کور / هراړخیز / د کندهار د ۱۹۷۹ ښاري قیام (دوهمه برخه)

د کندهار د ۱۹۷۹ ښاري قیام (دوهمه برخه)

کله چي له کلاسه راووتلو، په دهلیزونو کي د ګردو صنفونو هلکان راوتلي ول. ټول د زینو پر لور روان ول. چا له چا سره خبري کولې، چا خندل، چا و چا ته نارې وهلې، او څوک بیا غلي شان یوازي او چورتي رهي ول. خو بېرو بار زیات وو. د احمد شاه بابا د لیسې په دوهم منزل کي، له کلکینونوڅخه د لمر پیکه وړانګي و دهلیزونو ته راشوه سوي وې. د نور د وړانګو پههندسي شکلونو کي د پخوا غوندي دوړي ګرځېدې، او همدا وړانګي د روانو هلکونو پر سرونو او اوږو باندي لګېدلې، او کله نا کله به د بې احتیاطه او بې پروا متعلمینو تر پښو هم لاندي سوې.Wahed faqiri واحد فقيري

د مکتب له ودانۍ څخه د راوتلو سره سم، هلکان د پخوا په رقم هر څوک د خپلو کورو پر لور جوپه جوپه روان سول. او موږ هم مخ د شهیدانو د چوک پر لور کله پر ډامبر او کله پر درې ګزي باندی، چي په غټو شین رنګه ډبروباندي پوښل سوی وو، را رهي وو. 

دا وخت اسمان ځای ځای صاف سوی وو، او د کندهار د ژمي خوږ لمر هوا څه ګرمه کړې وه. دلته او هلته د لمر خورو سوو وړانګو د ښار مختلفي برخي روښانه کړي وې. د سړک د دواړو غاړو د ناجوګانو پاڼي مخکنيباران څه پاکي او زرغونې کړې وې. د جلالي په قلم د کور، ډوډۍ، کالي اودغه راز نور کمونسټي شعارونه پر دیوالونو باندي د باران په وجه څه لانده سوي ول. پر سړک باندي موټران او بسونه هیڅ نه ول، خو لارویان خال خال لیدل کېدل. هر څوک په بېړه روان وو. او هر څوک چورتي او اندېښمن ښکارېدی.

په عمومي توګه، په همدې ورځ د کندهار د ښار په فضا کي یو محسوس پرتم پروت وو. په اسمان کي دلته او هلته توري وریځي په هیبتناکه توګهګرځېدې. بلاربو او تورو وریځو د یوه ستر او تباه کونکي سیاسي توپان پیغام له ځان سره پټ لاره. خو ما دا عظیم او اوږد ناورین حتی درکولای لا هم نه سوای. ځکه هله زه ځوان وم . تجربه مي کمه وه. او عقل مي د دې توان نه لاره چي دا لویه تاریخي تراژدي دي درک کړای سي. مګر بیا هم د باطن په خاطر کي مي څه بد رنګه شیان تېرېدل. څه بد تصویرونه مي خامخا لیدل. خو حق دا دی چي په عمومي توګه د حالاتو په اړه ناپوه او ساده وم.

دا وخت د حفیظ الله امین له وژل کېدو څخه فقط څو ورځي تیري سوي وې. په بل عبارت، تازه خلقیان له قدرته پسي اخیستل سوي ول، او پرچمیان د روسانو په زور پر قدرت راغلي ول. په کابل کي، د شوروي عسکرو په ملاتړ خونړۍ کودتا هر څه بې انډوله او بې باوره کړي ول. هیڅکوک نه پوهېدل چي سبا به څه پېښېږي. هیچا په سبا باور نه لاره. په ولایت کي، د امین ډله په تشدد او خورا بد شکل له قدرته لیري سوه. د دغه ناڅاپه سیاسي قدرت د انتقال اثرات حتی زموږ په مکتب او صنف کي هم احساسېدل. 

فقط څو ورځي مخکي، د احمد شاه بابا د لیسې له دهلیزونو او دیوالونوڅخه د جبار امین عسکونه او د «عدالت، مصونیت، او قانونیت» درواغجنشعارونه لیري کړای سول. پر ځای ئې د منفور او شارلتان ببرک کارمل عسکونه او «شوروي کبیر و برادر بزرګ سوسیالیستي»، «کارګران و توده های زحمت کش جهان متحد شوید»، او دغه راز نور سطحي او ماشومانهکمونسټي شعارونه ځوړند سول. په مکتب کي، خلقي جناح خپله ماته منلې وه. خلقیان خپه، بړیس، او خپ خپ ګرځېدل. خو پرچميان خوشحاله او په غوره کي ول.

البته، د سیاسي قدرت همدې اني او څه له توهینه ډک انتقال په ما کي د سیاسي شعور یو و نیم بڅرکي یو ځل بیا رابل کړل. د واقعاتو په سرعت بدلون څه چورتي کړی وم. ځکه ما ولیدل چی په کابل کي د قدرت انتقال د کندهار په یوه لیسه کي څه عواقب لري. 

خیر په هر صورت، موږ پنځه شپږ تنه همصنفیان تر شهیدانو تر چوک پوريپرته له کمي حادثې څخه ورسېدو. خو کله چي عادتا د افغانستان بانک دابي رنګه او ډبرین تعمیر و مخ ته څه تم سوو، په اسمان کي د میګ جنګي طیارې راښکاره سوې. پدې وخت کي، یوه میګ الوتکه د شهیدانو د چوک پر سر راغوټه سوه. تر څو چي موږ صحیح کوله، بېرته لکه لوټن کوتره د اسمان په لور جګه سوه، او ور پسې ئې دروند او ډارونکي ږغ زموږ زړونه له کوګله راویستل. د همدې صحنې د لیدو سره سم، موږ د وضع په وخامت باندي څه پوه سوو، او یا ئې وپوهولوو. د لنډي خدای په امانۍ څخهراوروسته، هر څوک د خپلو کورو پر طرف رهي سول.

خو نن ورځ د پخوا برعکس، د شهیدانو په چوک کي د خلګو ګڼه ګوڼه کمه وه. اکثره دوکانونه تړل سوي ول، او نورو باقي پاتي دوکاندارانو هم خپل دوکانونه ژر ژر او په تلوار تړل. هر څه غیر عادي ښکارېدل. زه او د لاري ملګري مي د سیمنا پر خوا رارهي سوو. بس په څو دقیقو کي خپلو کورو ته ورسیدو.

کور ته له رسېدو سره سم مي کالي الیش کړل. ګومان کوم چي و مور تهمي په بېړه د لاري قصه هم څه نا څه وکړه. ښايي حتما مي څه ډوډۍ هم په منډه خوړلې وي. خو ډېر ژر له کوره را ووتم، او یو پلا بیا مخ د شهیدانو د چوک پر لور رهي سوم. دا وخت ښايي د سهار لس یوولس بجې به وې. باران نم نم شروع سوی وو. وریځي ګڼي او توري سوي وي. د خلګو غالمغال زیات سوی وو. ټول دوکانونه تړل سوي ول. او د یو ستر ولسي پاڅون نښي نښانې هر ځای له ورایه ښکارېدې. 

کله چي د سینما کوڅې ته ورسېدم، د کوڅې له سره څخه – یعني له کلا فصیل څخه ـ یوه ډله قهرېدلي خلګ چي توري، سیلاوې، ډانګونه، چړې، او ډبري ئې په لاسونو کي وې، مخ د عمومي سړک پر لور را روان ول. یوه ډله کوچنیان، چي په نارو او خندا ئې بدرګه کول، په منډه او هیجان پسې رارهي ول.