کور / سياسي / حزبيت و ماته د خيانت مانا لري” پروفيسر ډاکټر عبدالرازق پالوال”

حزبيت و ماته د خيانت مانا لري” پروفيسر ډاکټر عبدالرازق پالوال”

څوارلسمه ځان نامه

دليندۍ مياشتي شلمه ۱۳۹۴هـ

په هر هغه چا پوري چي به اړه لري!

ما دوولس ځان ښووني کښلي دي، خو غلو ملو را څخه غلا کړي دي. ځکه نو اړ وتلئ يم چي بيا مي لا بله ځان نامه کښلې وي. څو ګوندي بيا مي و حزبيانو ته ځان ورپېژندلئ وي. ما د امريکا په لوزيانا پوهنتون کي ماسټري M.A. اخيستې ده، په پنسلوانيا پوهنتون کي مي Ph.Dډاکټري اخيستې ده. په دغو دواړو پوهنتونو کښي مي هم حزبيت کړئ نه دئ، او له ترفيعاتو څخه ئې هم محروم کړئ وم.

PhD. Dr. Abdul Raziq Palwal پروفيسر ډاکټر عبدالرازق پالوالیوه دسيسه ئې داوه، چي زه د غير رسمي تعليماتو د مشاهداتو له پاره، له څلورو نورو استادانو سره وهندوستان ته تلم، د کابل په هوائي ميدان کښي ئې پوليسو را وګرځولم، او داخله وزارت ته ئې واستولم، چي دی پاکستان ته اوړي. زء ديرلس ورځي په رياستونو کښي لالهانده کړه سوم، څو دا مي ښوولي وي چي زء طبي ډاکټر نه يم. ديرلس ورځي وروسته چي زما د هندوستان هم سفر ملګري بيرته له هندوستان څخه راوګرځېدل، زء هم له نوري لالهاندۍ څخه ازاد کړل سوم. زء بايد د ګروېږنو له پاره و کندهار ته لېږل سوئ وای، خو د داخله وزارت پوليسو وژغورلم، او نور ئې هم ډېر احسان راسره وکړ. حزبيت ؤ کله چي و افغانستان ته شورويان راغلل، او خلقيانو زما زوی و جنګ ته استاوء، نو مي ئې د مور په ټينګار سره دی او خورئې و جرمني ته راسره بوتلل. و امريکا ته ځکه نه ولاړم چي حزبيت ئې غوښتئ، په جرمني کښي مي نژدې اوولس کاله تېر کړل. راته وويل سول، که حزبيت کولای نه سې د جرمني هېوادمنتيا ومنه. ما ورته وويل ښه دئ منم ئې، خو زما د افغانستان هېوادمنتيا به نه نايلېږي. راته وويل سول، چي ددوی په اساسي قانون کښي دوې هېوادمنتياوي نسته. بيا د جرمني په پارلمان کښي دغه موضوع طرح کړل سوه، او دوهمه هېوادمنتیا ئې نه ومنله. زما کورنۍ چي په پښين، پښتونخوا کښي اوسېدله، کله چي زما ورارء مړ سو، نو زه هم ورغلم، تر څلور نیم کاله ورسره اوسېدني وروسته و کندهار ته راغلم، تر څه لالهاندۍ وروسته اوس په خپل زاړه پلارني کور کښي اوسېږم. ناخوالي مي ډېري ګاللي دي، او لا هم ئې ګالم. اوز پلاوي بې هوښه کړه سوئ يم، غاښونه مي بېلا بېل په دردکړل سوي، او را څخه کښل سوي دي، اوس چي مي مصنوعي غاښونه ايښي دي، بيا مي خوله خوړينه اړيسه ده، د ملا دردونه، د سر، پښو نا آرامي، او د بدن کا يا پهمنوالئ. د لاس او پښې فلج کېدل، دغه اوس په سړه زمهرين خونه کښي پروت يم، دا ځکه چي زه نه حزبي يم نه وم او نه هم کېدای سم. دا ځکه چي حزبيت ماته د حزبي توب مانا لري، حزبيت و ماته د خيانت مانا لري چي اوز راز-راز خيانتونه راسره سوي دي. دغه حزبيت مي نه کول، دا مانا نه لري چي زء وکندهار، افغانستان او بشريت ته مثبت، د سمون او بشردوستانه کار نه کوم. زما لس پنځلس کتابونه چاپ کئ  او و ئې پلورئ زء ئې يوه افغانۍ نه درڅخه غواړم.

که به له ما څخه د سمون او ښېګڼي کار غوښتل کېږي، که د مرييتوب او خيانتونو دغه وروستي به ئې ما د خدای تعالی له پاره لا هم کړي نه وي، او هغه راڅخه غوښتي هم نه دي.

PhD. Dr. Abdul Raziq Palwal پروفيسر ډاکټر عبدالرازق پالوال

زما شخصيت او روحيات داسي دي چي مرموز، مغشوش او منحرف کارونه کولای نه سم. په چاپوري ځان تړلای نه سم. زء خپل شخصيت دروهلئ يم، چي په خورا ناوړه، غير انساني حالت او شرايطو کښي اوسېږم، له هيچا څخه ګيله نه لرم، خو له هغيو څخه تروښوني ئې راڅخه کړي دي، او زء ئې بدني او معنوي خوږ کړئ يم.

پالوال