کور / تازه خبرونه / لوګر کې د څه کم اوه میلونه افغانیو په قیمت مرکزي پوسته خانه ګټې اخستنې ته وسپارل شوه

لوګر کې د څه کم اوه میلونه افغانیو په قیمت مرکزي پوسته خانه ګټې اخستنې ته وسپارل شوه

لوګر کې د څه کم اوه میلونه افغانیو په قیمت مرکزي پوسته خانه ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.
 په یادو مراسمو کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت وزیر عبدالرزاق واحدي، لوګروالي محمد حلیم فدایي، د مخابراتو او تکنالوژۍ وزارت د ای ټي مرستیال ایمل مرجان، د یاد وزارت د دفتر رئیس وزیري، د افغان ټیلکام رئیس ګل احمد راستمن، د اترا ادارې رئیس، په ولسې جرګه کې د لوګر د خلکو استازی اکبر ستانکزی، ولایتي شورا رئیس سید قریب الله سادات ، د لوګر د امنيه قوماندان مل پاسوال داود احمدي مخابراتو رئیس ناصري او د یوشمېر ادارو رئیسانو ګډون کړی و.
د لوګروالي د خبري کنفرانس د لاري رسنیو ته وویل خوشاله یم چې نن ورځ هم د پرون ورځ په څير ولس ته ښه زیرې لرو ځکه پرون ورځ هم د کابل ـ لوګر دوهم سړک تړون لاسلیک شو او نن پوسته خانه افتتاح کېږي، والي زیاته کړه د حکومت اراده خلکو ته د خدماتو رسول دي، او ولس ته هم ملي ګټي مهمي دي چې مخابرات هم ملي ګټې دي، همدارنګه والي ولایت ته په راتګ سره لوګرولایت د مخابراتو وضعیت ته ایشاره وکړه چې د والي په راتګ سره لوګر ترپوښښ لاندې سیمې ۶۵٪ فیصده وې اوس ۸۵٪ ته رسیدلي دي چې د خروار او ازرې لپاره د سلام مخابراتي پایه فعالول یې هم یاد کړل
د معلوماتي تکنالوژۍ وزیر هم د خبري کنفرانس د لاري یو شمېر تعهدات وکړ،لکه د پوهنې ریاست اړوند د ۵ مکتبونه لپاره د ۲۰۰ کمپیوټرونو ورکولو سربیره د فایبر نوري دلارې په انټرنیټ سمبالول، ۱۲ د ټي ډې اف پایې نصبول، د پل علم ښار د ۲۰ کیلومتره ساحې لپاره د نوري فایبر۵۰۰۰ متره کیبل غزول، په پوسته خانه کې د ځوانانو لپاره انټرنیټ کلپ، کتابتون او دویډیو کنفرانس ضرورتونه برابرول او هم کابل- لوګر د دوهم سړک سره یوځای د نوري کیبل لاین غزول.
د مخابراتو ریاست اړونده د پوسته خانې لپاره یاد تعمېر په درې منزلونو کې په پاښه او اساسي ډول جوړ شو چې لس اداري اطاقونه اونور د ضرورت وړ مواد او اطاقونه هم لري، چې د (۶۸۰۵۰۳۰۸) شپږ میلونه اته نیم سوه زره درې سوه اتیا افغانیو په قیمت چې مالي لګښت یې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت له خوا ورکړل شوی او د اورال ساختماني شرکت له خوا ۲۳۰ متره ځمکه کې په اتو میاشتو کې جوړ شو.
د ولایتي شورا رئیس او په ولسې جرګه د لوګرد خلکو استازي لومړی د مخابراتو وزیر راتګ لوګر ته هرکلی وویل او په یاده پوسته خانه یې خوښي وښوده او د ولایت والي او د مخابراتو وزیر څخه یې مننه وکړه.
همدرانګه د مخابراتو وزیر او د لوګر والي او ورسره هیئت د خبري کنفرانس څخه وروسته پوسته خانه پرانسته او بیا یې د مخابراتو ریاست او د حضرت عمر فاروق د لیسې څخه لیدنه وکړه چې یادې لیسې سره د مخابراتو وزارت له خوا د کمپیوټرونو او انټرنیټ مرسته شوې.
په پای کې د مخابراتو وزیر، مرستیال او ورسره میلمانه د لوګر ولایت مقام له خوا په ډالۍ ونازول شو

صدیق الله پوپل.