کور / سياسي / د نشتر هال نه تر وزيراعلٰي هاؤس پورې

د نشتر هال نه تر وزيراعلٰي هاؤس پورې

اولس نامه

نن (د خالي ورځ، د جنورۍ ٣٠مه نېټه، ٢٠١٦م کال) په وزير اعلٰي هاؤس کې شاعرانو، ليکوالانو او فنکارانو ته د خېبر پښتونخوا حکومت د هغوى د خدماتو د اعتراف په طور اعزازيه ورکوله.

ما، حيات روغاني، فېصل فاران او رحمت ديوان په دې باندې بېګاه ټوله شپه روڼه کړې وه، چې ايا مونږ د خپلې ژبې د نصاب تپوس وکړو، که نه دغه پېسې واخلو؟

د شپې مونږه يو خط وليکلو، خط مو ځکه وليکلو، چې مونږ ته پته وه چې مونږ خو څوک خبرې ته پرېږدي نه او نه زمونږ وړې خولې دوى ته دغه غټې خبرې ټکي په ټکي کولاى شي، نو ښه لاره دا ده چې که چرې د خبرو موقع مو ترلاسه کړه نو يا به کرن خان خبرې وکړي او يا به حيات روغانى او که موقع مو ترلاسه نه کړه نو ليکلى خط به چارواکو ته ورسوو.

karan khan كرن خان
كرن خان

زمونږه تګ خالصتاً خپله خبره هغوى ته رسول وو او خپلې ژبې ته د راپېښ تاوان نه مونږ ته د تکليف نه دوى خبرول وو، خط څه په دې ډول دى:

"د عمران خان په نوم!

د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر

د خالي ورځ، دېرشمه جنوري، کال ٢٠١٦م

سلامونه!

د يو قوم د وطن، د ثقافت، د تهذيب، د علم او پوهې اخلاقي قدرونو په ترقۍ کې د ژبې او د ژبې په خورولو کې د شاعرانو او اديبانو رول ډېر مهم وي، اګر چې د يو قام په ترکيبي اجزاؤ کې ژبه يو جُز دى، نو ځکه يوه ژبه، يو قام او ادب هيڅوک هم له پامه نه شي غورځولى، ستا په مشرۍ کې د خېبر پښتونخوا د حکومت له اړخه شاعرانو، اديبانو او فنکارانو له اعزازيه ورکول يو ښه او د ستاينې وړ عمل دى، زمونږ نيوکه په دې خبره ده، چې د کومې ژبې په بنياد تاسو د هغوى شاعرانو، اديبانو او فنکارانو ته د دغه ژبې د خورولو او د دغه ژبې دپاره د کار کولو په اعزاز کې اعزازيه ورکوئ او نن تاسو دا عملي کړه او تاسو په خپل اعلان شوي "بدلون" باندې عمل کوئ، نو د همدغې ژبې د ختمولو او د نصاب نه د ويستلو داغ هم تاسو په خپله لمن لګوئ او په تاريخ کې ځان بدرنګوئ، د "يکسان نظام تعليم" د نارې سره په دې زمکه د سوونو کلونو نه د راروانې ژبې او کلتور د وژلو ذمه واري په خپل سر اخلئ، د اتلسم ترميم تر مخه د صوبې د حقونو لپاره راغلې پېسې وفاق ته د واپس کولو په ځاى تاسو زمونږ په ښوونځيو کې، چرته چې په يو يو ټولګي کې سل سل ماشومان درس وايي، د کوټو انتظام ولې نه کوئ؟

