کور / علمي / دتعلیمي ادارې وده او انکشاف(څېړنيزبحث) لومړۍ برخه

دتعلیمي ادارې وده او انکشاف(څېړنيزبحث) لومړۍ برخه

imageترتيب او را ټولونه: مفتي نورالله عزام
سريزه:
د دې لپاره چې په ښوونيز او روزنيز ډګر کې پرتو ستونزو ته ګټورې حل لارې وموندل شي، څو تنه علماء کرام او پوهان د يو شمېر موضوعاتو په اړه په آنلاين ډول بحثونه کوي، موږ هڅه کوو چې دغه موضوعات له درنو وروڼو سره شريک کړو؛ څو يې ګټه عامه او نتيجه ورکوونکې شي.
د بحث ګډونوال په لاندې ډول دي:
مولوي عبدالسلام ضعيف – مشهور شخصيت او د افغان بنسټ مشر.
دکتور عبدالقاهر ابوعثمان عابد- د اسلام اباد نړيوال اسلامي پوهنتون پخوانی او د کابل پوهنتون اوسنی استاد.
مفتي ابوسعيد راشد- فقيه او د قاسميه مدرسې مشر مفتي، اکوړه خټک.
مفتي صديق الله- د دارالخير مدرسې مدير. نيمروز.
مفتي حبيب الله قاسمي- څېړونکی او د قاسميه مدرسې مهتمم، اکوړه خټک پېښور.
مفتي محمد حسين سعيد- له دارالعلوم زاهدان او ديوبند څخه فارغ او د مدينې اسلامي پوهنتون زده کوونکی.
مولوي صالح محمد عطشان- د جامعة الاسلامية الخضرية مهتمم، کندهار.
مولوي عبدالحق حماد- د افغان بنسټ د تاليف او ترجمې د څانګې مسؤل، کابل.
 
يادونه: دا موضوع مو د ډېرو اړخونو درلودلو له امله په څو برخو وېشلې ده، دا يې لومړۍ ده او نورې برخې به يې که خدای کول په نژدې راتلونکي کې تر تاسو در ورسوو.
 
څرنګه چې ټولنیز انکشاف په پوهه او علم ولاړ دی، دعلم او پوهې مراکز تعلیمي اداري دي؛ نو دټولنیزو پرمختګونو له مخې باید تعلیمي ادارو ته هم وده او پراختیا ورکړل شي. انکشاف منل او انکشاف ته لارې پرانیستل هغه ټولنیزې غوښتنې دي چې په بشري ټولنو داسلامي شریعت له سترو احساناتو څخه ګڼل کیږي، چې دسلیم عقل او فطرت څښتنان ترینه هیڅکله انکار نه شي کولی.
ټولي تعلیمي ادارې که هغه دولتي وي یا شخصي، دبشري معارفو په ډګر کې علمي خدمت ترسره کوي او یا هم دشرعي علومو په میدان کې، دا ټولې انکشاف او سالمې ودې ته اړتیا لري، او باید په اړه یې ددې ادارو په راس کې کسان دهر اړخیز انکشاف اړوند بېلا بېلي طرحې او پلانونه ولري، او په تدريج سره یې دعملي کولو لپاره هڅه او هاند وکړي.
 
