کور / تازه خبرونه / په کندهار کي د ټاپي په اړه پراخه غونډه جوړه سوه

په کندهار کي د ټاپي په اړه پراخه غونډه جوړه سوه

نن په کندهار کي د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت له خوا د ټاپي پروژې په اړه پراخه غونډه جوړه سوه.

په غونډه کي د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبايلو چارو معين محمد يعقوب احمدزي، مرستيال والي عبدالعلي شمسي، د دغه وزارت ځينو نورو استازو او د کندهار ګڼ شمېر اوسېدونکو ګډون کړی وو.Kandahar

په غونډه کي د کندهار د ولسونو له خوا د ټاپي پروژې پراخ ملاتړ وسو او دا يې د هيواد په کچه مهمه او حياتي پروژه وبلله. د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي ټاپي نه يوازي د امنيت لپاره مهمه پروژه وبلله بلکي په اقتصادي لحاظ يې يوه حياتي او ارزښتناکه پروژه وبلله. نوموړي له دغه وزارت څخه مننه وکړه چي د کندهار له ولسونو سره يې اړيکي جوړي کړي او کندهار ته يې مهم سفرونه کړي دي.

د ولايت مقام مرستيال وويل چي د ټاپي له تطبيق سره به د سيمي د هيوادونو فشارونه له منځه ولاړ سي او د دغه څلورو هيوادونو تر منځ به چي ټاپي نلليکه ورسره تړاو لري، اقتصادي اړيکي پياوړي سي. هغه زياته کړه چي د دې پروژې له پلي کېدو سره به د رېل پټلۍ او د فايبر نوري لاين هم وغځول سي.

مرستيال والي وايي چي دا پروژه نه يوازي د هغو ولايتونو او ولسواليو لپاره چي د ګازو نلليکه پکي تيريږي، ارزښتناکه ده، بلکي د ټول هيواد پر اقتصاد او سياست اغېز لري. ښاغلي شمسي وويل چي د دې پروژې په تطبيق کي بايد له مېشتو قومونو او ولسونو سره مشورې وسي او په ګډه تصاميم ونيول سي.

د جرګو او قبايلو چارو معین محمد يعقوب احمدزي وويل چي د ټاپي د سروې کار د ۲۰۱۴ په مارچ مياشت کي پيل او په ۲۰۱۷ کال کي به سروې بشپړه سي او په ۲۰۱۹ کال کي به عملاً ګاز انتقال سي. نوموړي زياته کړه د دې نلليکي ټول لګښت چي ۱۸۰۰ کيلومتره اوږدوالی لري، ۱۰ ميليارډه ډالر اټکل سوی دی.

احمدزی وايي دا نلليکه له کندهار، فراه، هرات او نيمروز ولايتونو څخه تيريږي چي د افغانستان پر سياسي، اقتصادي او امنيتي وضعي به لوی اغېز وښندي. هغه وايي چي دغه نلليکه د ۳۳ ميليارډه متره مکعب ګازو د انتقال ظرفيت لري او له دې سره به زرګونه افغانانو ته د کار زمينه برابره سي او له دې سره به له کاله يوازي د ټرانزيټ ۵۰۰ ميليونه ډالر د دولت خزانې ته راځي.

نوموړي د کندهار پر ولسونو ږغ وکړ چي د دې پروژې ملاتړ وکړي او په تطبيق کي يې ورسره همکاري وکړي. د غونډي په پای کي د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت له خوا کندهار والي، مرستيال والي او امنيتي مسوولينو ته ستاينليکونه ورکول سول.