کور / تازه خبرونه / داشېبې به شي يادونه د کتاب مخکتنې غونډه وشوه،

داشېبې به شي يادونه د کتاب مخکتنې غونډه وشوه،

دافغان ادبي بهيرد پېښور څانگې له خواد پېښور په يوسيمه ايزهوټل ( پسرلي شپه ) کې د پښتوژبې دنامتو شاعر ذبيح الله حسن د پنځمې شعري ټولگې (داشېبې به شي يادونه )مخکتنې غونډه وشوه، عماد الدين دوران يې د دريځ چارې پر غاړه درلودې ، دکوزې پښتونخوا نامتو شاعر رحمت شاه سايل د غونډې مشرغوره شو ،ځانگري ميلمانه يې پروفيسوراباسين يوسفزى، پروفيسور اسير منگل او سياستوال غيرت بهير ټاکل شوي وه ، د کوربه په توگه فضل مولاتورکې ورسره ناست وه او ډاکټرذبيح الله حسن هم دريځ ته ورغوښتل شو
په پېل کې د فضل مولا تورکي له خوا د قران کريم څو مبارک اياتونه ولوستل شول ،تحسين الله تحسين د غونډې د پرانستې وينا وکړه او د افغان ادبي بهير پرتيرتاريخ يې رڼا واچوله او د (حسن ) پرټولگه يې هم خبرې وکړې،ورپسې په وار وار صادق ژړک ،صفي الله سنگين ،اجمل ښکلي ،غيرت بهير ،نجيب الله ننگيال ،فضل مولاتورکي،فيض علي فيض ،شوکت سواتي پرټولگي خبرې وکړې اونوموي شاعر ځينې برخې يې په ترنم وړاندې کړې ،دمشر،او د ځانگړيو ميلمنو هم د حسن د شعر هنري ،او دبي ارزښت وستايه يوه ښه شاعريې وگاڼه وروسته سندر غاړي راشدخان له خوا د نوموي شعري ټولگې ځينې غزلې د موسيقۍ په پردو کې زمزمه شولې په غونډې کې د نامتو ليکوالو سره سره ژوناليستانو هم برخه واخيسته په سندرغاړي د غني خان د(اى زما وطنه د لالونو خزانه يې زما ) ترانه هم وړاندې کړه چې د غونډې برخه وال ورته ودريدل او خوند يې ترې واخيست غونډه دشپې ناوخته پاى ته ورسيده