تعمیراتي وده:
علم حاصلول او علم نورو ته انتقالول یو ډېر پاک او مبارک عمل دی، مسلمان دخپل وس او توان په اندازه مکلف دی چې دژوند دمعرفت لپاره به مطلوبه اندازه شرعي پوهه حاصله کړي، او په دې هم مکلف دی چې نورو ته به يې رسوي، او یا به يې نورو ته دحصول زمینې او فرصتونه برابروي، او ددې ترڅنګ په مجموع کې داسلامي ټولنې دنده او مسؤلیت دی چې یوه ډله ځوانان او افراد به دعلم د ترلاسه کولو او همدا راز دعلم د ښووني او تدریس لپاره فارغوي چې هغوی دټولنیز ژوند دهر اړخ دښه سمون او ودې په موخه تفقه فی الدین حاصل کړي، او بیا همدغه کار دخپل ژوند مسیر او هدف وټاکي، که نه نو په اړه به يې ټولنه پړه او مسؤله وي.  نو دعلم حصول او نورو ته يې ښودل دا امکانات غواړي، جلا ځای او محیط غواړي، چې هلته ددین دعلم میینان را ټولیږي او دغه دتعلیم او تعلم لړۍ روانه ساتي.
د وختونو بدلون څرنګه چې په وسائلو کې بدلون راولي دغه راز د وسائلو داستعمال اړوند انساني طبیعتونه هم بدلوي. که موږ درسول الله –صلی الله علیه وسلم- عصر په پام کې ونیسو؛ نو هغه وخت دژوند وسائل ډېر طبیعي او محدود و، نو داستعمال په اړه یې دمسلمانانو طبیعتونه هم په هماغه توګه په سادګي او بساطت عیار ول، او له همدغه سادګي او بسیط ژوند څخه ټولو لذت او خوند اخیسته. خو د وخت په تېرېدو څومره چې په وسائلو کې پرمختګ را منځ ته کېده، همدغه شان ددغه وسائلو داستخدام اړوند انساني طبیعتونه هم پرمخ تلل چې دادی ځای یې اوس ښکلو دنګو ماڼیو نیولی، خو که څوک یې دمشروع او روا لارو څخه ځان ته دغه امکانات برابروي هیڅوک ورته ناروا نه وايي، او نه یې کارول حرام بولي. ځکه د اسلام فطرت په پاکیزګي، ښکلا او نظافت بنا دی، او دغه ښکلا په هرڅه کې مطلوب او غوره ګڼل شوی دی. په اخلاقو کې ښکلا، په اعمالو کې ښکلا، په ویناو کې ښکلا، په عباداتو او معاملاتو کې ښکلا، لنډه دا چې په هر حرکت او ناسته ولاړه کې ښکلا. نو ښکلا مطلوب ده خو داسې نه چې یواځې ظاهري ښکلا مو باطني ښکلا له منځه یوسي.
بل دقرآن کریم عمومي قاعده چې (خذوا زينتكم عند كل مسجد) دغه آیت کریمه دخپل عبارتي دلالت او مفهوم سره سره، دلازم المعنی په توګه ددې معنی او مفهوم  ګنجایش هم لري چې دلمانځه تر څنګ هر هغه نیک عمل او کار چې مونږ یې دالهي رضا په موخه انساني ټولنې او پکې مېشتو افرادو ته وړاندې کوو، باید په مزین ډول او په مزینو ظروفو او اسبابو کې يې وړاندې کړو.
نو دعلم او بیا دشرعي علومو درس او تدریس هغه مبارک عمل دی چې زموږ دټولو اعمالو فهم او معرفت ورباندې بنا دی؛ ځکه نو دامام بخاري رحمه الله دتفکر او اند له مخې علم باید دټولو کړو وړو په سر کې وپېژندل شي.
نو دهمدې ځایه ویلی شو چې موږ باید دیو منظم پلان او طرحې له مخې هڅې او کوششونه وکړو چې خپلو تعلیمي ادارو ته په تعمیراتي برخه کې پوره وده او انکشاف ورکړو. او ددې ودې لپاره خپل نهايي کوششونه په کار واچوو، البته دلاندې ټکو په نظر کې نیولو سره:
 
لومړی : دمدرسو او تعلیمي ادارو ودانۍ باید ښکلې او زړه راښکونکې وي.
 
او داځکه چې مسلمانان دیو امت په توګه دیو فکر او مذهب پیروان ګڼل کیږي، او په نړۍ کې دیو مشخص کلتور او جتماعي ارزښتونو نمایندګي کوي، دپیغام او رسالت څښتنان دي، داسې رسالت چې په نشرولو او تبلیغ کولو یې دوی ټول مکلف او مسؤل دي، او ددغه کلتور دپېژندلو، او داسلامي پیغام او رسالت ددرک کولو او فهم نمایندګي په ټولنه کې همدغه مدارس او تعلیمي ادارې کوي.
نو په حقیقت کې په ټولنه کې داسلامي امت نمایندګان او سفیران دغه دیني مراکز دي، که هغه په اسلامي ټولنو کې قرار لري او که په غیر اسلامي ټولنو کې لکه امریکا او نور اروپايي هېوادونو کې چې دیني مراکز موجود دي، چې داسلام د فهم او معرفت په لاره کې خپلې هلې ځلې او کوششونه کوي؛ نو زموږ دکلتور او تهذیب دنمایندګي دغه مراکز هم باید ښکلي او ښایسته وي.
 
