کور / تازه خبرونه / ميدان وردگ: هغو سیمو ته پاملرنه کیږي، چې ولسونو ته کار نه دی شوی

ميدان وردگ: هغو سیمو ته پاملرنه کیږي، چې ولسونو ته کار نه دی شوی

 

دا خبرې د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات د وردګو فرهنګي خوځښت ټولنې غړو سره لیدنې پر مهال وکړې.

د وردګو فرهنګي خوځښت غړو نن د دلو میاشتې په «۲۷» نیټه ماښام  ولایت مقام کې والي ښاغلي حیات سره ناستې پرمهال یوشمیر مهم مسایل شریک کړل.Maidan wardag ميدان وردگ والي

په دې ناسته کې ، چې د خوځښت  مشر استاد کامران په مشرۍ ترسره شوه غوښتنه وشوه، چې په ښوونیزه ،روغتیايي، امنیتي او رغنیزه برخه کې دې د خلکو ستونزو حل ته پاملرنه وشي.

د خوځښت مشر استاد کامران ښوونیزه برخه کې د ستونزو ترڅنک یوشمیر نورو مسایلو ته اشاره وکړه او وویل، چې دوی به یې هم ولایتي ادارې سره د حل برخه کې خپله همکاري وکړي.

د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات وویل، چې د ۱۳۹۵ کال پلان کې یې اساسي پروژې په پام کې نیولي، چې په عملي کیدو به یې د خلکو ډیرې ستونزې هوارې شي.

ښاغلي حیات وویل، چې ولسونه دې پخپلو سیمو کې د پروژو امنیت ټینکښت لپاره همکاري وکړي، څو د رغنیزو پروژو په تطبیق د خلکو ژوند کې نثبت بدلون راشي.

هغه ټینګار وکړ، چې د متوازن انکشاف د اصل په اساس به ټولو هغو سیمو ته پاملرنه کیږي، چې پخوا پکې کار نه دی ترسره شوی.