

لومړی خو زه د ټولو منقدینو، په تیره بیا د پښتو لنډیو د څېړونکو، توجه دې غلط مشهور ته را اړوم چي فکر کوي د پښتو اکثریت لنډۍ ښځو او نجونو ویلي دي. په دې لنډیو کي یې د سوځنده میني اظهار کړی دی، کله یې خپل زلمي مینان د جنګ میدانونو، توري وهلو او مړاني ته تشویق کړي دي او کله یې د اجتماعي بې عدالتیو په مقابل کي بغاوت کړی دی. په داسي حال کي چي خبره دا سي نه ده بلکه په ثبت سویو لنډیو کي( که چیري ښځو ته منسوبي سوي لنډۍ ریشتیا هم د ښځو وبولو) اوس هم د نارینه وو ونډه زیاته ده. د پېښور د پښتو اکاډیمی مخکنۍ رئیسي ډاکټري سلما شاهین د پښتو لنډیو په راغونډولو ډېره خواري کړې او د روهي سندري  په نوم کتاب کي یې څه د پاسه پنځه لس زره لنډۍ راغونډي کړي دي. د کتاب په هر مخ کي درویشت لنډۍ راغلي دي او ما په اټکلي ډول د کتاب دوه دوه مخه را واړول. نتیجه د هغو څیړونکو مخالفه ده چي ګومان کوي د لنډیو ډیره زیاته فیصدي د ښځو له خوا ویل سوی دي.

۳۴۰ـ ۳۴۱ مخونو په شپږڅلوېښتو لنډیو کي یوولس ښځو ته منسوبي دي. د ۴۶۳-۶۲ مخونو کي د شپږڅلویښتو لنډیو څخه یوازي څلور لنډۍ ښځو ته منسوبي دي. د ۱۴۳-۴۲ مخونو د شپږ څلوېښتو لنډیو څخه شپاړس لنډۍ، د ۲۰۸-۲۰۹ مخونو د شپږ څلوېښتو لنډیو څخه ۱۴ لنډۍ، د ۲۶۱-۶۰ مخونو د شپږ څلویښتو لنډیو څخه دیارلس لنډۍ، د ۴۷۸ـ۷۹ مخونو د شپږ څلوېښتو لنډیو څخه شپاړس لنډۍ او د ۹۸ـ ۹۹ مخونو د شپږڅلوېښتو لنډیو څخه یوازي شپږ لنډۍ ښځو ته منسوبي دي.

زه د ټولو لیکوالانو، په تېره بیا د پښتني فوکلور د دې ارزښتمن ژانر په باب څېړونکو او لیکوالانو نظریاتو ته احترام لرم خو صرف دونه پوښتنه ورڅخه کوم چي دویکله دا تصور کړی دی چي د یوه لوی خان یا غریب پښتانه په کور کي یوه ښایسته نجلۍ پر کوم ځوان باندي مینه وي او د میني اظهار په شعرونو او سوځنده غلبلو کي وکړي. د هغې پېغلي ځای به چیري وي؟

جانانه را سه ځان اوبه که

پر سپین باړخو مي خولې ډم ولاړي دینه

دا پېغلتوب مي په غم زوړ کې

خیالي ځوانان را باندي مري خونکاره سومه

تاسي فکر وکړی؛ یوه پېغله په خپل کلي یا شاوخوا کي دونه مشهوره سوې ده چي د هغې سره د میني په سیالي کي د رقیبو زلمیو ترمنځ په جنګونو کي څو ځوانان وژل کېږي او دا پېغله لا بیا هم ژوندۍ ده او لا لنډۍ جوړوي او په کور او محیط کي یې ښايي پلار او کاکا په جګ سر ګرځي او هیڅ نه ورته وايي!! او یا په وازه خوله نارې وهي او خپل یار د خپل سپین باړخو په خولو د اوبولو لپاره را بولي او څوک څه ورته ویلای نه سي یا نه ورته وايي.

ولي دي بد راسره وکړه

ما په همزولو کي ویل چي یار لرمه

نجلۍ د کلي په همزولو کي د یار نوم اخلي او د هغه په  یاري ویاړي او لا پر اوږو باندي سر ورته پاته دی!