دوهم : مدرسه باید پراخه وي:
علمي مراکز څرنګه چې دعلمي فهم لپاره دتجمع مرکز ګڼل کیږي، ګڼه ګوڼه پکې زیاته وي، تګ راتګ پکې زیات پیښېږي، تحرکات پکې دوامداره وي، نو باید علمي مراکز دتعمیر او ساختمان له پلوه ډېر پراخه وي. ځکه چې په علمي مجلسونو کې پراخي او پراخه ناسته دذهني ارامي او تمکن لامل کیږي، او دخبرو فهم ته پکې انسان په ښه توګه رسیږي، ځکه چې په اسلامي شریعت کې دمجلس له ادابو څخه دقرآن کریم دا توصیه ده چې وايي :(تفسحوا في المجالس فافسحوا يفسح الله لكم)، نو ددې څخه دا لارښونه اخیستی شو چې زموږ دعلمي حلقاتو مراکز هم باید پراخه او وسیع وي.
 
دریم : شنې، زرغونې او بڼ لرونکي وي:
طبعا ډیر کار دسړی دستړیا لامل کیږي، که سړی فزیکي کار کوي، او یاهم ذهني په دواړو حالتونو کې دستړیا احساس کوي، او انسان باید وخت پر وخت له ځان څخه ستړیا لیرې کړي، تر څو تل نشیط او خوشحاله واوسي، دا کار بیا په علمي محیط کې ډېر اړین دی، ځکه چې دعلم حصول یوه اسلامي دنده او مکلفیت دی، او طالب العلم يې باید په ارامو دماغو حاصل کړي، استاذ یې باید په خوشحاله طبیعت تدریس کړي، مهتمم او دمدرسې او یا هرې تعلیمي ادارې کارکوونکي ورته په بیداره ذهن او دمه دماغو ددغو ادارو اړونده چارو او ستونزو ته لاس رسی ولري، نو زموږ مدرسې او تعلیمي ادارې باید بڼ لرونکې، سرسبزه او زرغونې وي، چې هر کله طالب، استاذ او یا هم اداري کارکوونکي دخپلو وظایفو به جریان کې دستړیا احساس کوي؛ نو دمدرسې یا تعلیمي ادارې په بڼ او ګلانو کې به خپل نارامه دماغ او ستړي فکرونه دمه کوي. او دا دژوند اړوند یوه قاعده هم ده چې انسان باید وخت پروخت خپل زړه او دماغ ارام کړي، رسول الله صلی الله عليه وسلم وايي: روحوا القلوب ساعة فساعة (تاسې هر ګړی خپل زړونه خوشحاله ساتئ) او علي –رضی الله عنه- ته په دې اړه یو خبره منسوب ده چې (روحوا القلوب وابتغوا لها طُرِف الحكمة) تاسې زړونه خوشحاله ساتئ او د حکمت لاري ورته ولټوئ.
 
څلورم : نظیفې او پاکې وي:
دمخکنیو لاملونو او اسبابو په بنا زموږ تعلیمي ادارې او په ځانګړې توګه مدرسې باید ډېرې نظیفي وي، او ددغو ادارو ټول منسوبین که هغه اداري کسان وي، یا استاذان وي، او یا هم شاګردان وي، باید دخپلو ځانونو او تعلیمي ادارو دنظافت او پاک ساتلو پوره خیال وساتي، او په دې اړه ډېره جدي پاملرنه کوي، ځکه ظاهري طهارت او نظافت دیو تن او همدا راز دتعلیمي ادارې په باطني طهارت، ارتقا او ثمراتو پریکنده اغېز لري، دا پرته له دې چې ووایو طهارت او نظافت دایمان یوه برخه او جز ګڼل کیږي.
 
پنځم: تعلیمي ادارې باید ښه مجهزې وي:
په دې مورد کې بله موضوع داده چې زموږ تعلیمي ادارې او دمدرسو ودانۍ مو باید مجهزې او سمبال وي، او دادارې داړوند منسوبینو، استاذانو، او شاګردانو هر اړخیز احتیاجات پکې رفع وي، په ټولو تعلیمي وسائلو سمبالې وي، ځکه چې دتعلیمي ادارو تجهیزول او سمبالول دادارې په ثمراتو دمثبت اغېز تر څنګ داسلام په دښمنانو هم اغېز ښندي. په دې معنی چې داسلام دښمنانو سره دجګړې او مبارزې یو ډګر همدغه تعلیمي میدان دی، نو په هره کچه چې زموږ تعلیمي ادارې مجهز او سمبالې وي، په هماغه اندازه دا زموږ دقوت او زور نمایندګي کوي، او د دې آیت کریمه دعموم لاندې داخلیږي چې:
(وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّةٍ وَمِنْ رِبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ …..) [الانفال: ۶۰ ايت].      
ژباړه: او ترخپلې وسې د هغوى (د مقابلې) لپاره ښه ځواك او روزل شوي اسونه چمتو كړئ چې په هغه سره هم دالله او هم خپل غليم ووېروئ.
 
