کور / تازه خبرونه / په لندن کي د بس د اور اخیستني فلمي صحنې ښاریان وبېرول

په لندن کي د بس د اور اخیستني فلمي صحنې ښاریان وبېرول

نن په لندن کي یو بس د Lambeth پر پُل د تېرېدو پر مهال د پلان له مخي اور واخیستئ. په دې اړه د یوه رسمي لیک په ذریعه د دغه سیمي اوسېدونکي خبر سوي ول، خو یو شمېر ناخبره کسان او خصوصاً ګرځندویان چي په دغه شاوخوا کي وه سخت وډارېدل. نوموړو فکر کاوه چي ترورستي حمله ده.

ياده صحنه د جېک چن د The Foreigner په راتلونکي فلم پوري اړه لري.

د يادوني وړ ده چي د ۲۰۰۵ زېږدیز کال د جولای پر اوومه د ترورستي حملې له امله ۵۶ تنو خپل ژوند دلاسه ورکئ. 

BBpcQ8f

د انځور منبع SkyNews

لیک: مختار احمد احسان