سپوږمۍ د خدای روی مي دروړی

جانان مي مه رسوا کوه ماله راځینه

سپیني سپوږمۍ ته مي خوله واخله

د کلا سیوري ته مي مه بیایه ډارنه

پیغلي نجلۍ ته په شپه کي جانان راځي او دا د رسوایي له وېري تروږمۍ ته ترجېح ورکوي، او سپوږمۍ ته خواست کوي چي د دې جانان او د هغه سره دې پټه مینه رسوا نه کړي؛ خو په بله لنډۍ کي پېغله دونه زړه وره سوې ده چي خپل هغه جانان ته چي د شپې یې کلي ته ورغلی دی او دا د خولې د اخیستلو لپاره د کلا سیوري ته ګوښه کوي د ډارن او بې غیرته خطاب کوي. آیا دا خبري د منلو وړ دي؟ 

دلته یوازي یو دلیل راوړلای سو او هغه دا چي د لنډیو ویونکي معلوم نه دي او نا معلومو پېغلو او مېرمنو ویلي دي.بیا به نو سزا چا کومي پېغلي ته ورکوله. آیا دا خبره موږ منلای سو چي پېغلو او ځوانو مېرمنو به عاشقانه لنډۍ ویلې، هغه به یې خپرولې او د دوی راز به پټ ساتل کېدئ؟ په تېره بیا چي خبره زرهاوو پېغلو او د سوونو کلونو زمانې ته ورسېږي. 

د طالب جان او ګل بشرې په فوکلوری داستان کي، د پاچا لور پر طالب باندي مینه کېږي؛ مخکي له هغه چي له طالب سره نکاح وتړي او یا یې پلار په خبر سي، میاشتي او حتی کلونه له هغه سره پټه مینه کوي. د هغه حُجرې ته ورځي او ساعتونه ورسره تېروي.

سر له کتابه که را پورته

ستا د کتاب تر حاشیو ډېر دي زما خالونه

سر له کتابه که را پورته

په سترګو ړوند سې پر کتاب در وختمه

له بده مرغه زموږ ځینو لویو محققینو دغه خیالي او د ناممکناتو مجموعې فوکلوري داستان، او نورو دغه راز  داستانونو ته د ریښتونو کیسو په سترګه کتلي او طالب جان او ګل بشره او نور فوکلوري قهرمانان یې د پښتو ژبي په شاعرانو کي شمېرلي دي. ما د پښتو فوکلوري نکلونو لنډ تحلیل په نوم کتاب کي دې موضوعاتو ته نسبتا مفصله اشاره کړې ده. دلته به ټولي خبري د یوه لنډ مضمون تر حوصلې وتلی کار وي.

پوهندوی آصف بهاند وروسته د پښتو لنډیو د لرغونتوب په برخه کي زما خبري ته اشاره کړې ده او لیکي چي جهاني لکه څرنګه چي د پښتنو مېرمنو له لوري د لنډیو د تخلیق په برخه کي شک ښودلی دی داسي یې د لنډیو تاریخي قدامت ته هم د شک په سترګه کتلي دي. خو ښاغلي بهاند په دې برخه کي هم یوازي د څو تنو پوهانو او شاعرانو په ویناوو او لیکنو استناد کړی دی، چي زما په نظر یوازي د نظریاتو راوړل او په هغوی استناد کول د یوې عقیدې د ردولو او خپلي عقیدې د ثابتولو لپاره کافي نه دي. 

ما هیڅ وخت د پښتني لنډیو د لرغونتوب څخه انکار نه دی کړی بلکه د یوه پښتانه شاعر په حیث د پښتنو د دې ښکلي فوکلور په افتخار کي ځان شریک ګڼم. خو زه وایم د لنډیو د څلورنیم یا پنځه زره کلن لرغونتوب د اثبات لپاره یوازي د یوې لنډۍ مثال راوړل کافي نه دی. زه وایم پښتنو د څلورو پنځو زرو کلونو په جریان کي، د سیمي د نورو اوسېدونکو قومونو په څېر، نه یوازي د اوسېدلو سیمي بلکه کلتورونه او مذهبونه تبدیل کړي دي نو باید چي په خپلو لنډیو کي یې د ویدي سرودونو، مهابهارت، راماین او… نورو شهکارونو په څیر د سیمو، خدایانو، تاریخي پېښو او قهرمانانو یادونه کړې وای. او که یې یادونه  نه وي کړې نو بیا موږ په څشي استناد کوو. یوازي احساساتي کلمات کفایت نه کوي.  د ښاغلي بهاند دا خبره کافي نه ده چي وايي زموږ پښتنو سواد نه درلود نو ځکه به یې د زرګونو کلونو زړې لنډۍ د خلکو له یاده وتلي او ثبت سوي نه وي. ویدي سرودونه او مهابهارت، چي بشر په خپل ټول ادبي تاریخ کي په دغه عظمت منظوم او پراخ شهکارونه ایجاد کړي نه دي او یوازي مهابهارت د ایلیاد او اودیسه لس چنده ضخامت او اوږدوالی لری او د ۱،۸ میلیونو کلماتو څخه جوړ سوی دی؛ مخکي له هغه چي د کاغذ پر مخ ولیکل سي څو سوه کلونه سینه پر سینه انتقال او په دې جریان کي کرار کرار بشپړ سو. له بلي خوا که یوازي د سواد نسته والی د لنډیو د نه ثبتېدلو علت وي نو دا اوس حاضر څه باندي سل زره ثبت سوي لنډۍ له کومه راغلي دي. که موږ د دریو څلورو سوو کلونو د لنډیو د ثبتولو لپاره حافظه لرو نو زه یقین لرم چي د څلور زره کاله مخکي لنډیو څخه به، که نور هیڅ نه وای، لږترلږه سل دوه سوه راته پاته وای. البته زما مطلب بیا هم د لنډیو له لرغونتوب او قدامت څخه انکار نه دی بلکه وایم چي د یوه تحقیقاتي مضمون یا  کتاب د لیکلو لپاره یو څه دقیق او مستند دلایل په کار دي او خپلو راتلونکو نسلونو ته باید په اټکلونو او غلط مشهور باندي قناعت ورنه کړو. په تاریخي، علمي او ادبي تحلیلونو او متونو کي له اټکل او قیاس څخه کار اخیستل کېږي خو داسي نه چي ټول استناد او تحلیل مو پر روایاتو او اټکلونو ولاړ وي.