شپږم: منظمي او په نقشه برابري وي:
 
انسان په طبعي لحاظ په نقشه برابره او منظمه وداني ډېره خوښوي او ورسره د بدني تفريح لامل ګرځي او د پاک چاپيريال په رامنځ ته کولو کې ښه ونډه لري، د تعليمي ادارې په بنياد کې بايد وداني د نقشې او تنظيم پربنسټ ورغول شي، څوک چې په صادقانه توګه د الله لپاره او د خپل مسؤليت له مخې يو کار په مخ بيايي نو بايد ځان ته لوی هدف وټاکي او د دې لپاره يو اوږد مهاله پلان ولري که څه هم د مؤسس له مرګ وروسته پلي شي، د الله تعالی عادت پر دې بنا دی چې کوم کار په ښه نيت او د الله لپاره وي الله تعالی ورسره هرومرو مرسته کوي که څه هم له ډېر ځنډ وروسته وي، او دا د الله تعالی وعده ده چې د دې آيت د عام مفهوم لاندې راځي چې: [انا لننصر رسلنا والذين آمنو فی الحيواة الدنيا] او بل ځای فرمايي: [والذين جاهدو فينا لنهدينهم سبلنا]، نو څوک چې په لومړي سر کې تعليمي اداره جوړوي بايد د لومړي پيل پروخت د مدرسې لپاره ښه پلان او ښه نقشه ولري، او تعميراتي پلان يې په منظم ډول تاسيس کړي، زموږ زياتره علماء د مدرسې د پيل پروخت محدود هدف ټاکي او د وسائلو د کموالی له امله بې نقشې پلان جوړ کړي، هرڅومره چې ساحه محدوده وي خو چې په نقشه برابره وي دا د مدرسې په تعميراتي وده کې ښه ونډه لرلی شي، نو ښه دا ده چې د مدرسې تعميراتي پلان په نقشه برابر او منظم وي که څه هم ساحه يې ډېره کمه او يا له خټو جوړه شوې وي، او د نور وسعت لپاره يې اوږدمهاله پلان او لري هدف په نظر کې ونيول شي.
 
 
تشکیلاتي او اداري وده او انکشاف
 
که چېري غواړو چې تعلیمي ادارې مو په اداري برخه کې وده او انکشاف ومومي باید په اړه يې دغو دوو برخو ته پاملرنه او توجو وشي؛ چې یو يې فزیکي اړخ دی او بل یې اداري خوا ده. او په ټوله کې بیا په یوه اداره کې دکارکونکو لپاره هغه معنوي صفات او ځانګړنې دي چې له خپلولو وروسته یې هره اداره په ټولنه کې دقدوه او ممثلې ادارې په توګه تبارز کولی شي، خو لومړی راځم دیوې تعلیمي ادارې فزیکي ودې او انکشاف ته: که غواړو زموږ ادارې دتعلیمي ثمراتو تر څنګ په اداري بخش کې هم وده او انکشاف وکړي؛ نو باید لاندې ګامونه په دقت او دخپلو امکاناتو په صورت کې پلي کړو:
 
