کور / تازه خبرونه / د کونړپخوانى والي فضل الله وحيدي اسلام اباد کې لادرکه شوى دى

د کونړپخوانى والي فضل الله وحيدي اسلام اباد کې لادرکه شوى دى

د کونړپخوانى والي فضل الله وحيدي اسلام اباد کې لادرکه شوى دى.په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت او پوليسو دا پېښه تايد کړې ده خو نور تفصيل ېې نه دى ورکړى.د نوموړي په اړه ويل شوي دي چې بريتانيا ويزې ترلاسه کولو لپاره دى اسلام اباد کې و. نوموړي سره يو ١٢ کلن لمسى هم و هغۀ ته څه نه دي ويل شوي.د هغه لمسي وروسته ويلي ” چې څو کسان په دوو موټرو کې راغلل او هغه يې خپل موټر ته وخېژولو”.دوى يو رستورانت ته تللي وو چې دا پېښه رامنځ ته شوه. تراوسه نه ده معلومه چې ښاغلى وحيدي د څه مقصد لپاره وړل شوى، خو پوليس وايي د هغۀ د موندلو هڅې يې پېل کړې دي. په اسلام ابباد کې افغان سفير هم وايي په دې لړ کې يې پاکستاني چارواکو سره تماس نيولى دى.فضل الله وحيدي په تيرې يوې لسيزې کې څو کاله د کونړ او بيا د هرات والي و. پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی، چې هغه پرون د جمعې په ورځ د اسلام اباد د ایف ۷ ساحې څخه د دوو موټرسپرو وسله والو له لوري تښتول شوی دی په اسلام اباد کې دافغانستان د سفارت سرچینو او د دغه ښار پولیسو هم د وحیدي تښتوونه تایید کړې دده. پولیسو ویلي، چې د اسلام اباد په بیلا بیلو سیمو کې یې پلټنې پیل کړې دي.