کور / تازه خبرونه / لغمان: ديني عالمانو او قومي مشرانو د ټولګټو پروژو د دفاع ژمنه وکړه

لغمان: ديني عالمانو او قومي مشرانو د ټولګټو پروژو د دفاع ژمنه وکړه

هیچا ته به موقع ور نه کړو چې د ملي او ټولګټو پروژو په مخ کې خنډونه را ولاړ کړي. (دیني عالمان او قومي مشران)

دا څرګندونې نن د لغمان ولایت یو شمېر قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو د لغمان والي عبدالجبار نعیمي سره د یوې د خپل کار په دفتر کې د یوې ځانګړې کتنې په ترڅ وکړې او زیاته یې کړه چې دوی په خپل ټول قوت سره دې ته چمتو دي تر څو په دې ولایت کې د تطبیق کېدونکو ملي او ټولګټو پروژو په برخه کې د خپل حکومت سره اوږه په اوږه یو ځای کار وکړي او چا ته به هم دا موقع ور نه کړي د ولسي ګټو په خلاف سر راپورته او د پروژو د عملي کېدو په مخ کې خنډونه را ولاړ کړي.image

په دغه ناسته کې چې سربېره پر لغمان والي د قومونو او قبایلو په چارو کې د ولسمشر سلاکار عبدالهادي واحدي، د الینګار ولسوال، د مهترلام د سیندیزې حوزې رئیس او د قومونو او قبایلو چارو امر هم ګډون درلو پیل کې راغلو دیني عالمانو او قومي مشرانو په وار سره خبرې وکړې او په تېرو څو میاشتو کې یې د امنیت، ښې حکومتوالۍ، انکشاف او د ولسونو او حکومت تر منځ د واټن په راکمولو کې د ولایت مقام د هلو ځلو د ستایلو تر څنګ د ملي او ټولګټو پروژو د تطبیق په برخه کې ولایت مقام ته د هر اړخیزې همکارئ او مرستې ډاډ ورکړ او تر څنګ یې په یو شمېر سیمو کې د برېښنا د شبکې د پراختیا او دغه راز په الینګار کې د ولسوالۍ په کچه د یوه روغتون د جوړېدو غوښتنه هم وکړه.

همدارنګه په دغه کتنه کې د قومونو او قبایلو په چارو کې د ولسمشر سلاکار عبدالهادي واحدي هم خبرې وکړې او له ولسونو یې وغوښتل تر څو د خپلو سیمو د امنیت د ټینګښت او ثبات په را وستو کې هم د خپل حکومت ملا ور وتړي او هغه څوک په خپلو سیمو کې پرې نه ږدي چې ورانکاري فعالیتونو تر سره کوي، د ملي او په ځانګړې توګه د لغمان شموله ټولګټو پروژو د تطبیق په برخه کې خنډونه را ولاړوي.

وروسته لغمان والي عبدالجبار نعیمي د خپلو خبرو پر مهال وویل د خوشالۍ ځای دی چې نن په ولسونو کې د پخوا په پرتله د هېواد د ابادۍ او پرمختګ او د ولسونو د هوساینې فکر لا نور پسې لوړ شوی او خلک اوس دې ته چمتو دي چې پرته له کوم امتیازه د خپلو سیمو د ترقۍ او روښانه راتلونکې لپاره په ګډه سره کار وکړي.

ښاغلي نعیمي له راغلو دیني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو څخه د مننې تر څنګ وغوښتل تر څو په خپلو سیمو کې د فکري رغونې او د شخصي ګټو پر ځای د ملي ګټو د غوره بللو لپاره ګډ کار وکړي.

عبدالجبار نعیمي زیاته کړه چې د لغمان ولایت بېلا بېلو سیمو ته د برېښنا د شبکې د پراختیا په برخه کې دا مهال هم کار روان دی ولې په دې اړه یې مرکزي حکومت ته هم د ولسونو او دیني عالمانو سره د سلا مشورو وروسته یو شمېر وړاندیزونه استولي، چې په راتلونکي کې به په یاده برخه کې د پام وړ کارونه تر سره شي او په الینګار ولسوالۍ کې د ولسوالۍ په کچه د یو روغتون د جوړېدو په برخه کې یې راغلو مشرانو ته وویل چې په دې اړه به هم خپله هڅه او تلاش زیات کړي تر څو نه یوازې د دغه ولسوالۍ بلکې د غربي نورستان د دریو ولسوالیو خلکو ته هم چې دا مهال په الینګار او مهترلام ولایتي روغتون کې یې درملنه کېږي لازمې اسانتیاوې برابرې شي.