کور / تازه خبرونه / په کونړ کې د نیالګیو کښنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

په کونړ کې د نیالګیو کښنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

imageپه مر کز اسد اباد کې د کونړ والي الحاج وحیدالله کلیمزي ،امنیه قومندان او د کرنې ریس په لاسونو د نیالګیو په کښنولو سره پسرلنی کمپاین پیل شو ،

د کونړ والي وحیدالله کلیمزي وویل په غه کمپاین کې به په څلور سوه جریبه ځمکه کې (یو اعشاریه یو)   ملیون میوه لرونکي او غیري میوه لرونکي نیالګي چې په دولتي او غیري  دولتي قوریو کې روزل شوي په دو  لتي ادارو او عامه ځایونو کې کښنول شي نوموړي د کونړ دټولو ولسونو وغوښتل چې په خپلو کورونو او ځمکو کې  نیالګي کښنوي څو مو هېواد سمسور او د ککړ چاپیریال مخه ونیول شي.