د پښتو ژبي یو لیکوال د یوې لنډۍ د تاریخی لرغونتوب د ثابتولو لپاره مجهول ته په مجهول جواب ورکوي. دی یوه لنډۍ د مثال په توګه راوړي:

که د خالو لښکري راغلې

زه به ګومل ته د خپل یار دیدن ته ځمه

لیکوال ادعا کوي چي خالو د سلطان محمود غزنوي سره د هند د فتوحاتو په جګړو کي ملګری او د هغه یو لوی قوماندان وو. نو په دې حساب دا لنډۍ لږترلږه زر کاله پخوا ویل سوې ده. البته هیڅ تاریخي متن د سلطان محمود په لښکرو کي د خالو په نوم د کوم جنرال یا پښتانه قوماندان یادونه نه ده کړې. که چیري چا په دې اړه کومه کیسه کړې وي نو هغه یوازي فوکلوري ارزښت لري او د تاریخي پېښي په حیث استناد نه سو په کولای. موږ باید د خپلو ځوانو څېړونکو او زده کونکو ماغزه په دغه راز بېځایه لیکنو مغشوش نه کړو.

پوهندوی آصف بهاند، چي زه یې په زړه کي قدر لرم او دده پوهه او استعداد مي پر خپل اولس باندي پېرزو دی، د لنډیو د لرغونتوب په برخه کي، بیا هم د ځینو لیکوالانو پر احساساتي کلماتو او اظهاراتو باندي استناد کوي او په دې لړ کي د ګران اسدالله غضنفر یوې مقالې ته اشاره کوي چي د شاعر پیرمحمد کاروان او شپون نظریات یې را اخیستي دي. غضنفر صاحب وايي ما له ښاغلي کاروان او استاد شپون سره د لنډیو د لرغونتوب په باره کي مرکې لرلې چي ښاغلي کاروان د پښتو لنډۍ د پښتنو د ارواګانو همزولي وبللې چي ډېر خوند یې را کړ. استاد شپون هم د لنډیو په باب د لنډیو غوندي خوږې خبري وکړې. د ښاغلي کاروان خبره خو د هغه د شاعرانه مزاج محصول ده او د شعر او شاعرۍ په درد خوري خو شپون یو څه په تفصیل ږغېدلی دی او باید چي همداسي ږغیدلی وای.  شپون وايي زه  له مارګن شټرن سره تګاب ته تللی وم. د ده، اووه څلوېښت ژبي زده وې. یوازی یې د پښتو ژبي اووه لهجې یادي وې. دی هغه وخت اتیا کلن وو. غره ته یې وکتل ويې ویل:

په لویو غرو د خدای نظر وي

په سر یې واوري اوروي چاپېر ګلونه

او بیا یې موږ ته وویل« که افغانستان تکه تکه شي. که یې غرونه ونړېږي او سیندونه یې وچ شي او پښتانه ټول محوه شي خو لنډۍ به پاتي وي. له دغو لنډیو به بیرته پښتانه را زرغونېږي او بیرته به افغانستان جوړ شي»

