کور / شعر / هاغه وطن نه دې پاتې

هاغه وطن نه دې پاتې


 Atta ur Rahman hidayat عطاءالرحمن هدايت

 

 

بخت مو ويده دی په زارو نه راویښیږي ولا

څوک چې یتیم ووينم زړه مې پرې خوښيږي ولا

سره له دومره قربانو هم غلامان پاتې یو
دا داسې شرم دی چې شرم ترې شرمیږي ولا

میرویسه! پاسه کنه هاغه وطن نه دې پاتې
څه چل پرې شوی ترقیامته نه جوړیږي ولا

دا خو یو مونږه جاهلان یو چې جنګونه کوو
د نړۍ نور خلک د یو بل نه ځاریږي ولا

چې کشرانو ته له ډاره څه ویلی نه شو
معاشره به زمونږ خامخا ورانیږي ولا

چاترې تپوس وکړو اسیره وروره څرنګه یې؟
ویل یې غوټی غوټی ژوند دی بس تیریږي ولا