کور / سياسي / پرونى حاکم نن ځان پردی بولي

پرونى حاکم نن ځان پردی بولي

حبيب الله غمخور 

د۲۰۱۶ ز کال دفبروری ۱۲ 

پرونۍحاکم نن ځان پردی بولي!

پرون اونن داکسان دبهرنيانوپه حمايه اوملا تړ واک ته رسېدلی اوياددوي په خبره مطرح  کسان ببل کېږي  . د۲۰۰۱ زکال نه راپدې خواچې  شاوخوا ۱۴  کاله ښاغلی کرزی حاکم وودټولو دولتی ناخوالوسره چې دهرې ناخوالی په هکله به زموږ هيواد دهغې برخی لمړی اويادوهم مقام خپلاوه،دبېلگې په توگه دولتی فساد،دمخدره موادو توليد اوسوداگري او نور ،ولی بيا یې هم په سپين سترگی سره په دولت کي ټولو ښکېلو ډلواوشخصيتونوچې اوس یې پرخلاف جبهې جوړوي Ghamkhor غمخوردخپلو ټولو سياسي اړوندانو په مټ ددولتی کړنونه ديوې لاسته راړنې په توگه  دفاع کول  اوټولوهغوته چي ددوي دپخوانی ژوندپر قدمو یې قدمونه اېښودل يعني ددولت سره مخالفت دوطن او دموکراسي دښمنان ويل .

خوترکرزی وروسته داشرف غني پلويان،ملاتړي  اوهغه چې دده دحاکميت په برکت دکوم دولتی مقام خاونداوياکومه قرارداد ورته رسېدلې هغوي هم دهمدې دکرزي دحاکميت  نه په ميراث ور پاته کارونونه داشرف غنی په نوم  ملاتړ کوي ، وايي اشرف غني دنړيوال ملاتړنه بهرمنداوپه خپلو چاروکي بريالی مشردی .

ددې ټولوناندريواودسياست په ژبه دماشومانه سياسي لوبوسره چې بل څوک یې لوبوي ،اوس  پدې ورستيو وختونو کي داسي ښکاري چي دهمدې نړيوال ملاتړ نه برخمن اوبريالی مشرپرخلاف دکرزی صاحب دحاکميت ځیني ستنی اوهغه وخت مطرح کسان داشرف غني نه دمقامونونه ترلاسه کولودخوابدی اويابل کوم راتلونکي پلان  له مخي دښاغلی اشرف غني ترواک لاندي دولتی سيستم پرخلاف تبليغ  کوی ، اوس دا دولتي اداره  دبهرنيانوپلاس جوړه سوې اداره بولي  اوترېنه کرکه اوسترټکونه کوي .دبهرنی حمايت لاندي ددې ټولو ډلو ترمنځ په اصطلاح  اختلاف دافغان ولس دغولونکو څرگندونواوشعارونوپه بڼه زموږ دولس له خواخوږوسره ډيرسوالونه پيداکړي اوپه هيوادکي ددولتي اوسنيو او پخوانيو چارواکو هرحرکت ته دشک په سترگه گوري .

بلې! په حقيقت کي ددې دولتي ادارې دکړنونه داټولي ډلې چې اوس یې درې جبهې اوياددوي په ژبه اپوزيسيون سياسي ډلی په يوه مياشت کي په مختليفونومونو په يوپه بل پسې جوړي کړي ،په شکل داشکالو په هيوادکي دټولوملی ،دولتی ،سياسی اوامنيتی ناخوالو زېږنده  همدوي دي ،ځکه خوټول هيوادوال  ترېنه سر ټکوی .دوي کوښښ کوی ددموکراسي اودموکراتيک نظام  دسولی دتامين ترنامه لاندي بنسټپالی اوتوتليتاريزم پر لورکش کړي . داټولو هيوادوالوته لمر غوندی روښانه ده چې ددې ډلو غوڅ اکثريت غړي نه دموکراسي اونه ددموکراسی دپلې کېدولپاره کومه ليوال تيالري .ځکه په دموکراسی ،سوله اوثبات کي دوي خپل زوال وينی،داهغه څه دی چې دوي  یې په هيڅ قيمت نه غواړي .همدادليل دی چې ددې ډلو اواشخاصو غولونکی هڅې اوشعارونه ددې پرځاي چې دملی ثبات او امنيت سره گټه وکړی امنيت اوملی يووالی له جدی زيان سره مخامخ کوي .

ددې درو واړو جبهودمشرتابه اوپه دولت کي دهمدې درواړوډلودرېښو خبری اوحرکتونه چې ددولتی امکاناتو اوياجهاديانوترنامه لاندی یې کوی دهرې ورځې په تېرېدوسره په هيوادکي سوله اوملی پخلاينه ،ملي وحدت اوملي گډه ژبه پيداکېدو او ټينگېدوپروسه له جدی گواښ سره مخامخ کوي . دتخارپه ولايت کي دوروستی وينا په گډون داحمد ضيا مسعود په کراتو بې مسوليته ويناوو،دنورودرو واړو جبهو يا سياسي ايتلافونودمشرتابه ويناوی دملت دروښانه راتلونکی سره هيڅ ډول کمک نه کوی،بلکې له ورايه ښکاري چې داډلی اوپدې ډلوکی اشخاص اوافرادپه هيڅ ډول دولتی واک ولس اويادولس رښتيانيواستازته  نه سپاري .دوي دسياسی سوداگری درټلی اصطلاح  (( جهادی مشران )) له نامه  څخه دخپلوگټولپاره استفاده کوی اوپردې نامه پرملت خپل کرغېړن اودملت نه پردی حاکميت ساتلو لپاره شپه او ورځ تلاښ کوي .

زه خپله  په دی نظر یم چی دیادو شورا گانوجوړښت له منفی ګرایی پرته بلهیڅ مثبت ابتکار نه شی کولی ،ځکه له غړو څخه یی معلومیږی چی مطلقاکثریت یی جاه طلب او ازمایل شوی خلک اودجهادپه نوم سياسی سوداگردی،کیدای شی بعضی سم خلک به هم پکښی و ی خودهغوی شمیردومره نه ده چی ددې شورا گانومسیر درست اومعقول طرف ته رهنماییکړی .

پدې ټکوخپله ليکنه رالنډوم ، چې ملت اوددې هيواد ځوان نسل بايد دخپل هيواد د روښانه راتلونکی په هکله شپه او ورځ فکر وکړی ،پرې نږدی چې دا زاړه آزمويل سوی اودپردوپلاس روزل سوی سياسي سوداگر دتل لپاره ددي تاريخي ولی دسياسي واک ترلاسه کونکو دجگړې په اورکي وريت  ولس  برخليک په خپلو تورومنگلوکي وساتي  .

ومن الله التوفيق