کور / تازه خبرونه / په لغمان کې د کرکټ لوبې لپاره د معياري لوبغالي د جوړېدو چارې پیلېږي

په لغمان کې د کرکټ لوبې لپاره د معياري لوبغالي د جوړېدو چارې پیلېږي

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائیوي رئیس شفیق الله ستانکزي په داسې حال کې چې د کرکټ بورډ تخنیکي مرستیال تاج ملوک عالم، د یاد بورډ اداري مرستیال عزیز الله فضلي، د اجرائیوي ریاست مرستیال دوست محمد نظري او د سپین غر زون مسول بختیار ساحل یې ملتیا کوله نن د لغمان والي عبدالجبار نعیمي سره د خپل کار په دفتر کې لیدنه وکړه.Laghman creckit

پیل کې ښاغلي ستانکزي لغمان والي ته د خپل سفر د موخې په اړه وویل چې دوی نن دې ولایت ته په دې خاطر سفر کړی تر څو دلته د کرکټ لوبې لپاره د ځانګړې شوې ځمکې څخه له نېږدې کتنه وکړي او تر څنګ یې په لغمان کې د میعاري لوبغالي د جوړېدو لپاره د ولایت مقام سره له یوې خوا خپل تطبیق کېدونکی پروګرام شریک کړي او له بلې خوا په ځینو برخو کې د مرستندویانو د مرستو د را جلبولو په خاطر د ولایت له رهبرۍ څخه همکاري وغواړي.

د کرکټ بورډ اجرائیوي رئیس زیاته کړه چې په لغمان کې به ډېر ژر د دغه میعاري لوبغالي د جوړېدو چارې پیل کړي چې په دې برخه کې د یاد بورډ کارونه په چټکۍ سره روان دي او په لومړي قدم کې به د دغه لوبغالي د احاطې، د چمن او اوبو د سیستمونو  د جوړولو او د لوبغاړو او اداري څانګې لپاره د یوې ودانۍ د جوړولو چارې پیل شي.

نوموړي له ښاغلي نعیمي وغوښتل تر څو د دغه جوړېدونکي میعاري لوبغالي په ځینو برخو کې د ډونرانو مرسته او همکاري را جلب کړي.

وروسته لغمان والي په خپلو خبرو کې د کرکټ بورډ راغلي پلاوي ته په دې ولایت کې د کرکټ لوبې د پرمختګ او ځوانانو لپاره د نورو سپورتي لوبو د اسانتیاوو په برابرولو کې د هر اړخیزې همکارئ او په دې برخه کې د لا زیاتې هڅې او تلاش ډاډ ورکړ.

عبدالجبار نعیمي زیاته کړه چې د ځوانانو لپاره د ورزشي لوبغالو د جوړولو او هغوی ته په دې برخه کې د لازمو سهولتونو د برابرولو او سپورت ته د ځوانانو د هڅونې په برخه کې ولایتي اداره هوډمنه ده او په جدیت سره په دې اړه خپلې هلې ځلې کوي چې دا مهال هم په لغمان کې د یو سر پټي جمنازیوم کارونه په چټکۍ سره پر مخ روان دي چې په نېږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

ښاغلي نعیمي د کرکټ بورډ اجرائیوي رئیس او ور سره راغلي پلاوي ته ډاډ ورکړ چې په دې ولایت کې به نه یوازې د کرکټ بلکې د ټولو سپورتي لوبو د پرمختګ لپاره خپل ټول شته امکانات په کار واچوي او په دې برخه کې به خپله هر اړخیزه همکاري له لوبغاړو دریغ نه کړي.