کور / هراړخیز / د کندهار د ۱۹۷۹ ښاري قیام (دريمه برخه)

د کندهار د ۱۹۷۹ ښاري قیام (دريمه برخه)

کله چي د مظاهرچیانو همدا ډله د ډامبر سړک و غاړی ته را ورسېدله، په ډله کي یوه سړي، چي د سپین پاج لنګوټه ئې تړلې وه او غټه تکه سپینه سیلاوه ئې په لاس کوه، په قهرجنو سترګو ئې یو وار د شهیدانو د چوک پر خوا وکتل، بیا ئې نېغ و سینما ته وکتل، په خپله سیلاوه ئې سینما ته اشاره وکړه،‌ او په جګ او قهریدلي ږغ ئې ویل: «راځئ چي سینما وسوځو.» بس، همدا خبره کافي وه. خلګو د الله اکبر نارې کړې او د سینما په لور ئې ور وځغستل. په یوه ګړی کي خلګ و سینما ته ور پورته سول. د سینما په اول او دوهم منزل کي زیات خلګ راښکاره سول. نارې زیاتې سوې، او دسینما د مخ په میدان کي د خلګو ګڼه ګونه لا زیاته سوه. Wahed faqiri واحد فقيري

د سینما تر تخریب او سوځولو را وروسته، د شهیدانو د چوک پر خوا ور وران سوم. په چوک کي زیات خلګ راټول سوي ول. اعتراض کونکو د شوروي او کارمل پر ضد شعاورنه ورکول. د کمونزم ایدیالوژي ئې غندله. د پرچم – خلق پر ګوډاګیانو باندي ئې لعنتونه ویل. یوې ډلي خلګو سپین بېرغپورته کړ. مګر اکثرو خلګو د الله اکبر نارې وهلې. په اعتراض کونکو کي هیڅ ناظم او یا مشر نه لیدل کېدی. بس هر چا هر څه کول.  

دغه راز، د ښار د عیدګاه په سیمه کي، درې تنه روسي تخنیکي مشاورین چي د نوی کال د خریداریو په مقصد ښار ته راغلي ول، د عیدګاه د دروازې سره قهریدلو خلګو له موټر څخه راکښته کړل، او ځای پر ځای ئې ووژل. سربېره پر دې، د ښار په نورو برخو او محلو کي هم ورته شان حادثې پېښي سوي وې (جیراردیت). 

د دې ورځي د تلفاتو په ارتباط ما تر اوسه پوري کم ثیقه ارقام ندي میندلي،مګر مختلف نظرونه مي اورېدلي دي. ما خپله صرف یو کس د شهیدانو د چوک شمال طرف ته د پاتاو پر غاړه ناوخته مازدیګر مړ پروت ولید. پدې لیکنه کي مي د تلفاتو په باره کي یوازي پر خپلو مشاهداتو او د ښاغلي ایډوارډ جیراردیت پر کتاب باندي استناد کړی دی، ځکه هغه پدې وخت کي په کندهار کي را تېرېدی او د سترګو لیدلی حال ئې لیکلی دی.

د مظاهرچیانو په مقابل کي، د حکومت برخورد تر ډېره حده نرم ښکارېده. د قیام په لومړیو ساعتونو کي حکومتي ځواکونه کاملا پخپلو ځایونو کي منتظر ناست ول. خو د کندهار په اسمان کي د جت جنګي الوتکو پروازونه زیات ول، او عموما ئې د اعتراض کونکو د تیت و پرک او بېرولو په مقصد پوچ ټکان کول. په ځینو محلو کي، مظاهره چیانو د پولیسو پر سرماموریتونو باندي حملې کړي وې.