نن چې کوم استاذان تاسو په وسلو سمبالوئ او د ښوونځو نه مورچې جوړوئ، دا هم په نظر کې وساتئ. زمونږ راتلونکى نسل چې د ښار په پُلونو د پلاستيک د ګلونو انځورونه وويني نو د خپلې ژبې د قتل او ستاسو د اقتدار په دوره کې د تعليمي ادارو نه چې کومې مورچې او سنګرونه جوړ شوي دي، د هغې انځورونه به هم پکې څرګند وي. مونږ هيله لرو چې تاسو به په دې خاوره د ويونکو مورنيو ژبو خپل ځاى په نصاب کې واپس بحال کړئ او تاسو به زمونږ د تعليمي ادارو امنيت هم قوي کوئ، تاسو به ښوونکو له په لاسونو کې د ټوپکو ورکولو او خپل ځان د دې ذمه وارۍ نه يوې ډډې ته کولو غلطي چرې هم ونه کړئ. مونږ په تاسو وياړو چې تاسو خپل اعلانونه، حکمونه  او اقدامونه وغېره نه د واپس کېدو جرات، حوصله او تاريخ لرئ، مونږ يقين ساتو چې زمونږ دوه غوښتنې، د مورنو ژبو په نصاب کې د لازمي مضمون په حېثيت بحالول او زمونږ د تعليمي او علمي ادارو په امنيت ټينګولو کې به تاسو خپل رول ترسره کړئ، او مونږ له به دا موقع نه راکوئ چې مونږ دا خپله مقدمه درېمګړي له يوسو، مونږه د صوبې مجموعي حالات او د صوبايي حکومت محدود وسايل په نظر کې د ساتلو په وجه تر اخري حده پورې د احتجاج په حق کې نه يو، خو که زمونږ ژبه او تعليمي ادارې ته خطره برقراره وي، نو مونږه د احتجاج لپاره جمهوري حق او خپله مقدمه څارنوالۍ، وفاق يا ملل متحد ته د وړلو حق هم لرو.

مننه

حيات  روغانے

اولسي ادبي سنګر سرډهېرو

پښتانه مترقي ليکوال، پښتونخوا".

حيات روغانى راته د نشتر هال په ور کې ولاړ و، چې ننوتو نو فنکاران، شاعران او ليکوالان په سرکاري ګاډو کې ناست وو او د وزيراعلي هاؤس په لور روانېدل.

وزير اعلي هاؤس ته د تلو دپاره د بلنې کارډ لرل لازمي وو، مجبوره وو چې هغه ځاى ته لاړ شو، چرته چې ستاينليکونه، د پېسو چيکونه او د بلنې کارډونه ورکول کېدل، ټول شاعران، ليکوالان او فنکاران دومره ډېر خوشحاله وو لکه د دې صوبې واده چې وي، يو کس ماته د خپلولۍ اظهار وکړو او د راتر غاړې وتو سره يې راته وويل: "ستا نوم خو يې درې ځله واخيستو، ته چرته يې مړه، دا ستا د راتلو وخت دى؟".

ما ورته وويل: "خداى به خېر کړي، حوصله وکړه".

احمد ګل استاذ په غاړه کې د ګلونو هار اچولى وو او د اکبر حسېن ماما سره ولاړ وو، ما ورباندې اواز وکړو: "احمد ګل استاذه! داسې ولاړ يې لکه چې د اکبر حسېن ماما واده وي".

احمد ګل استاذ ساده سړى دى، راته يې ووې: "بچيه! هم دا اوس د عمرې نه راغلمه او د هوايي ډګر نه مې ځان نېغ نشتر هال ته راورسولو".

خيال محمد استاذ مې سره د وصال خيال او انور خيال وليده، غږ مې چې ورله واورېدو نو زړه مې ډېر ښه شو، خو په ګرځنده څوکۍ ناست وو نو په دې خفه شوم، خداى دې ورله روغ صحت ورکړي. د سوات، کوهاټ، ډېره غازي خان، چارسدې، مردان، نوښار، بونېر او د نورې پښتونخوا نه ليکوالان، شاعران او هنرمندان راغونډ وو. 