لومړی خو، د شپون په خپله اصطلاح، د اووه څلویښتو ژبو زده کړه د تأمل وړخبره ده. که سړی هرڅونه نابغه سي نو د یوې ژبي د زده کړي لپاره، او هغه هم په داسي توګه چي یوازي  د پښتو اووه لهجې یې زده وي، لږترلږه دوو کلونو وخت ته ضرورت لري چي په دې حساب باید ښاغلي مورګنسټرن د خپل ژوند څلورنیوي کلونه د ژبو زده کړو ته ورکړي وي. او نورو ژورو علمي تحقیقاتو ته به یې، چي له ده څخه یې د نړۍ په کچه مشهور مستشرق جوړ کړ، چنداني وخت نه وای پیدا کړی. خو مورګنسټرن له ۱۸۹۲ څخه تر ۱۹۷۸ پوري یعني شپږ اتیا کاله ژوند کړی دی.او قسمت د اووه څلوېښتو ژبو د زده کولو لپاره کافي ژوند نه وو باندي پېرزو کړی. په دې کي هیڅ شک نسته چي د مارګنسټرن ډېري ژبي زده وې. هغه په اته لس کلنۍ کي سانسیکریټ ژبه زده کړې وه. لاتیني ژبه یې لا مخکي زده کړې وه او وروسته یې انګریزي، پښتو، دري، اوزبکي او بلوچي ژبي زده کړي او په ټولو ژبو یې خبري کولې خو د دې ټولو ژبو شمېر لسو ته هم نه رسېږي. البته موږ به د شپون صاحب په احترام پنځه لس ژبي هم ورسره ومنو. خو زه ګومان نه کوم چي د مارګنسټرن په سطح یوه لوی عالم او مستشرق به د لنډیو په باره کي، چي ساده او ښکلی فوکلوري ژانر دی، دونه بېځایه او احساساتي اظهارات کړي وي. نه غرونه نړېږي، نه سیندونه وچېږي او نه پښتانه له منځه ځي. او که دا نا ممکني پیښي، خدای مه کړه، ریشتیا سي نو بیا په تشو لنډیو کي د دونه لویو حوادثو د مخنیوی زور هم نسته. زه نه پوهیږم چي د غضنفر په څېر یوه درانه لیکوال ته، چي زه یې مضامین معمولاً په ډېر شوق لولم، دومره احساساتي او بېځایه کلماتو، چي د نیمي خولې خندا ارزښت هم نه لري، په یوه ثانیه چُرت وهلو نه ارزي، څرنګه دونه خوند ورکړی چي په خپله مقاله کي یې ځای ورکړی دی. 

ګودر:

یوه موضوع چي په پښتني لندیو کي ډیره زیاته راغلې ده هغه ګودر دی. د ګودر څخه پېغلي منګي ډکوي او په لاره کي زلمي ورته ولاړ دي او هر یو د خپلي خوښي کړي ښکلي پېغلي سره پټه یارانه کوي. ډیرو خارجیانو به چي افغانستان یې یا نه دی لیدلی او یا یې پوره نه دی لیدلی د دې لنډیو څخه دا سي اخیسته کړې وي چي ګودر د پښتنو زلمیانو او نجونو د دیدن او ملاقات کولو ځای دی. ډېرهغه پښتانه زلمي به چي د فوکلوري ادب او ریښتونو کیسو او پېښو په توپیر نه پوهېږي هم په دې عقیده وي چي ګودر به یو وخت د زلمیانو او ښایستو پېغلانو د ملاقات ځای وو. په داسي حال کي چي د ګودر څخه د اوبو د وړلو په وخت کي د ګودر په دوه کیلومیتري کي د نارینه سیوری هم څوک نه سي لیدلای او چي اوزګړی هغه لوري ته ورسي سر یې غوڅېږي. 

د ګودر په باره کي ویل سوي لنډۍ د زلمیانو تش خیال پلو او د زړه آرزو  wishful thinking  ده. د ګودر په باره کي ویل سوي لنډۍ خپل فوکلوریک ادبي ارزښت لري. ځیني یې ډېري ښایستې دي. یو وخت به ګودر نه وي خو دا لنډۍ به سوونه کلونه ژوندۍ پاته وي او په مجلسونو کي به اورول کېږي.

که دیدن کړې ګودر ته راسه

زه به منګی په لپو ورو ورو ډکومه

ګودر ته ځم را پسي راشه

زه به له نورو نجونو وروسته پاته شمه

ګودر ته ځم را پسي راشه

ما په منګي کي پراټې راوړي دینه

ګودر ته ځم راپسی راشه

منګي مي دوه دي نرۍ ملا مي ماتوینه 

چي ټول ګودر په ښایسته کېږي

هغې نجلۍ ته مور منګی نه ورکوینه

د ګودر او د ګودر سره نیژدې د ځوانو مینانو ترمنځ د پټو ملاقاتونو په باب ډېري زیاتي لنډۍ ویلي سوي دي او د آدم خان او درخانۍ، چي د نکلونو ډولونه یې ډیر زیات دي، په یوه نکل کي د دواړو ترمنځ لومړۍ لیدنه د ګودر سره نیژدې سوې ده. زما له لومړۍ ځوانۍ، اته لس کلنۍ یا نولس کلنۍ، څخه د ګودر سره نيژدې د یوه زلمي او پیغلي ترمنځ د اوږدې مکالمې هغه برخه چي اورېدلې مي ده تر اوسه په یاد ده. زه ګومان کوم چي دا مکالمه به د لنډیو په کتابونو کي نه وي راغلې او دلته یې راوړل بې ګټي نه بولم.

