کور / تازه خبرونه / فوټبال: په کندهار کي د ملي يووالي په نوم د فوټبال ملي ټورنمنټ دوام لري

فوټبال: په کندهار کي د ملي يووالي په نوم د فوټبال ملي ټورنمنټ دوام لري

په کندهار کي د ملي يووالي په نوم د فوټبال ملي ټورنمنټ لوبي، چي اووه ورځي مخکي پيل سوي، ټاکل سوې چي تر راتلونکو اوو ورځو پوري دوام وکړي.
په دغه ټورنمنټ کي د کندهار د دوو منتخبو فوټبال لوبډلو تر څنګ د کابل، هرات، کندز، تخار، جوزجان او بغلان ولايتونو لوبډلي لوبي کوي. د دغو لوبو د نندارې له پاره هره ورځ شاوخوا څلور پنځه زره کسان د کندهار احمدشاهي لوبغالي ته ورځي. د دغه ټورنمنټ لوبي معمولاً د ماپښين پر درې بجې تر سره کېږي.image
د دغه ملي ټورنمنټ په جوړولو کي د کندهار له فوټبال فدراسيون سره د کندهار اړوند دولتي چارواکو او ملي سوداګرو د پام وړ مرسته کړې ده.
د فوټبال فدراسيون مسؤلين د کندهار والي، د والي مرستيال، کندهار ښاروال، د عامي روغتيا رياست او ټرانسپورټ رياست له مسؤلينو څخه مننه کوي چي په دغه ټورنمنټ کي ئې له دولتي اړخه د سهولتونو په برابرولو کي مرسته کړې ده.
دغه راز دوی وايي، د ملي سوداګر حاجي حکمت الله ښادمن په شمول د کندهار ملي سوداګرو هم د ټورنمنټ د جوړوونکو په لاسنيوي او د کندهار د مېله مه پالني د دود په پاللو کي مرسته کړې ده.
د کندهار فوټبال فدراسيون د نشراتو مسؤل وايي: ((ښاغلي ښادمن د ټورنمنټ د ۶۰ مېلمنو له پاره د هوائي ټرانسپورټ مرسته کړې، هره ورځ يوه يوه مېلمنه لوبډله مېلمه کوي، لوبغاړو ته ئې تحفې ورکوي، د کندهار په اړه معلومات ورکوي، د مېلمنو له پاره ئې ۱۲۰ توسان برابر کړي، هره ورځ مېلمنو ته مېوه او جوسان برابروي، ناروغ مېلمانه ډاکټر ته بيايي او حتی د حمام پیسې ئې ورکوي. همدا راز هره ورځ مېلمنو ته وايي که د هوټل ډوډۍ سمه نه وي، دی آماده دی چي شخصي ډوډۍ ورکړي او يا تغيير په کښې راولي.))
سرچينه دغه راز د نورو بااحساسه سوداګرو د مرستو يادونه او قدرداني هم کوي: ((بارک شرکت د ۴۵ تنو لوبغاړو د هوائي ټرانسپورټ مرسته کړې، حاجي اسدالله خان د کندهار منتخبو لوبډلو ته لباسونه برابر کړي او مېلمستيا ئې ورته کړې، اتحاد څښاک جوړښتون د څښلو د اوبو په برخه کي مرسته کړې ده، 
د فوټبال فدراسيون دغه راز د کندهار د منتخبو لوبډلو د روزونکو محمدنادر کريمي، قاسم جان اتل او حبيب جان له هغو ستړياوو هم مننه کوي چي د کندهاري لوبغاړو د ښې روزني په برخه کي ئې ګاللي دي او ګالي ئې. د فوټبال فدراسيون له رسنيو څخه په ټورنمنټ کي د رسنيز ګډون له امله مننه کړې، خو غوښتنه ئې ځني کړې چي د دغه ملي ټورنمنټ په مطبوعاتي پوښښ کي د توقع وړ پاملرنه وکړي.
   �T�u(��yf��