کور / راپور / لغمان: تر بیړني حالت وړاندې بشپړ چمتوالی د زيانونو مخنيوئ

لغمان: تر بیړني حالت وړاندې بشپړ چمتوالی د زيانونو مخنيوئ

د ځاني او مالي زیانونو په مخنیوي کې تر بیړني حالت وړاندې بشپړ چمتوالی د زيانونو مخنيوئ اغیزمن رول لري. عبدالجبار نعیمي

دغه ټکی لغمان والي عبدالجبارنعیمي د طبعیي پیښو پر وړاندې د عبدالجبار نعيمي jabar naimiچمتوالي د کمیسیون په ولایتي غونډه کې څرګند کړ، غونډه کې موظف کمیسیون ته هدایت وسپارل شو چې د طبعیي پیښو پر وړاندې د چمتوالي لپاره اساسي پلان جوړ او تطبیق کړي، په غونډه کې د دولتي ادارو ترڅنګ دUNOCHA،IOM،IMC،NRC،DRC،IRC او یو شمیر نورو مرستندویه ټولنو استازو برخه اخیستې وه.لغمان laghman

په پیل کې د طبعي پیښو پر وړاندې د چمتوالي ریاست رئیس د تیرو کړنو او فعالیتونو ګزارش غونډې ته وړاندې کړ نوموړي وویل چې د تیرې غونډې د فیصلې په اساس یې د یو شمیر زیانمنو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کړې ده. نوموړي زیاته کړه چې د ټولو دولتي ادارو او مرستندویه بنسټونو سره د ګډې همغږۍ په اساس کار کوي ترڅو د پیښو له امله ټولو زیانمنو شویو کورنیو سره مرسته وشي او د بیړنیو حالاتو د کنترول لپاره چمتوالی شتون ولري.

وروسته په خپل وار سره د دولتي ادارو رئیسانو او د مرستندویه ټولنو استازو خبرې وکړې دوی بشپړ چمتوالی وښود چې په خپلو کاري ساحاتو کې به د هر ډول طبعي پیښو له امله زیانمنو کورنیو سره بشري مرستې کوي او دا ډاډ یې هم څرګند کړ چې د بیړنیو حالاتو د منځته راتګ لپاره یې بشپړ چمتوالی نیولی دی.

لغمان والي عبدالجبارنعیمي د ټولو هغه ادارو او مرستندویه ټولنو څخه مننه وکړه چې د زلزلې،سیلابونو له امله زیانمنو او بې ځایه شویو کورنیو سره یې په خپل وخت مرستې کړې دي، نوموړي وویل چې ټولې بشري مرستې باید د یوې دقیقې سروې په اساس په شفافیت سره ترسره شي.

لغمان والي له مرستندویه ټولنو وغوښتل چې د لغمان ولایت د مرکز او ولسوالیو لپاره خپل اساسي پلان ترتیب او له دوی سره یې شریک کړي ترڅو د اړتیا پر وخت دولتي ادارې او مرستندویه بنسټونه په وخت سره رسیده ګي وکړي.

لغمان والي موظف کمیسیون ته دنده وسپارله  چې هغه سیمې په ګوته کړي چې هر کال په کې د سیلابونو له امله ګڼ شمیر کورنیو ته ځاني او مالي زیانونه اوړي ترڅو یې د مخنیوي لپاره لازم او اساسي ګامونه پورته شي.

همداشان لغمان والي پر دې ټینګار وکړ چې د طبعي پیښو پر وړاندې د چمتوالي لپاره دې پر لنډ مهاله،منځ مهاله او اوږد مهاله پلانونو کار وشي او په دې تړاو دې د عامه پوهاوي پروګرامونه زیات شي ترڅو په وقایوي چمتوالي سره د ځاني او مالي زیانونو مخه ونیول شي.

همدا راز عبدالجبار نعیمي په دغه غونډه کې ټولو ادارو ته دنده وسپارله چې په مرکز او ولسوالیو کې زیانمنو کورنیو ته رسیدګي وکړي او هیڅ داسې څوک پیدا نه شي چې له بشري مرستو او همکاریو محروم پاتي شي.

د یادونې وړ ده چې دولتي ادارو او مرستندویه ټولنو په لغمان ولایت کې تر دې مهاله د زیانمنو کورنیو سره په خپل وخت مرستې کړي او په خپل وخت یې رسیده ګي کړې ده.