لومړی : د وسائلو تعویض، او پکې نوښت:
دهر عصر او وخت لپاره خپل وسائل او ابزار وي چې دهماغه عصر غوښتنې او پوښتنې ځوابولی شي، او داجتماعي او ټولنیز انکشاف سره سم دغه وسائل هم په طبیعي توګه انکشاف او وده مومي، او باید انسان ترې په خپل ژوند کې مثبته او ګټوره استفاده وکړي.
دبیلګې په توګه درسول الله –صلی الله علیه وسلم- په عصر کې دژوند طبیعي وسائل کچرې، اوښان، خره، اسونه او داسې نور وو. په تعلیمي برخه کې به دقلمونو په ځای له درمو کڼکو، دکاغذ پرځای به دخرما پوستکي، دحیواناتو له څرمنې او نورو څخه استفاده کیدله. دجګړې عمده وسائل توره، زغره، غشي او نیزې وي. خو د وخت په تېرېدو سره دا ټول وسائل دځینو د اصالت دخوندیتوب سره سره اوس ډېر تعویض شوي.
دمثال په توګه دتورو، زغرو او غشو ځای الوتکو، شوبلو، او بیلا بیلو کیمیاوي وسلو نیولی. دپوستکو او څرمنو ځای ښکلو او رنګینو کاغذونو، او ددرمو او کڼکو ځای قلمونو او کمپیوټر نیولی. او داسې نور.
نو اوس که یو څوک د الله تعالی ددې ښکلو نعمتونو ؛ لکه : رنګا رنګ کاغذ، کمپیوټر، قلم، الوتکه، ټانګ، او … پرځای هماغه زاړه او کلاسیک وسائل دخپلې کامیابي لپاره کاروي، نو بې له شکه دالهي نصرت او مرستې تمه يې داسې ده لکه په یو حدیث کې چې وایي 🙁 الْكَيِّسُ مَنْ دَانَ نَفْسَهُ وَعَمِلَ لِمَا بَعْدَ الْمَوْتِ ، وَالْعَاجِزُ مَنْ أَتْبَعَ نَفْسَهُ هَوَاهَا وَتَمَنَّى عَلَى اللَّهِ ) دلته زما داستشهاد او استدلال مورد (مَنْ أَتْبَعَ نَفْسَهُ هَوَاهَا) دی، ځکه چې دغه ډول خلک دالهي تکویني نظام په مقابل کې یو جاهلانه او غیر مسؤلانه بغاوت کوي، او بیا هم دکامیابۍ تمه لري، البته ضرورت، اړتیا او مجبوریت بیل مفهوم لری.
نو که غواړو زمونږ تعلیمي ادارې او په ځانګړې توګه دیني مدرسې په ادارې اړخ کې مطلوبې ودې او انکشاف لوري ونیسي، باید خپل وسائل وخت پر وخت تعویض او دنړی دچټکو بدلونونو ګټې دځان په نفع وکاروي. که موږ درسول الله –صلی الله علیه وسلم- شمائلو ته پاملرنه وکړو، پکې ددې استعمال جوت جواز شته، چې عملي بڼه ورته درسول الله –صلی الله علیه وسلم- دوحي کاتب معاویه – رضی الله عنه- ورکړې، او زموږ دپاره ښه نمونه ده.
 
دوهم : دتشکیل پراختیا داړتیا په تناسب:
دا یقیني خبره ده چې هره تعلیمي اداره په پیل کې یوه فکره وي چې دمؤسس په فکر کې رازرغونېږي، بیا دهڅو او کوششونو دتداوم په صورت کې دفکرې دغه ابتکار په عمل بدلیږي، او بیا په کراره کراره انکشاف کوي، دانکشاف دغه تسلسل باید دادارې دظرفیت په تناسب په پام کې ونیول شي.
دمثال په توګه که چېرې یوه تعلیمي اداره دپیل په مرحله کې وي ممکن د یوه یا دوه او دریو افرادو په توسط مخکې ولاړه شي، ځکه چې د ادارې غوښتنې کمې وي، او دوه درې تنه کارکونکي رسیدګي ورته کولی شي، خو څومره چې یوه اداره په بیلا بیلو اړخونو کې انکشاف او وده کوي، په هماغه تناسب باید اداري پرسونل او کارکونکي ورته زیات کړل شي، او که چیرې د ادارې مؤسس او مشر دې نکتې ته اهمیت ورنکړي، او دصرفه جويي په حرص دخپلې ادارې ددې  اړخ دودي او انکشاف څخه غافله پاتې شي نو بیا اداره ناکامیږي، بیا داسې مثال لري لکه یو تن ته چې د (۵ – ۶) نفرو پنډ او بار ورپشا کړل شي، چې طبعا هغه ستومانه کیږي، او په نیمه لاره کې پاتي کېږي. نو د یوې اداري دفزیکي بخش دودې او انکشاف بل اساس دتشکیل او پرسونل پراختیا ده.
 