پر ګودر راغلې برابره

یا خولګۍ راکه یا منګی درماتومه

زه چي و تاته خولګۍ درکم

زه به د بوري مورکی څه جواب کومه

مور ته دي دا سي جواب ورکه

چي له منګي سره پر مځکه ولوېدمه

مور به مي داسي راته وايي

منګی دي روغ پر خوله دي راوړل پرهارونه

مور ته دي دا سي جواب ورکه

منګی پر خټو زه پر کاڼو پرېوتمه

زما د مورکی جواب دي وکړ

اوس مي پر سپینه خولګۍ کښېکاږه غاښونه

خولګۍ دي داسي مزه راکړه

چي سپین نبات یې پر دوکان وشرماونه

له دې وروسته دوې لنډۍ په داسي لوڅو کلماتو ویل سوي دي چي زما لپاره یې دلته لیکل ګران دي.  د پښتو لنډیو تر نیمايي زیاته برخه، په ساده او ښکلې کلیواله ژبه،د لوڅي او پټي میني سندري دي. نور نو تقریباً په هر باب یو څه پکښي موندل کېږي. سړی ویلای سي چي د کلیوالو او مالدارو پښتنو د معاشرې او اجتماعي ماحول تقریباًبشپړ تصویر دی. تر ټولو ښه خبره دا ده چي د پښتنو د خپل منځي دښمنیو او تربور ګلویو په باره کي یا هیڅ لنډۍ نسته او یا که سته نو د نشت په شمار دي، اکثریت لنډۍ د سوځنده او زلمۍ میني خوږې سندري دي. ماته د لنډیو دغه مینه ناک او سوله ایزاړخ تر هر څه زیات خوند راکوي.

پوهندوي آصف بهاند وروسته یوې بلي مسألې ته اشاره کوي او هغه دا چي وايي « د لنډیو په باب د جهاني په نظریاتو کي تر ټولو نوی، د پام وړ او د بحث وړ نظر دا دی چي دی وايي هر څوک کولای شي لنډۍ ووایي، په خپل نامه یې ثبت کړي، څو په دې ډول د لنډیو ویلو او لیکلو یو رقابت را منځ ته شي. دی داسي استدلال کوي چيپخوانیو خلکو سواد نه درلود، لنډۍ یې په خپل نامه نه شوای ثبتولای او لنډۍ به سینه په سینه تر نورو نسلونو پوري لیږدول کیدلې. دی وايي چي هغه کسان چي وايي لنډۍ دي د شخص په نامه نه ثبتبږي، دا یو نا پوهیدنه یا غلط فهمي ده چي که د لنډۍ شاعر مالوم نه وي، ارزښت به یې لا ډیر وي. جهاني د خپل بحث په یوه ځای کي داسي لیکلي دي:»

ځیني څیړونکي بیا په دې عقیده دي چي اوس هم شاعران کولای سي چي لنډۍ جوړي کړي او ویې لیکي، خو په دې شرط چي لنډې به په خپلو نومونو نه ثبتوي. د دې عقیدې او نظر اساس هغه غلط فهمي ده چی ګواکي د لنډیو ارزښت په دې کي دی چي شاعران او ویونکي یې څرګند نه دي. په داسي حال کي چي د داسي زرګونو لنډیو ویونکي څرګند نه دي چي دومره له هنري ارزښت څخه برخي دي چي نه پر کاعذ باندي په لیکلو او نه ذهن ته په سپارلو ارزي. دا چي زړې لنډۍ موږ ته سینه پر سینه را رسېدلي دي علت یې دا دی چي زموږ اولسونو سواد نه درلود؛ لنډۍ یې لیکلای نه سوای او چا په خپلو نومونو د لنډیو د ثبتولو کمال نه درلود. ځکه نو لنډۍ نه لیکل سوي وې او نه یې شاعران څرګند وه. خو که چیري یو شاعر د سل ګونو او زرګونو ښو لنډیو د لیکلو استعداد ولري، موږ څرنګه هغه په خپل کلام او کمال له فخر کولو له حق څخه محرومولای سو؟ پخوا چي لنډۍ لیکل سوي نه وې خو چا لیکلای نه سوای؛ اوس چي یې لیکلای سي، پرېږدئ چي په خپلو نومونو یې ثبت کړي او د رقابت په میدان کی ښې، ښکلي او غښتلي لنډۍ ایجاد سي. یعني د لنډیو د اصیل والي او سوچه والي اساس دا نه دی چي لیکل سوي نه دي او اولسونو سینه پر سینه نقل کړي دي بلکه خبره د لنډیو په ښایست، موضوع، متانت او تاثیر کي ده. که یوه لنډۍ ښایسته، سوچه او متینه وي؛ که یې شاعر معلوم وي او که  نه وي اولسونه به یې حتماً خوښوي، سینو ته به یې سپاري، له یوې حوزې څخه به یې بلي ته نقلوي او خپل ګډ مال به یې بولي او د شاعر له مړیني څخه سل کلونه وروسته به له اولس سره اوسېږي.

