کور / تازه خبرونه / په کونړ کې دیني عالمانو د امنیتي ځواکونو او نظام په ملاتړ غوڼده وکړه

په کونړ کې دیني عالمانو د امنیتي ځواکونو او نظام په ملاتړ غوڼده وکړه

په کونړ کې دیني عالمانو د امنیتي ځواکونو او نظام په ملاتړ غوڼده وکړه .
د کونړ ولایت سلګونو دیني عالمانو په یوه لویه غوڼده کې د امنیتي ځواکونو او نظام څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ د دیني عالمانو دغه لویه ناسته ،چې د ولایت مقام دسید جمال الدین افغان دغونډو په تالار کې تر سره شوه د کونړ والي الحاج وحیدالله کلیمزي سر بیره پکې د ملي شورا استازو او ولایتي شورا وکیلانو برخه اخیستې وه .غونډې ته د کونړ والي الحاج وحیدالله کلیمزي پرانیستونکې خبرې وکړې وې ویل پرته له شکه، چې ولسونه او په ځانګړي توګه دیني عالمان دسولې ،امنیت ،پرمختګ او د نظام په پیاوړ تیا کې دپام وړ رول لري او د ملي یووالي حکومت دغې مهمې برخې ته زیاته پاملرنه کړې ده او د دوي د ملاتړ او مرستې په پار یې هڅې ګړندۍ کړي دي او ولایت مقام د دیني عالمانو د ريښتیني او واقعي مرستو راجلبولو هڅې کوي څو د ولسونو او دیني عالمانو په مرسته ثبات رامنځته کړي او په ټولنه کې امنیت ټينګښت ومومي د دیني عالمانو یې وغو ښتل چې دپردیو لاسونه لنډ کړي ،دنظام په ټینګه ملاتړ و کړي او د افغان امنیتي ځواکونو سره خپلې همکارۍ زیاتې کړي .
د دیني عالمانو په استازیتوب د علماو شورا ریس مولوي عبدلرحمان ،دیني عالم سید ولي الله حنیف،مولوي رحیم الله ،مولوي محمد نقیب محسن ،مولوي عبدالغني او مولوي عبدالعزیز په خپلو ویناو کې د امنیتي ځواکونو او نظام څخه ټينګ ملاتړ اعلان کړ دوي وویل دا خاوره د اسلام ده ،دمسلمانانو ده ،مونږ په دې خاوره کې او سیږو او د دې نظام لپاره مو قرباني ورکړې ده او دامو شرعي وجیبه ده ،چې خپل ولس ته نجات ورکړو، سمه لاره ورته وښایو، دعقیدې نه نیولې تر سیاسي اوموراتو پورې ،امنیتي ځواکونه د ولس بچيان دي د دې خاورې او ولس ساتنې لپاره قرباني ورکوي که د ولس او خاورې څخه د دفاع په لاره کې قربان شي شهیدان دي او لوی خدای به ورته لوړې درجې ورکړي .
د ملي شورا استازو حاجي سخي مشواڼي ،استاد محمد طیب عطا او د ولایتي شورا ریس جمال الدین سیار هم دغونډې ونناوال وو د ولسونو او دیني عالمانو یې وغوښتل چې د هېواد پرمختګ او ابادۍ لپاره سره یو موټي شي او دپر دیو دسیسو ښکار نه شيss