دریم : ددندو ویشل:
داداري انکشاف او ودې بل مهم اساس داداري پرسونل ترمنځ د رتبو په اساس د واکونو او دندو ویشل دي، که څوک غواړي چې دیوې تعلیمي ادارې څخه مطلوب ثمرات او ګټورې پایلې ترلاسه کړي نو باید په ټوله کې د ادارې مربوط کارونه او واکونه دافرادو ترمنځ ووېشي؛ ځکه دا طبیعي خبره ده چې دیو لاس څخه ټک نه خېژې تر څو چې بل ورسره ملګری نه شي، او دا نظریه مونږ د رسول الله –صلی الله علیه وسلم- دسیرت او عملي تعامل څخه اخلوو هغه مهال چې لا داسلامي دولت اداره په ډېر طبیعي او ابتدائي مرحله کې وه، او داسلامي دولت دکار ساحه ډېره محدوده وه چې عمده برخه پکې مالیات، دعوت او تعلیم، قضا او جګړې وې، خو دغو برخو ته په کتو مونږ وینو چې رسول الله –صلی الله علیه وسلم- دغه برخې په بیلا بیلو اصحاب کرامو -رضوان الله علیهم – ویشلې وې، څوک يې دمعلمینو په توګه ټاکلي وو، څوک يې دقاضیانو او محتسبینو په توګه ټاکلي وو، او څوک يې دمالیاتو دراجمع کولو لپاره استخدام کړي وو.
همدا راز که کله به دجګړې میدان ته تللو هلته یې هم، همدغه تعامل وو، دنبوي لښکر میمنه، میسره او مقدمة الجیش به معلوم وو، او مکلفیتونه به یی هم مشخص وو. ښه مثال يې داحد په جګړه کې دجګړې دښه مدیریت په موخه ددندو ویش وو، چې یوه ډله يې دځان سره دجګړې ډګر ته ښکته کړه او بلې ډلې ته يې امر وکړ چې تاسو به داحد پر دغه کنډو دجګړې دمیدان دحفاظت او مراقبت چارې ترسره کوی. نو ددندو او واکونو ویشنه او تقسیم په اداري بخش کې د ودې او په ټوله کې دیوې تعلیمي ادارې د ودې او انکشاف لامل کیږي، او کارونه به داسې ښه پرمخ ځي چې هیڅوک به پکې دستړیا او ستومانه کېدو احساس نه کوي.
 
څلورم : دلوائحو اومقرراتو احترام او رعایت:
کله چې په یوه اداره کې دندې او کارونه سره تقسمیږي، طبعا به دمشخصو لوائحو او ضوابطو په رڼا کې تقسمیږي، چې دغه لوائح او مقررات به دهر چا دنده، واک او اختیار، او مقام تعینوي؛ مثلا یو مهتمم، بل مدیر یا ناظم الامور، بل سر مدرس، بل خادم او داسې نور. او بیا پکې دمهتمم خپل مقام او واکونه دي، دمدیر خپل واکونه معلوم وي، دناظم خپل واکونه معلوم وي، نو د یو بل په اختیاراتو کې به بیا تشبث او مداخله نه کیږي، ځکه چې دا کار بي نظمي رامنځ ته کوي.
غواړو دلوائحو دغه اساس دلته دیوې پوهنتوني ادارې په بڼه یو څه تشریح کړو، بیا پرې تاسو نورې ادارې قیاس کړی. یو پوهنتون په بیلا بیلو پوهنځیو مشتمل وي، بیا هر پوهنځی تدریسي مدیریت، او بیلا بیل ډیپارټمنټونه لري، چې دهر ډیپارټمنټ په رآس کې د ډیپارټمنټ آمر او تدریسي اعضا یا استاذان قرارلري، دډیپارټمټ آمر دډيپارټمنټ اړوند دټولو چارو او درسي پروسې مسؤل ګڼل کیږي چې په