کور / تازه خبرونه / په کندهار کي د فوټبال د ودي لپاره وجهي صندوق جوړيږي

په کندهار کي د فوټبال د ودي لپاره وجهي صندوق جوړيږي

Kandaharدکندهار والي وايي د يو مېکانيزم له مخي به د فوټبال د ودي لپاره وجهي صندوق جوړ کړي.

د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي دا څرګندوني نن د ځوانانو مشورتي بورډ ته د خبرو پر مهال وکړې. د کندهار والي وايي د فوټبال فدراسيون بايد پر خپلو پښو ودرول سي او د دې لپاره بايد د يو ځانګړي مېکانيزم له مخي وجهي صندوق جوړ سي، تر څو د کندهار فوټبال له اوسني وضعيت څخه راووزي. هغه زياته کړه چي ډېر ژر به د وجهي صندوق د جوړېدو په موخه د کندهار له سوداګرو سره وږغيږي او هغوی به وهڅوي چي يو وجهي صندوق جوړ کړي.

په غونډه د ځوانانو د مشورتي بورډ پر اساسنامې، تګلاري او جوړښت د مفصلو خبرو تر څنګ د کندهار والي وويل په نوروز کي به په دغه ولايت کي د فوټبال يو ټورنمينټ چي له ډېری ولاياتو څخه به لوبډلي راوبلل سي، جوړ کړي. هغه زياته کړه چي د ځوانانو مشورتي بورډ د کندهاري ولس د يووالي او انسجام لپاره اغېزناک کار کولای سي او بايد دغه بورډ تعليمي او روزنيز لکچرونه خلکو ته وړاندي کړي، تر څو د ځوانانو ظرفيت لوړ سي.

عزيزي وويل په حکومتي اداره کي د ځوانو کدرونو د جلب و جذب او د هغوی له انرژۍ څخه د استفادې لپاره بايد مشورتي بورډ د لوستو ځوانانو يو ليسټ جوړ کړي او مرکزي ادارې او ولايتي ادارې ته ځوانان معرفي کړي تر څو ماسټر او دوکتور ځوانان په حکومت کي ځای پر ځای سي.

د ځوانانو د مشورتي بورډ مشر ګل احمد کمين وويل د نورو ځوانانو فعاله ساتل به د دې بورډ له لومړيتوبونو څخه وي تر څو په کندهار کي د ځوانانو يو خوځښت رامنځته سي. هغه زياته کړه چي دا مشورتي بورډ به دايمي وي او په مدني برخه کي به فعاليت کوي. په غونډه کي د فوټبال د ټورنمينټ چي نن پيل سو، معلومات هم وړاندي سول.