وږمه بي بي مې وليده چې ډېره تېزه روانه وه، ما ترې د ناروغتيا پوښتنه وکړه، نو په اشاره يې ځواب راکړو چې اوس ډېره ښه يمه. دغلته ما او حيات روغاني خپل ستاينليکونه راواخيستل، په نومونو کې مې د نورو نه علاوه د رحمت شاه سايل صېب او د سعدالله جان برق صېب نومونه هم وليدل، خو موجود نه وو.

د بلنې کارډونه مو ترلاسه کړل، ګاډو يوه پېره وړې وه او بيا په مونږ پسې راروان وو، په کرسو ناست څه د فلمي نړۍ، څه د موسيقۍ د نړۍ او څه د ادبي دنيا ملګري وو، زه حېران شومه چې چا به هم راله غاړه راکوله نو د برتانيې د سفر تپوس به يې کولو، چې دا ټول خلک زما نه څنګه خبر شو؟، ما خو چاته نه وو ويلي، هن په فېسبوک به خبر شوي وي، خو رښتيا دا خو ماسره په فېسبوک ملګري هم نه دي، خو خېر دا پرېږدئ.

دغلته د ناستو ملګرو سره مو د دغه خط په اړه خبره وکړه چې مونږه خو دې خبرې له راغلي يو چې مونږ له د اعزازيې راکولو په ځاى هغه ژبه راکړئ په کومه باندې چې مونږه دنيا پېژني او يا چې تاسو په کومه ژبه مونږ له اعزازيې راکوئ، دغه ناستو لسو دولسو کسانو کې پنځه شپږو هم راسره په دې خبره اتفاق ښکاره نه کړو، خوند يې ور نه کړو.

حيات روغاني ته مې اشاره وکړه چې "روغانيه! د دې خبرو نه قلار شه، هسې نه وزيراعلي هاؤس ته د تلو نه مخکې مو څوک راواپس کړي".

ګاډى راغلو، د فلاينګ کوچ په اخري څوکۍ باندې زه، بختيار خټک، حيات روغانى او فېض ايډوکېټ کېناستو، په لاره مو د دې خبرې ذکر ونه کړو. دا اول ځل دى چې زه په پېښور ښار کې په سرکاري ګاډي کې ناست، وزير اعلي هاؤس ته روان وم، ماته معلوم هم نه دى چې دا کوم اړخ ته دى، هلته چې ورسېدو ټول راغلي مېلمانه په يو قطار کې ولاړ وو، د هر سړي د بلنې کارډ به يې کتلو او بيا به يې د دننه تللو اجازه ورکوله.

ما او حيات روغانى چې دننه شو نو مونږ ته دا پته هم نه وه چې په کوم لور لاړ شو، خو يو پوليس والا راته يوه لاره راوښوده چې په دغې ورځئ، چې لاړو په چمن کې تمبوان لګېدلي وو، سټېج پکې جوړ شوى وو او د رباب نغمې غږېدې. هلته په ننوتلو، په تصويرانو ويستلو او خبرو کولو کار نه کېدو، حيات روغاني ته مې ووې چې ما د لاس نه ونيسه او يا ماله لاس راکه او راځه راپسې چې چرته د دغې خپلې خبرې د کولو دپاره وخت او ځاى پېدا کړو.

چاپېره وګرځېدو، دغه خلک زه په شکلونو ټول پېژنم، خو په نومونو او عهدو يې نه پېژنم.

يو مشر ليکوال ته مې ووې، "استاذه! زه خو دې له راغلى يم چې د خپلې ژبې خبره دغه چارواکو ته ورسوم، ستا څه خيال دى؟".

هغه راته ووې: "پام کوه کرن خانه! دا موقع نه ده، ځاى ته ګوره او خبره کوه".

ما ورته ووې: "استاذه! د پښتو ژبې شاعران، ليکوالان او هنرمندان ټول راټول شوي دي، د دې نه بله ښه موقع به مونږ له کله په لاس راځي؟، ولې مونږه د پښتو ژبې ټېکه داران نه يو؟".

هغه وې: "ولې نه يو".