کې داستاذانو مراقبت او څارنه هم شامله ده، او دهرسمستر په پاي کې باید دپوهنځي رئيس ته دټول ډیپارټمنټ راپور ورکړي. تدریسي مدیر د درسي وسائلو او اړینو توکو لپاره رئیس په جریان کې اچوي، د هر سمستر لپاره درسي تقسیم اوقات تنظیموي، او داستاذانو او شاګردانو سره په دوامداره توګه اړیکه کې اوسي، او دخپلې دندې سره سم دپوهنځي اړوند مسائلو کې دمربوطه ډیپارټمنټ آمر، او یا به هم دپوهنځي رئیس ته خبر ورکوي.
دپوهنځي رئیس بیا دډیپارټمنټونو دآمرانو او په ټوله کې دپوهنځي دچارو که هغه اداري وي، او که علمي، څاري یي، او د نيمګړتيا موندلو پرمهال هماغه مشخص فرد تنبیه کوي، او په مجموع کې بیا دپوهنځي دعلمي چارو راپور دپوهنتون علمي معاون، د اداري او مالي چارو اړوند راپور دپوهنتون اداري او مالي معاون، او دمحصلینو اړوند راپور دمحصلانو معاون ته وړاندې کوي.
دپوهنتون علمي معاون بیا دپوهنتون دعلمي او اکاډیمکې پروسې، لکه نصاب، داستاذانو استخدام تقرر او ترفیع او دیته ورته نورې علمي چارې پرمخ وړي او ددې لپاره فعالیت کوي. اداري معاون بیا دپوهنتون دټولو مالي اداري ضرورتونو دپوره کولو لپاره هڅه او کوشش کوي، دمحصلانو معاون بیا دشاګردانو اړوند مسائل څاري او ورسره په تماس کې وي، او په ټوله کې بیا دغه ټول معاونین خپل راپور دپوهنتون رئیس ته ورکوي، او هر یو ترې دخپلو دندو په چوکاټ کې لارښوونې او هدایات اخلي. او دپوهنتون رئیس بیا دغو ټولو مسائلو او قضایاوو ته په خپل وخت او زمان رسیدګي کوي، خو په ټوله کې دپوهنتون دریس کار بیا دا وي چې دپوهنتون دانکشاف او ودې لپاره همیشه فکر وکړي، ابتکارات او نوښتونه رامنځ ته کړي، دانکشاف او ودې لپاره پلان او طرحه ولري، او بیا یې دتنفیذ او عملي کولو لپار اړوند مراجع په کار واچوي، او دی یې جدي مراقبت او څارنه وکړي. په پوهنتوني چوکاټ کې دغه صلاحیتونه و واکونه په بشپړ ډول جوت او مشخص دي، دهرچا واکونه او دندې پکې تشخیص شویدي، او مدرسه او هره تعلیمي اداره کولی شي، دخپلو امکاناتو او ظرفیتونو په رڼا کې استفاده ځیني وکړي.
نو دلوائحو او مقرراتو دغه احترام او ورته التزام په حقیقت کې داسلامی شریعت د (نظام) معنی او مفهوم دی چې باید دادارې هرفرد په منظم ډول دیو نظام او چوکاټ په بڼه کې خپله دنده او مسؤلیت مخ ته یوسي او که چېرې بې شمېره اداري پرسونل لرو، او پکې دلوائحو او ضوابطو احترام وجود ونه لري، نو بیا بي ادبي معاف دحیواناتو غوجل وي پچې به ډیرې کوي ولې اور به یې انګار او سکاره نه لري. اسلام يوښکلی نظام دی، لکه څرنګه یې چې په لمانځه کې د امام او مقتدي دندې معلومې کړي، همدا راز يې په ټولو ټولنیزو چارو کې دهرچا مقام او وظیفه تعین کړي.
 