بهاند وروسته لیکي چي « که د لنډیو ثبتولو د بېلا بېلو ستونزو په لړ کي د جهاني صاحب نظر ومنل شي چي هر څوک هر ډول لنډۍ کولای شي په خپل نامه ثبت  کړي، دا پوښتنه به د ځینو فوکلوریسټانو او څېړونکو له خوا مطرح شي چي مثلاً همدا نن څوک یوه لنډۍ په داسي تورو او مضمون ثبتوي چي ښايي پخوا به په عین تورو او عین مضمون لیکل شوې او ثبت شوې وي، هغه بیا څنګه کېږي او دا مسله به څنګه کېږي چي فوکلور د اولس مال دی او لنډۍ هم د فوکلور یوه برخه ده. څنګه کیدای شي چي د خلکو مال دي د یوه شخص په نامه ثبت شي» 

ښاغلی بهاند صاحب! په عین تورو او عین مضمون که یو بیت یا یوه لنډۍ مخکي موجوده وي او څوک یې کټ مټ را نقلوي نو دا خو ادبي غلا ده. که دا غلا له کوم دېوان څخه وي او که د اولسي ادب څخه وي خبره یوه ده؛ په هغه باره کي څوک څه نه وايي. خو که لنډۍ د پښتنو د معاشرې او اجتماعي شرایطو را پېژندونکی فوکلوري ژانر بولو، که دا د مینانو او ځوانو عاشقانو د سوي میني غلبلې، د بېلتانه په اور کبابېدل، له ځینو ناوړو کورنیو او اجتماعي مقرراتو او رواجونو سره مخالفت او کله کله د اجتماعي بې عدالتیو په مقابل کي د ځوانو نجونو او زلمیانو بغاوت بولو نو دا ټول شیان خو اوس هم موجود دي. موږ څرنګه کولای سو چي خپل زلمي د لنډیو په فورم کي د میني له اظهارولو او یا د اجتماعي بې عدالتیو په مقابل کي له عکس العمل ښودلو څخه منع کړو؟ موږ به هغوی ته څرنګه ووایو چي تاسي د لنډیو له جوړولو پرته بل د هر ډول شعرونو او نظمونو د جوړلو حق لری. تاسي له کوم فارسي ژبي څخه اوریدلي چي وايي د رباعي یا دوه ایزو جوړول منع دي او که څوک کومه دوه ایزه جوړه کړي نو دا ادبي غلا ده. همدا اوس زموږ هزاره وروڼه هره ورځ په لس هاوو دوه ایزي، چي د هغوی د فوکلور یوه غني او ښایسته برخه او فورم دی نه تولیدوي؟  نو تاسي باید شاعرانو، په تیره بیا ځلمیو شاعرانو ته دا وښیاست چي تر کوم کال یا کلونو او یا زمانې پوري د لنډیو جوړول او ویل اړین عمل او اولسي کار وو، او تر هغه وروسته د لنډیو جوړول ناروا او د لایق صاحب په قول د فوکلور د فورم او فکر د غلا کولو عمل ګڼل سوی دی. لایق صاحب دا کار په رډه رڼا ورځ غلا کول او د تاریخ مسخ کول بولي. 

موږ د لنډیو په فورم کي د ورته مضامینو د کارولو په سل هاوو مثالونه لرو. او په کتابونو کي ثبت سوي هم دي. د دې لنډیو ویونکي په هیڅ توګه معلوم نه دي؛ د لنډیو د ویلو تاریخ یې هم څرګند نه دی. ویونکي یې ښايي مړه وي او که ژوندي وي موږ یې نه پیژنو. موږ به څوک د لنډیو په غلا نیسو او څرنګه به یې اولسي، ملي او یا د ضرورت او امکان په صورت کي بین المللي محکمې ته سپارو. د مثال په ډول:

په طبیبانو نه رغېږم

د یار په تش دیدن به روغ شم نه راځینه

په طبیبانو نه رغېږم

زه ستا د حُسن تماچو ویشتلی یمه

په طبیبانو نه رغېږم

زه سترګو تورو د لیلی وهلی یمه

په طبیبانو نه رغېږم

ماله په کار دي د اشنا تش دیدنونه

په علامه د سپرلي پوه شوم

پېغلو ټومبلي دي په زلفو کښي ګلونه

په علامه د سپرلي پوه شوم

پېغلي ښکاره شوې لکه لمر په دیوالونه

په علامه د سپرلي پوه شوم

جینکو راوړل په اوربل کي زیړ ګلونه

په علامه د سپرلي پوه شوم

زلمي په سر د پولو ږدي لنډ قدمونه

په علامه د سپرلي پوه شوم

د خاورو ګاړي نه شنړا د ګنګرو ځینه

په غم پیدا په غم کي لوی شوم

په غم به مړ شم غم به قبر له ورځمه

په غم پیدا په غم کي لوی شوم

په غم لړلي یارانې ستړی دي کړمه

په غم پیدا په غم کي لوی شوم

غم کښي به مړ غم کښي به توري خاوري شمه

په غم پیدا په غم کي لوی شوم

وړکوټی مړ وای چي مي نه لیدای غمونه

دا مثالونه په سل ګونو دي او موږ د خپلو لوستونکو وخت نه سو ورباندي ضایع کولای. اوس خبره دا ده چي موږ به په دې لنډیو کي کومه یوه اصیله بولو او څوک به را نیسو چي هلکو دا د اولس مال مو ولي غلا کړی او تاریخ او فوکلور مو څرنګه مسخ کړی دی. دا کار خصوصاً هغه وخت ډیر ګران دی چي د لنډیو، فرضي، غلا کوونکي مړه وي او موږ د چا د ګرېوان نیولو او د ډیر قهر په صورت کي د څېرلو وس ونه لرو.

اوس خبره په دې کي ده چي اولس څوک او شاعر څوک دی؟ دا شاعر خو هم د اولس بچی دی. هغو کسانو چي لنډۍ یې لیکلې او په اولس کي یې خپرولې، هغوی له اسمان څخه راغلي ول؟ که اوس کوم شاعر یا شاعران را ولاړیږي د خلقیانو او پرچمیانو په وخت کي د پل چرخي د زندان ترخې شپې ورځي او غیر انساني شکنجې د لنډیو په قالب کي اچوي. شاعران را ولاړېږي پر کابل او د افغانستان پر نورو ښارونو باندي د مجاهدینو د حکومت او د تنظیمونو تر منځ د جنګونو له امله د ښارونو د تباه کېدلو په باب ښې له سوزه ډکي لنډۍ جوړوي او لیکي. که اوس شاعر یا شاعران په پېښور او د پاکستان په نورو ښارونو کي د افغان مهاجرینو سره د پاکستاني مقاماتو د بدسلوکیو او د مهاجرینو د بدو ورځو په باب لنډۍ لیکي د دې کار عیب او نقص په څه کي دی. همدغه لنډۍ به پنځوس او سل کلونه وروسته زموږ د تاریخ یو فصل وي. شاعران به یې مړه وي او لنډۍ به یې، که د دوی په نومونو چاپ سوي وي که نه وي، د نورو لنډیو په څېر د اولس مال وي. نه لنډۍ او نه یې قالب کوم مقدس حیثیت لري. که موږ په دوولس سېلابي بحر کي د زرګونو غزلونو د لیکلو حق لرو. د لنډیو په خواږه قالب کي هم د زرهاوو لنډیو جوړلو مستحق یو او حتی زه خو خپل ځوانان دې ته را بولم چي د دې خواږه قالب د ژوندي ساتلو لپاره هغه ته نوي نوي مضامین ور واچوي او یوازي د بېلتون او غماز څخه په شکایت کولو بسیا نه سي.

البته ځوانان باید کوښښ وکړي چي خپلي لنډۍ په خپلو خاصو ټولګو کي په خپلو نومونو چاپ کړي او د راټولو سویو یا را ټولو کړو لنډیو په کتابونو کي یې وانه چوي. په دې توګه به هم د هر شاعر خپل خپل شعري استعداد څرګند وي، هم به پخې او بېخونده لنډۍ سره بېلي سوي وي او هم به مو د لنډیو امانت، چي له بده مرغه  تر اوسه نه دی خوندي سوی، ساتلی وي. که په دغه شکل مخ ته ولاړ سو نو بیا به له یوې خوا د اصیلو پخوانیو لنډیو پر حریم باندي تیری هم نه وي سوی او په همدغه خواږه قالب کي به مو، راتلونکو نسلونو ته، د خپلو پیغامونو د رسولو کار جاري ساتلی وي.