د پاڅون د ورځي مازیګر مهال ته حکومت په ښار کي پر اوضاع باندي څهمسلط سو. د ښار زیاتي محلې امني سوې. د ښار د هرو څو ناجوګانو څنک ته یو مسلح  مګر ډارېدلی عسکر په خړ او خیرن یونیفورم کي ولاړ وو. ټانکونه را وتلي ول. د ښار په سړکونو کي د پوځي موټرانو تګ راتګ ډېر وو. په چارسو، ښکاپر دروازه، نورزو شا برج، عید ګاه دروازه، ده خواجه، ښاري نو، او نورو مهمو ځایونو کي ګڼ شمېر پوځي موټران ولاړ ول. په ښار کي د اردو ګزمې ډیري سوي وې،‌او په لوډسپيکرونو کي ئې خلګ ارام او نظم ته تشویقول. له خلګو غوښتل کېدل چي پخپلو کورونو کي پاتي سي. «ستاسو انقلابي قوتونو اشرارو ته ماتي ورکړې ده. ښار امن دی.» په عمومي توګه، د کندهار ښار د لومړي ځل لپاره یوه بشپړه نظامي څېره غوره کړه.

د دې پاڅون په ترځ کي، د کندهار تحصیل کرده ښځي، د دارالمعلمین استاداني او شاګرداني، د انجونو د لیسو متعلمیني، په روغتونو او کلینکونو کي ښځینه ډاکټراني او نرساني، او په نورو ادارو کي ښځینه ماموریني او کارګراني له یو لړ مشکلاتو سره مخ سوې. هغوی زیاتره پخپلو مکتبونو، ادارو، او یا هم د خلګو په کورونو کي تر مازیګر پوري بندي پاتي وې. ځیني کندهاري مېرمني خپلو وړونو، پلرونو، او دوستانو کورونو ته بوتلې، او ځیني حکومت په خپلو موټرانو او ټانکونو کي مازیکر مهال و خپلو محلو او کورونو ته ورسولې. په پاڅون کي، پر ښځو باندي د حملې کومه خاصه حادثه نده درج سوې، خو اکثره د مکتب انجوني سختي ډارېدلي وې، او ځیني خو د ډېر وخت لپاره بیا له کوره نه راوتلې. له همدې واقعې را وروسته، د کندهار د ښاري ښځو لپاره ورو ورو د تحصیل، کار، او بهر راوتلو فرصتونه کمېدل، څو بالاخره د مجاهدینو او طالبانو په دوران کي ئې ټولو حقه حقوق پایمال سول.  

د ماښام مهال وو چي د متجاوز سور لښکر لومړی موټر د کندهار ښار ته را ورسېد، او تر نیمي شپې پوري د اشغالګرو روسانو د موټرانو د کاروان د راتګ دروند او دوامداره ږغ ټولو ښاریانو اورېده. همدا توره او ډارونکې شپه د زیاترو کندهاریانو په یاد ده. یقینا د سره لښکر د ټانکونو غرهار د کندهار د ښاریانو نشنلیزم خوږاوه. په هغوی کي ئې د وطنپالني او مقاومت احساسات راپارول. هغوی اورېدل چي پردي اشغالګر روسي عسکر د افغان د خاوري په یوه ازاد، تاریخي، او ویاړن ښار ننوځي.

 

د شوروي پر خلاف د کندهار د ۱۹۷۹ قیام عوامل

د کندهار د ۱۹۷۹ د ښاري پاڅون اصلي سبب د شوروي اتحاد بربنډنظامي تجاوز وو. په یوه کلام کي، د کندهار دې ښاري قیام کاملا نشنلستي محرک درلود. د یوه خارجي تجاوز پر ضد ئې د کندهاریانو ګډه اراده تمثیلوله. پدې قیام کي د کندهار د ښار مختلفو خلګو، طبقو، او اقشارو برخه اخیستې وه. په بل عبارت، د ۱۹۷۹ ښاري پاڅون په ښاریانوکي پراخ ملاتړ لاره. په ۱۹۷۰ کي،‌ د کندهار ښاري نفوس څه باندي یو لک او دیرش زره وو، او هله کندهار واقعا د افغانستان دوهم ولایت وو. (کاکړ)   

د تره کي – امین په دوره کي، صاحبجان صحرايي او انجینر ظریف د کندهار والیان ول. ګورنر ظریف یو مطلق سادیست، عیاش، او عقده یي شخص وو. د ظریف په ظالمانه دوره کي د کندهار محبسونه په بې ګناه زندانیانو ډک سول. شکنجې، اعدامونه، او قتل عامونه روان ول. کندهاري منورین، مخور، قومي او مذهبي مشران، او بې ګناه عادي خلګ د ظریف خادیستانو بندي، شکنجه، او غرغره کړل (رشاد، مخونه، ۲۴۷-۲۴۹). پدې وخت کي، د کندهار  خلګ واقعا د کمونیستي رژیم له بې عدالتیو او استبداد څخه په تنګ راغلي ول. محلي کمونسټ چارواکي په کوچنیو او محقرو فرعونانو باندي بدل سوي ول.په ښار کي، د بېري، اختناق، او ترور فضا حاکمه وه. لنډه دا چي یو عمومي قیام ته شرایط ښه برابر ول.