ما وې "چې يو نو بيا خو پکار ده چې خپله دا ټېکه داري سر ته ورسوو، ګني نو راتلونکي نسل ته به مختورن يو".

بيا مې د يو بل مشر سره خبره وکړه، چې زه لږ وخت غواړمه او ستاسو په اجازه دغه خبره کول غواړم، يو طرف ته په کرسۍ ناست وم چې يو بل مشر راپسې راغلو، وې يې "کرن خانه! ته په سټېج خبره نه شې کولى، البته د چاى په وقفه کې به درله د عمران خان صېب نه وخت واخلو".

ورسره مې ومنله چې دا هم ټيک ده، زما خو خبره کول مقصد دي. 

تقريب شروع شو، ارشد حسېن صېب په اردو او انګرېزۍ خبرې کولې، زما په شمول به په لسګونو خلک په دې نه وي پوهه شوي، بيا زمونږه نوموړو د پښتو شاعرانو اديبانو هم په اردو خبرې وکړې او د دغې ننني تقريب يې ډېرې ستاينې وکړې، اخر دا چې څلور اېوارډونه د څلورو شعبو څلورو ټاکلو مشرانو ته ورکړى شول.

د عمران خان د تقرير نه پس غونډه خوره شوه.

زه چې بهر راووتمه نو اعظم خان صېب راته ووې: "کرن خانه! دا دې څه کيسه شروع کړې ده، پمپلټونه تقسيموې؟".

ما وې: "نه سر! نن خطونه ورکومه او دوه ورځې پس به پمپلټونه تقسيموم".

اعظم خان صېب راته ووې: "مسئله څه ده؟".

ما ورته ووې: "مسئله دا ده چې زمونږه ژبه مونږه په نصاب کې لازمي غواړو".

هغه راته ووې: "په دې ما کار روان کړى هم دى او په دې به کار کوو".

ما ورته ووې: "زه خپل خطونه دغه چارواکو له ورکول غواړم".

د اعظم خان صېب خط مې اعظم خان صېب له ورکړو، د پروېز خټک صېب خط مې پروېز خټک صېب له ورکړو، د امجد علي صېب خط مې هغه ته ورکړو او د عمران خان صېب خط مې يو مشر ته دې شرط ورکړو چې ستا دې د خپل اولاد په سر قسم وي چې دا به عمران خان صېب ته ورکړې او د ميډيا او مختلفو چېنلو راغلو ملګرو له مې همدغه خطونه ورکړل.

زه او حيات روغانى د دغه ځاى نه راووتو، د سوات نه راغلو مېلمنو ته مې د چايو اوبو ست وکړو خو هر سړي سره خپل ګاډى وو او ځان يې کور ته رسول غوښتل، زه خپلې کوټې ته راغلم.

سرفراز او ظفر اقرار هم راغلل، د ننني تقريب احوال مو سره وکړو او د پاتې هنرمندانو، شاعرانو او ليکوالانو په غم مو افسوس وکړو، ځکه چې بلها ضرورتمند ملګري لا پاتې دي.

ورځ تېره شوه، بلها ملګري د ټولنيزو رسنيو د لارې په پنځه سوه شاعرانو، ليکوالانو او هنرمندانو پسې بد رد وايي، وايي چې دوى په دېرش زره روپۍ خپله ژبه خرڅه کړه، خو دا چاته پته نشته چې مونږ يو دېرش خطونه اعلي حکامو ته ورسول او بغېر د دېرش زره روپو د چېک د اخيستو نه خپلو ځايونو ته پخېر راورسېدو.

 

وړانديز:

د فرورۍ د اولې نېټې نه ټولو پښتنو ته خواست دى چې په ټولنيزو رسنيو په نصاب کې د پښتو د بحالولو غوښتنه وکړي او زمونږ سره په خپله مورنۍ ژبه ګټلو کې ملګرتيا وکړي.

درنښت

ستاسو کرن خان