کور / هراړخیز / دیو مظلوم افغان کډوال ماشوم د زړه آواز

دیو مظلوم افغان کډوال ماشوم د زړه آواز

ظاهرپښتون
زه هم د افغان بچی یم 
او پر خپل افغانیت ویاړم
دا خو مې ګناه نه ده کړې چې زه کډوال یم
دا زما مجبوریت دی نه زه او نه مې پلار په کډوالۍ خوښ یو هرچاته خپل وطن کشمیر وې
زموږ کډوالې هم د سیاسې دوکاندارو لخوا وسه چې زماد پلار رنګه په میلونونو پلرونه یې دخپلو شخصې ګټو د وطن دبربادۍ لپاره یې وکډوالۍ ته اړ کړه
دا زما ګناه نه ده چې زه کډوال سوم ته مې دحال پوښتنه نه کړې 
مشره ته خپل ګریوان ته یو ځل سرټیټ کړه زه هم ستا بچی یم او ستا دبچې رنګه پر تا حق لرم Pashton/ afghan children Quetta
زما هم دا حق دی چې اوس دبل په ډیرانونو کاغذونه او دسون توکې لټوم زه زده و کړم او هوسا ژوند ولرم 
مومین مسلمان خو هغه دی چې دخپل ځان لپاره څه خوښوې باید دبل مسلمان ورور لپاره یې هم خوښ کړې
زه هم ستا مسلمان او هم افغان یم 
انصاف وکړه انصاف 
مشره سبا نه دا ستا قدرت چلیږې نه دولت
بیا دې د لوی څښتن په دربار کې تر دا غاړې نیسم
او ستا سره بیا حساب او کتاب کیږې 
هلته بهرنې سفارتونه او مشاورین تا نه سې خلاصولی
لږ خپل دځان غم هم وخوره
دسبا لپاره هم دځان په ګټه څه پریږده
دا ژوند ختمیدونکی دی 
دا یو څو ورځې دې
مشره زما سره ظلم مه کړه
دخپل بچې پر سر وبیریږه
زه هم ستا دبچې رنګه په دې نړۍ کې دښه ژوند حق لرم او زده کړه پر ما او خور مې هم فرض ده
په دې ګناه مې مه نیسه چې کډوال یم 
افغان خو یم 
کډوالې زما مجبوریت دی
دا ستارنګه دسیاسې لوبغاړو له لاسه 
نن زه خیرات غواړم
دماښام لپاره یوه ګوله ډوډۍ نه لرو
داسې نه یو چې د ازله خیرات خواره یو
د ا دپردې جنګ لاعمله 
هرڅه مو تباه سوه
مشره زما په کې حق انصاف وکړه انصاف
که نه ورځ دمحشره راروانه ده
بیا دې نه پریږدم
ستابه ګریوان وې
زمابه لاس