په لنډیو کي د کیفیت او کمیت مسأله:

تر اوسه پوري چي څېړونکو د لنډیو د راټولولو په کارونو ځانونه ستړي کړي دي، خوارۍ او زحمتونه یې د ستایني وړ دي، البته د هغوی په کارونو کي یو لوی عیب دا دی چي د لنډیو په نوم او شکل یې هر څه لاسته ورغلي دي هغه یې را غونډي کړي دي. د خپلو کتابونو ضخامت خو یې زیات کړی او د زیاتو او لا زیاتو لنډیو د راغونډولو په مسابقه کي یو له بل څخه مخکي سوي دي، خو د ښایستو او اصیلو لنډیو رنګ یې بد کړی او خوند یې خراب کړی دی. د لنډیو د راټولولو کار باید دوام وکړي. ښايي اوس هم دا سي لنډۍ وي، او زه یقین لرم چي وي به، چي تر اوسه د لنډیو په کتابونو کي نه وي راغلي؛ خو تر وسه وسه باید کیفیت ته پر کمیت باندي ترجیح ورکړه سي.

موږ داسي ډیري لنډۍ لرو چي د شکل له مخي هیڅ نیمګړتیا نه لري. کټ مټ لنډۍ ده، خو د متن له مخي هیڅ خوند نه لري اوله ورایه ښکاري چي هسي د کتاب پاڼه په توره سوې او د لنډیو شمېر ورباندي زیات سوی دی. دا لنډۍ ښايي د ډیرو زړو پاڼو څخه را نقل سوي وي؛ مګر د لنډیو په قالب کي هر څه د راغونډولو ارزښت نه لري. د مثال په توګه

په تېښته نه خلاصېږې یاره

مُهر محکم دي د یارۍ ولګونه

په توره ځان خاشې خاشې کړه

زه به مرهم د سپیني خولې درباندي ږدمه

په ځکندن کي راله راشه

په خمارو سترګو مي ته کېږده لاسونه

په ځکندن مي ځان حضور کړه

کښل مي لبان کړه چي بیا نه کړې ارمانونه

خاونده ته مي مدد ګار شې

نفس و شیطان مي اباسین ته غورځوینه

د زني خال دي پیرنګی دی

ځکه دي پلار د انګریزي سلام کوینه

د زړه مکان مي جانان لوټ کړو

د خوشالۍ سامان یې ټول و چلاونه

دلاله سرې پنړې په پښو کا

د فلانکي خان لپاره اوغواړه ملکونه

دلاله شنې لښتي به وخورې

که په ورتلو دي جانان ونه ژړونه

دلاله فکر په کښي وکړه

چه شال شړۍ سره یو ځای نه کړې مینه

د دغه راز لنډیو شمېر سل ګونو او ښايي زرګونو ته ورسېږي، خو هیڅ وخت به د کتابونو له پاڼو څخه بهر ونه وزي او هیڅکله به یې اولسونه خپلو سینو ته ونه سپاري. یوازي هغه لنډۍ د اولسونو په سینو کي ځای نیسي او یوازي هغه لنډۍ زموږ د غني فوکلوري میراث برخه کېدلای سي چي له خولو را ووزي او پر زړونو کښېني. داسي لنډۍ سته چي ما څه باندي پنځوس کاله مخکي د لومړي ځل لپاره اورېدلي او بیا مي تر نني ورځي پوري له یاده نه دي وتلي. په دې لنډیو کي ښايي د ساده او معصومي پښتني میني هغه رنګ پروت وي، او هغه شرنګ ولري چي له یو ځل اورېدلو سره په زړه ننوزي او بیا د وتلو لاره نه لري.

مسافري دي روزي مه سه

زه دي ملاله خوله ویده پرې ایښې یمه

زیارت کوم نه را رسېږي

خدایه که ګډ کړې دا د کاڼو زیارتونه

تر دې بوړي توپک دي جار سم

په اوږه ستا دی کږه زه د خیاله ځمه

سپوږمۍ پر منځ د اسمان راغله

زه خواره ناسته مرور پخلا کومه

د پښتو فوکلور زیاته توجه غواړي. ویلیم جونز، جیمز ډار میسټټر، تور برن او نورو د پښتنو د فوکلوري سندرو، نکلونو، متلونو او لنډیو په راټولولو کي ډیره مرسته کړې ده. د مرحوم محمد ګل نوري، پروفیسر سیال کاکړ، ډاکټري سلما شاهین او نورو خواخوږو زیار او زحمت جلا جلا د ستایني وړ دی او د پښتو ژبه به یې پوروړې پاته وي. خو د پښتو ژبي د فوکلور ډیري برخي، په زیاته د فوکلوري سندرو برخه، چي ډېري زیاتي تاریخي پېښي پکښي نغښتي دي، ډیر زیات کار ته اړتیا لري او زه یقین لرم چي ډېري داسي ارزښتناکي سندري به د تل لپاره ضایع سوي وي چي زموږ د تاریخ ناسپړلي رازونه به یې ویلای.