پدې شان بحراني حالاتو کي، د شوروي د قواوو د راتګ ناڅاپه بد ږغ د کندهار د ۱۹۷۹ ښاري قیام عامل سو. د روسانو د راتګ خبر قریب لس دولس ساعته مخکي و کندهار ته د قادري بسونو او نورو سرویسونو په واسطه راورسېد (معصوم هوتک). همدې بد ږغ د کندهار ښاریان احساساتي کړل. د هغوی نشنلیزم ئې راپاروی، او په نتیجه کي د کال ۱۹۷۹ قیام را مینځته سو.

 

نتیجه

د شوروي د تجاوز پر ضد د ۱۹۷۹ له قیام راوروسته معنا د ۱۹۸۰ په کلونو کي او د کمونسټانو په دوران کي، د کندهار ښار او ښاري طبقې نه جبرانېدونکې ضربې او صدمې ولیدلې. د کندهار ولایت په خپل ګرده معاصر تاریخ کي د ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ د لسیزو په اندازه له هر اړخیز تخریب او بربادي سره نه وو مخامخ سوی. په بل عبارت، د ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ لسیزي د غم، مهاجرت، او د نه بیانېدونکي ظلم او وحشت زمانې وې. په یوه کلام کي، د ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ لسیزي ښايي د کندهار په ټول تاریخ کي د فرهنګي او اقتصادي سقوط په ارتباط تر ټولو بدي لسیزي حساب سي.

د ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ په لسیزو کي په ښار کي، د عصریت او مدنیت سره ښکاره مخالفت يو ډول سیاسي موډ وګرځېد. ملایان او جهادي قومندانان په سیاسي مشرانو باندي بدل سول. د کندهار د سیاسي قدرت پخوانی انډول او جوړښت کاملا خراب او سرچپه سو. سیاسي وفادراي عوض سوه. او لنډه دا چي د یوې اوږدې او تباه کونکي انارشي په بطن کي یو نویمافیايي سیاسي سیسټم شکل ونیو. البته، نن سبا همدا نوی جنايي او مافیايي سیاسي نظام د امریکا په ملاتړ او ډالرو ولاړ او چلېږي.

خیر په هر صورت، دا باید په پای کي یاده کړم چي د کندهار د ۱۹۷۹ د قیام په ارتباط خورا کم څه لیکل سوي دي. د افغانستان نامتو او موثق مورخ محمد حسن کاکړ خپله هڅه کړې ده، او څه معلومات ئې راغونډل کړي دي. ژورنالیست ایډوارډ جیرارډیت، چي پدې وخت کي و کندهار ته راغلی وو، هم څه اول لاس معلومات راټول کړي دي. خو په مجموع کي د دې حادثې په باب اضافه ثیقه لیکني او تحلیل پیدا کول زما لپاره خورا ګران کار وو. نو بنا د دې مقالې په لیکنه کي زیاتره پر خپلو عینيمشاهداتو، یاداښتونو، د ملګرو او دوستانو سره پر شخصي مرکو باندي تکیه سوې ده.

 

نوټ: پدې لیکنه کي له لاندي منابعو او اثارو څخه استفاده سوې ده.

 

۱. M. Hassan Kakar. Afghanistan. Berkeley. University of California Press. 1995. (pp.113-114.) 

dward R. Girardet. Afghanistan The Soviet War. New York St. Martin’s Press. (pp.19-20.)

۳. پوهاند عبدالشکور رشاد، د کندهار یاداښتونه، دوهم ټوک. ترتیب او سمون محمد معصوم هوتک.

۴. د محترم دوست محمد معصوم هوتک او ګران ورور فرید میوندي سره تیلفوني مکالمې.

 

پاى