کور / هراړخیز / د کندهار د ۱۹۷۹ ښاري قیام (اوله برخه)

د کندهار د ۱۹۷۹ ښاري قیام (اوله برخه)

ژمي وو. هوا څه سړه وه. د سهار د اتو یا نهو بجو شاوخوا وه. په صنف کي یو نوع دروند او محسوس سکوت حاکم وو. زموږ د چهار نیم ماه اولامتحان وو. د ۱۹۷۹ د ډسمبر د میاشتي اخري ورځ وه. زه ګومان کوم چي د دوشنبې ورځ وه چي یو وار ناببره د احمد شاه بابا د لیسې د دولسم الف ساینس دروازه په خورا درزهار وټکېده. د دې تر مخه چي استاد قوي خان دروازه ورخلاصه کړي، او یا و کلاس ته د راننوتلو اجازه ورکړي، زموږ د لیسې سرمعلم دروازه په تلوار خلاصه کړه، او د قوي خان په غوږ کي ئې څه مرموز شیان وویل. Wahed faqiri واحد فقيري

د شهید قوي خان سور او سپین مخ یو دم تک سور واوښت. په باړخوګانوکي ئې د ویني لوی او واړه رګونه سره او بانجاڼي سول. غټي او جدي سترګي ئې د پنډو عینکو تر شا لا غټي سوې. سمدستي د با انظباطه قوي خان جدي څېره د یوه مهربانه مشر بڼه غوره کړه. او په استادي صلاحیتئې کلاس ته دا شان اعلان وکی: «لیونیانو! ټوله خپلي پارچې را کئ. اوځانونه چټک خپلو کورو ته ورسوئ. په ښار کي وضع خرابه ده. ژر سئ.»

د قوي خان دا ناڅانه او غیر عادي اعلان په کلاس کي حاکمه چوپتیا د څو لمحو لپاره لا درنه کړه. شاګردان د څه وخت لپاره شاک او ګنګس غوندي سول، خو سمدستي د شخصي منافعو فطري غریزه او د سبا غم موږ دېته اړ کړو چي په یوه سلا ووایو: «معلم صاحب! موږ تر اوسه پوري یو سوال هم ندی حل کړی. ټوله به ناکامه سو.» قوی خان، چي له کلکینه ئېو بهر ته کتل، تر پخوا په جدي لحن را ته وویل: «لیونیانو! یو هم نه ناکامه کېږئ. ټول کامیابه یاست. ژر مو کتابونه او بستې ټولي کئ، او چسپ خپلو کورو ته ولاړ سئ. په ښار کی قیام او ګډوډي راځي. اوضاع خرابه اوخطرناکه ده.»

خدای سته چي د قوي خان دې اعلان په زړه کي څه خوشحاله غوندي کړم.ځکه د فزیک په شان د یو سخت مضمون د چهار نیم ماه امتحان وو، او دمدام خط کش په لاس قوي خان په شان ئې یو لایق او سخت ګیر شخصمعلم وو. بلخوا، هله زما د مکتب او عمر یوه داسي دوره وه چي تر سبق ویلو مي سات تیری، د یارانو خوږ بانډار، او ساده سوچ وهل خوښ وو.پدې کلونو کي په صنف کي لایق شاګرد نه وم، بلکي په ډېره ټېله و ټمبه او د خدای په فضل به مي ځان د کلاس په اوسط کي ساتلی وو.

د خپلو شیانو د راټولو په ترڅ کي مي په زړه کي له ځانه سره په خندا وویل، «واوا واحده زویه! نقش دي وویشتل. مفت خلاص سوې. یو سخت امتحان خدای په خیر تېر کی. بس الله پاک مهربانه دی، باقي پاته به هم په خیر تېر سي!» 

نور په دوهمه برخه كي

واحد فقيري