کور / سياسي / د ګډ حکومت د يو نيم کال کارنامه

د ګډ حکومت د يو نيم کال کارنامه

imageخوشحال آصفي-كابل

ګډ حکومت د يو نيم کال کارنامه؛ په اداري فساد کې يو قدم وړاندې تګ

 

له څو لسيزو راهيسې په افغانستان کې د نورو لويو ننګونو ترڅنګ، یوه بله غټهستونزه چې دولت ورسره مخ دی؛ اداري فساد دی. دغه پديده باعث شوې چېد دولت او ولس ترمینځ واټن پیدا شي، په نړۍ کې يي د افغانانو بد انځور نړيوالو ته وړاندې کړی، افغانستان خپل نړيوال مرستندوی هيوادونه له لاسه ورکړل او يا هم پرې بې باوره شول، که ژور فکر وکړو په ټولیزه توګه ویلی شوچې اداري فساد د افغان حکومتونو پر لمن هغه ستر ، تور داغ دی، چې نړۍ ته يی د افغانانو ډیر بد انځور وړاندې کړی دی. ټول افغان ولس شاهد دی چې تيرو حکومتونو او اوسني ګډ حکومت په ښکاره د ا دارې فساد پروړاندې مبارزه پیل کړی او پدې برخه کې بیلابیلې ادارې جوړې شوي ، خوتراوسه یې هیڅ کومه د پام وړ لاسته راوړنه نه ده لرلې.

اوس په تازه کې د روڼتيا نړيوال سازمان «ټرانسپرنسي انټرنېشنل» وايي چې په ۲۰۱۵ زيږديز کال کې افغانستان د نړۍ دوهم هغه هېواد دی چې په نظام کې يې زيات فساد شتون درلود. د نړيوالۍ روڼتيا دغه سازمان چې مرکز يې په المان کې دی، په يوه تازه راپور کې يې ویل شوي دي چې شمالي کوريا، افغانستان او سوماليا د نړۍ د ۱۶۷ هېوادونو په کتار کې تر ټولو فاسد دولتونه دي. په راپور کې راغلي دي چې، په افغانستان کې دميلياردونو ډالرو د لګښت سره سره بيا هم د افغانستان په دولتي ادارو کې پراخ فساد شتون لري. دا لومړی ځل نه دی چې افغانستان په دغه سيالۍ کې په اعلی درجه کې راځي بلکه افغانستان له څو کلونو راهيسې ددغه سازمان د راپور پر بنسټ د فاسدو دولتونو په سر کې ځای لري. تر دې وړاندې هم په ۲۰۱۴ زيږديز کال کې افغانستان د نړۍ د ۱۷۵ هېوادونو په کتار کې درييم فاسد دولت ګڼل شوی و، همدغه راز په ۲۰۱۳ زيږديز کال کې افغانستان د نړۍ د ۱۷۷هېوادونو په نوملړ کې د دوهم فاسد دولت مقام خپل کړی و.

اوس پوښتنه دا ده چې ، څوک په فساد کې ښکیل دي ، او څوک یې باید مخهونیسی ؟ ایا دا په ریښنتیا دومره ستونزمن کار دی چې په تيرو څوارلسو کلونو کې د نړيوالې ټولنې له پرله پسې مرستې سره سره هم افغان حکومت د دغې بلا مخه نشی نیولی؟

د اوسني ګډ حکومت دواړو شريکانو (غني او عبدالله) د ټاکنيزو کمپاينونو پر مهال؛ د فساد سره مبارزه خپل لومړيتوب يادولو او پر وړاندې يي د جدي مبارزې يادونه کوله خو له بده مرغه کله چې واک همدوی دواړو ته په لاس ورغی نو حالات بلکل بدل شول او نه يوازې دا چې د دواړو ښاغلو د فساد ضد شعارونه؛ تش شعارونه پاتې شول بلکه اداري فساد نورې هم ريښې وکړې او دا دی د نوي حکومت په يو نيم کال موده کې افغانستان دومره پرمختګ وکړ چې له څلورم مقامه؛ دويم مقام ته راورسيد.

 

دا سمه ده چې په تير حکومت هم د فساد اړوند تورونه موجود و خو هغه مهال يی تر ډيره د پړې ګوته بهرنيانو ته نيول کيده، د نوي حکومت په رامنځته کيدو د بهرنيانو شتون هم د پخوا په پرتله څو برابره کم شوی دی نو بايد فساد هم کم شوی وای. خو داسې ونشو بلکه څو قدمه هم په اداري فساد کې وړاندې ولاړو. د ګډ حکومت په منځته راتګ په افغانستان کې فساد دود شوی او ډيریکسان په دې باور دي چې د رشوت په ورکولو سره په دولتي ادارو کې د دويکارونه ترسره کيداي شي.د شنونکو په باور د معافيت د کلتور پراختيا په هيوادکې د اداري فساد د زياتوالي اصلي لامل بلل کيږي او د ولسمشر او اجرايه رياست تر منځ ناسالم رقابتونو؛ له جزا څخه د معافيت کلتور ته پراختيا ورکړې ده.

 

اداری فساد د ټولو ستونزو مور ده اوتر ټولو اړینه ده چې ټغر يي له هیوادهټول شي. د دغې پديدې د ټغر د ټولو لپاره په کار ده چې په لوړه کچه په حکومتولۍ کې بدلونونه رامنځته شي په دې معنا چې ولسمشر او اجرايه رييس دې دغه خپل اوسني مفسد ټیمونه له ځانه لرې کړي ، ځانونه دې په ملتپورې وتړي ، مجازات او مکافات دې وټاکي، اصلاحات دې له ارګه پیل کړياو د حکومت تر روستي او لری پرتې ادارې په پورې دې وغځوي. ولسمشر دې د نورو د عبرت او پند لپاره څو تنو مسفدو لوړ پوړو چارواکو ته دهیواد د نافذهقوانینو سره سمه سزا ورکړي، ادارې بايد له مفسدو کسانو پاکې کړي، پوه،وړ او پاک کسان دې په دندو وګماري نو په خپله به د اداري فساد لمن ټوله شي.

 

لیکنه : خوشحال آصفي