کور / سپورټي / کندز د ملي يووالي اتلولي خپله کړه

کندز د ملي يووالي اتلولي خپله کړه

Kundoz football team kandahar 2016
په کندهار کي د ملي يووالي ټورنمنټ اتلولي د کندز لوبډلي وګټله.
په دغه ۱۵ ورځني ټورنمنټ کي د کندهار د دوو منتخبو لوبډلو تر څنګ د کابل، کندز، هرات، تخار، بغلان او جوزجان ولايتونو لوبډلي لوبېدلې.
د ټورنمنټ پايلوبي ته د کندز او کابل لوبډلي وتلي وې. په ټاکلي وخت کي د دواړو لوبډلو لوبه دوه د دوه په مقابل کي مساوي روانه وه. وروسته پاينالټي ورکړل سوې، چي په پايله کي ئې کندز لوبډله وتوانېدله چي د لوبي اتلولي خپله کړي.
د دغه ټورنمنټ درېيم مقام د تخار لوبډلي تر لاسه کړ. د لوبي ګټونکي لوبډلي ته کپونه ورکړل او سوغاتونه ورکړل سول. 
د دغه ټورنمنټ په تمويل کي د کندهار ملي سوداګر حاجي حکمت الله ښادمن تر ټولو لويه ونډه واخيسته. همدا راز بارک شرکت، اتحاد څښاک جوړښتون، حاجي اسدالله احمدي، د ولايتي شورا غړي حاجي نعمت الله وفاء، حاجي فدامحمد نورزي هم مرستي وکړې، چي د قدردانۍ وړ دي.

Kandahar kundoz football 2016
دغه راز د کندهار دولتي ادارو، په ځانګړي ډول کندهار ولايت مقام، کندهار ښاروالي، د کندهار د روغتيا رياست، د کندهار د ټرانسپورټ رياست، کندهار ملي راډيو ټلوېزيون او ځينو نورو هم د ټورنمنټ له پاره د تخنيکي امکاناتو په برابرولو کي د پام او منني وړ مرسته کړې ده. په دې برخه کي د امنيتي ارګانونو هڅي هم د ستايلو وړ ده، چي ډاډمن امن ئې تامين کړی و.

Football kandahar 2016
بايد هېره نه سي چي د کندهار ولس هم د دغه ټورنمنټ په ښه توګه تر سره کېدو کي لويه ونډه واخيسته. که څه هم د کندهار لوبډلو لوبي وبايللې، خو دوی بيا هم هره ورځ لوبو ته راتلل او مېلمنې لوبډلي ئې د خپلو لوبډلو په شان لوبو ته هڅولې. د کندهار د ولسونو د يووالي او فعالتيا نتيجه وه چي دغه ټورنمنټ په کندهار کي په خورا ښه توګه تر سره سو او په ملي کچه د کندهار پخوانی برم ئې بيرته راتازه کړ.