کور / سياسي / د سولې عالي شورا سره بايد حساب وشي

د سولې عالي شورا سره بايد حساب وشي

په تازه کې راپورونه وايي د سولې عالي شورا د رهبرۍ د نشتوالي له املهنړيوالو مرسته کوونکو له دغې شورا سره خپلې مالي مرستې ځنډولې دي. پهدغه بنسټ کې د مشرتوب د نه شتون له امله امریکا او برېتانیا چې د سولې دعالي شورا ستر مالي ملاتړي دي، خپلې مالي مرستې له دغه بنسټ سرهځنډولي دي.د سولې عالي شورا یو چارواکی اسماعیل قاسمیار وايي، دمرستو پرې کېدو د دوی کارونه له ځنډ سره مخ کړي دي. همداشان د ولسمشر مرستيال وياند ظفر هاشمي وايي چې حکومت غواړي لومړی د سولې په شورا کې اصلاحات رامنځته کړي او وروسته ورته مشر وټاکي.Khoshal asefi خوشحال آصفي

له ننه شپږ کاله وړاندې په (۱۳۸۹) کال پخواني ولسمشر حامد کرزي لهطالبانو سره د سولې د خبرو اترو د پرمخ بیولو لپاره د سولي عالي شورا جوړهکړه، خو که هغه امتيازاتو او سهولتونو ته وګورو چې دوی ته ورکول کيږي او بیا له پيله تر ننه يي د شوي کار او فعاليت سره پرتله کړو نو په ډاګه کيږي چېدوی هېڅ لاسته راوړنه نه لري او يوازې یې د خپلو امتیازاتو لپاره هڅې کړېدي. دوی له پيله تر ننه فقط معاشونه او امتیازات اخستي او د خلکو له پارهښه زیری نه لري. دوی ټولو یوازې پیسې او وخت مصرف کړی. دغه شورا یوهنمایشي او تشریفاتي جرګه ده چې له لګښتونو پرته یې بله ثمره نه ده لرلې. اصلاً که په حقيقت سترګې پټې نه شي  تېر ولسمشر حامد کرزي د یو شمېرمخورو او بانفوذه افرادو د خوشحالولو لپاره دغه شورا جوړه کړې ده.

همداشان په داسې حال کې چې د سولې عالي شورا د دندو په داخلي لايحهكې ذكر شوي ؛ د دې شورا غړيتوب معنوي امتياز دى او د معاش په نوم كومڅه نه لري. خو د دې شورا غړي پر نورو ډېرو امتیازاتو سربېره د دسترخواناو ټرانسپورټ په نوم له ۵۰۰ تر ۳۰۰۰ امريكايي ډالرو پورې اخلي. پرمعاشونو سربېره د سولې د عالي شورا اداري پلاوی له هغو موټرو ګټه پورتهكوي چې د همدې شورا په مالي لګښت د لكونو امريكايي ډالرو په بيه رانيولشوي او اوس د دوى په خدمت كې دي.  د ساتونكو لګښت يې هم د شورا لهجيبه دى او هر ساتونكي ته لوړې تنخواګانې وركول كيږي.

د موندنو پر اساس د سولې عالي شورا په غړو كې ځینې داسې كسان همشته چې د لكونو ډالرو په ارزښت موټر يې په خدمت كې دي او پر بېلابېلوامتیازاتو سربېره میاشتنۍ تنخوا یې هم له درې زره امریکايي ډالرو اوړي. 

د سولې عالي شورا په تير شپږ کلن دوران کې هيڅ کومه د پام وړ لاسته راوړنه نه ده درلودلې. دوی په شپږو کلونو کې په دې نه دي توانيدلي چې له وسله والو مخالفينو سره؛ پرته له دريمګړي کينې او دوه پر دوه ورسره خپلې غوښتنې مطرح کړي او د هغوی نظر واخلي چې وروره تاسې څه غواړۍ؟
تاسې ولې له افغان ملي ځواکونو سره له کلونو راهيسې جنګيږۍ چې تر منځ مو په سلګونو بيګناه افغانان شهيدان کيږي؟
تاسې ولې د خپل مسلمان ورور چې د افغان ملي اردو، ملي پوليسو او ملي امنيت په ليکو کې د هيواد او ولس د ساتنې په موخه شپې او ورځې سبا کوي؛ قتل روا بولۍ؟
ستاسې مشکل څه دی؟ راځئ چې سره کينو او مخامخ خبرې وکړو او یو وبل ته قناعت ورکړو. وينه په وينه نه مينځل کيږي. د خدای لپاره راځئ نوره د ټوپک پر ځای قلم راپورته کړئ او د خپلو نورو مسلمانانو افغانانو ورونو سره چې د دولت په چوکاټ کې د هيوادوالو خدمت کوي؛ اوږه پر اوږه د خپل ولس خادمان شو.

د تش په نوم د سولې عالي شورا د تيرې شپږ کلنې دورې ته په کتو، د دوی امتيازاتو ته په کتو او بيا د عمل په ډګر کې د دوی شپږ کلنو کړنو ته په کتو؛ نه يوازې دا چې نوموړې شورا بايد منحل شي؛ بلکه د يادې شورا له غړو او تشکيل سره حساب کتاب هم وشي. ځکه هغه امتيازات،  په ميليونونو ډالر او تير شپږ کاله وخت چې دوی ضايع کړی؛ که چيري په همدغو پیسو د هيواد وسله وال ځواک پياوړی شوی وای نو نن به په هيواد کې روان سياسي بحران شتون نه درلود، نن به مو هيواد کې روانو کړکيچنو امنيتي حالاتو شتون نه درلود او نن به مو په هيواد کې سوله؛ د پاکستان ته په زاريو او له وسله والو مخالفينو ته د عذر په ځای؛ د امنيتي ځواک پر مټ او پياوړتيا رامنځته کړې وه.

 

لیکنه : خوشحال آصفي