پنځم: پلان او طرحه :
دیوې ادارې د ودې او انکشاف بل اساس پلان او طرحه لرل دي، او دا ډېره مهمه مسئله ده، چې موږ دخپلې هرې ادارې او په تېره بيا تعليمي ادارې او مدرسې لپاره په هر اړخ کې یو مشخص پلان او طرحه ولرو، په تعمیراتي اړخ کې طرحه، دنصاب په برخه کې پلان او طرحه، دتدریسي پروسې دمراقبت لپاره پلان او طرحه، داستاذانو لپاره پلان او طرحه، دشاګردانو لپاره پلان او طرحه، او بیا د ټولو دتطبیق او عملي کولو لپاره پلان او طرحه. کله چې مونږ دهرڅه لپاره پلان او طرحه ولرو بیا نو طرحه داسې مثال لري لکه د پاخه څړک لويه لار، چې سیده به پرې ور روان یې او که مخه کې درته کوم چوکونه راځي نو دمخه ورته امادګي نیول شوې وي.
بل داچې پلان یوې ادارې ته قیمت او ارزښت ورکوي، معیارونه يې لوړوي.
دهرې ادارې لپاره پلان ډېر ارزښت لري، خو دتعلیمي ادارې لپاره بیا پلان بیخي دروح حیثیت لري، غواړو دلته دیو مثال په بڼه دپلان ارزښت او اهمیت یو څه نور هم روښانه کړم، هغه داچې :
دهغې ادارې چې پلان او طرحه لري حیثیت داسې دی لکه دیو شهرک ځمکه، او کومه اداره چې پلان نه لري، یا بي پلانه کارونه داسې مثال لري لکه د ښارګوټي ترڅنګ ځمکه. چې د ښارګوټي ترڅنګ واقع وي خو برخه يې نه وي، نو اوس تاسو وګورئ ! چې په دغه ښارګوټي کې شامل مثلا یو نمره ځمکه دقیمت او ارزښت له پلوه که په (۵۰۰۰۰۰) افغانۍ قیمت لري، نو دښارګوټي څخه بهر ځمکه بیا (۱۰۰۰۰) قیمت لري، په قیمت او ارزښت کې دغه تفاوت په حقیقت کې پلان او طرحې رامنځ ته کړی، ځکه چې دښارګوټي ځمکه دیوې نقشې له مخې ډیزاین شوې وي، او له ښارګوټي بهر ځمکه بې نقشي وي نو پلان دغه ډول یوې ادارې ته ارزښت او قیمت ورکوي.
نو که چېرې غواړو خپلو تعلیمي ادارو او یا مدرسو ته هر اړخیزه انکشاف او وده ورکړو؛ نو باید دخپلو ادارو لپاره لنډ مهاله او همدا راز اوږد مهاله پلان ولرو.
او دا پلانونه هغه وخت تنظیمولی او ترتیبولی شو چې مونږ خپلې ټولنې ته په اخلاص او صادقانه توګه دخپلو ادارو تشکیل ته دا ډول خلک راجلب کړو چې هغه واقعا دراتلونکې لپاره دپلان، نوښت او ابتکار راوړلو ظرفیت او استعداد لري. او په رښتونې ډول په خپلو اداراتو کې د لوړپوړي ادارې نه تر ښکته تشکیل پورې داسې یو ټیم تشکیل کړو چې هغه ددغسې طرحو او پلان جوړونې وړتیا ولري.
او دا کار متاسفانه په مسلمانانو کې عموما او په افغانانو کې خصوصا وجود نه لري، او زمونږ دبدبختیو عامل همدغه دی چې مونږ په خپلو اداراتو کې نوښتګر او پلان جوړونکي خلک نه ددولت په کچه لرو، او نه يي دکوچنیو ادارو په کچه لرو. همېشه مو دخپلو شخصي ګټو او منافعو په خاطر اجتماعي ګټې قربان کړې دي، یا ضد کوو، یا حسد کوو، یا تعصب لرو، او يا را باندې تملق او چاپلوسي غالبیږي.
او دا دټولو مسلمانانو عمومي او ګډ غم دي، بس زمونږ دټولو ادارو او پکې داستخدام شویو افرادو تصور، او پلان دابو نواس ددې شعر عملي مصداق وي چې ویلې يې دي:
وقلت الوعد سيدتي فقالت … كلام الليل يمحوه النهار
زمونږ حالت اوس کټ مټ همدغه شان ته ورته دی، دشپې طرحې مو سهار، او دسهار هغه مو بیا ماښام په خپلو لاسو له منځ وړي وي. خو متاسفانه زمونږ دښمنان او په ټوله کې غرب او اروپايي ټولنې، هم دخپلو ادارو دانکشاف او ودې لپاره پلانونه لري، او هم دمسلمانانو دوهلو او ځپلو لپاره پلانونه او طرحې لري، او عجیبه یې داده چې بیا خپلې طرحې په ډېر دقت او خپل وخت عملي کوي.
دلته د دوی د پلان د يو مثال ضمنا يادونه کوو هغه دا چې کله امریکایانو دلوی اختر په سهار دعراق معزول ولسمشر صدام حسین دخپلو ګوډاګیانو په لاسونو اعدام کړ، دا داسې مهال وو چې تقریبا (۱۴ یا ۱۵) کلونه په عراق باندې دامریکایانو دیوې بلې جګړی وتلي وو، یعنې هغه مهال چې په (۱۹۹۰) میلادي کال کې کله چې عراق په کویت حمله وکړه، او بیا دسعودي او کویتیانو په غوښتنه امریکا خلیج ته دعراق د ځپلو په موخه را داخله شوه، نو په هماغه کال امریکایان توانېدلي وو چې صدام ووژني خو ويي نه وژلو، خو کله یې چې په دوهم ځل دعراق داشغال وروسته دخپلو ګوډا ګیانو په لاسونو وواژه، په اړه يې یو ژورنالیست دکنډولیزا رایس  څخه چې هغه مهال د خارجه وزارت مرستياله وه وپوښتل چې تاسو خو په (۱۹۹۰) کلونو کې دصدام مرګ ته رسېدلي وي، نو هغه مهال مو ولې ونه واژه؟ نوموړې په ځواب کې ورته داوويل چې : (هغه مهال دصدام وژل زمونږ دپلان او ستراتیژې برخه نه وه). معنی يې دا وه چې په سیمه او منطقه کې مونږ لا نور هم دصدام ژوند ته اړتیا درلوده څو دنوموړي دشتون له امله په منطقه کې زمونږ ریښې نورې هم پسې کلکې او پایداره شي. او دخلیج دغه سرشاره او طبیعي زیرمي په بشپړه توګه زمونږ تر ولکې لاندې راشي.
داهسې یوه بیلګه وه؛ نو اوس خپله ددوي دپلانونو سره زمونږ دمسلمانو دولتونو او ټولنو پلانونه مقایسه کړی، بیا خپله پوهیږی چې مونږ څونې دخپلو اسلافو او پخوانیو لاره غلطه کړې  ده، هغه را څخه اروپایانو او په ټوله کې زمونږ دښمنانو نیولې او مونږ چې په کومه لار روان یو دا سیده ترکستان ته تللې ده.