کور / تازه خبرونه / پويان :د افغان کډوالو ستونزو ته د حل لارې چارې ولټوو

پويان :د افغان کډوالو ستونزو ته د حل لارې چارې ولټوو

په پېښور کې افغان کونسلرعبدالله پويان په پېښور کې د افغان کډوالو د شورا له يو پلاوې سره په خبرو کې څرگنده کړې ده ډيرژربه په قونسلگرۍ کې بدلونه راشي او کاربه اهل ته وسپارل شي پويان زياته کړه د پاکستان له حکومته منندويه يو چې افغان کډوالو ته يې ځاى ورکړى دى ،ترې هيله کوي چې د افغان کډوالو ستونزو ته د حل لارې چارې ولټوي ،همداراز په نيږدي راتلونکي کې به د افغان کډوالو ټولې ستونزې له ولسمشر ،او اړوندو افغان وزيرانوسره شريکې کړو دحل لارې چارې به ورته ولټول شي نوموړې داهم وويل د خېبرپښتونخوا د ايالتي چارواکو سره هم کتنې پيل کړي ،دکونسلگري د ټولو افغان کور دى او په ډاډه زړه کولاى شي چې خپلې ستونزې راسره شريکې کړي
په پاى کې دپښتو د دود له مخې د درنښت پگړۍ ور پر سرکړه