کور / نثر / له خوشال سره دزړه خواله (د صادق ژړک لیکنه)

له خوشال سره دزړه خواله (د صادق ژړک لیکنه)

نور عالم سره په خوله سلام علیک که

د یارانو  پټ  په زړه  سره    سلام وي

خوشال خان خټک

 

زه چي نن دلته دستر بابا خوشال خان خټک پرنغري ستاسو په وړاندي ولاړیم، دلته زه نه مقاله وړاندي کوم نه بل څه، زه دلته له خپل بابا سره د زړه خواله کوم، Sadiq zarak صادق ژړکهغه په دې چي د زړه درد مي څه نه څه ورباندي سپک شي او خدای دي وکړي چي زه دلته څه وایم هغه زه سل په سله رښتیا و وایم، ځکه زموږ ستر بابا به رښتیا ویل او خدای په رښتیا وو خوشاله کیږي او زه به هم هڅه کوم چي رښتیا رښتیا و وایم، پښتانه وايي چي رښتیا ليا لېوني وایي او ليا يي ګړندي    ،، نه زه لیونی یم او نه دګړندي دعوه کوم، خو دیوه پښتون او افغان په صفت چي نن د بابا پر لوی وطن کوم اور بل دی باید له رښتیاوو څخه کار واخلو او له رښتیا څخه سترګي پټي نه کړو، بله خبره دا ده چي اوس خبري ډېري دي چي له کومه ځايه یې راواخلم، خو زه به دومره و وایم چي نن زموږ او تاسو ته یوه مرنه (مسئله) راپېښه ده، هغه دا چي پرون د بابا په دور کښي به بابا پردې ژړل اوګیله من به وو، چي پښتانه بې اتفاقه دي او ناپوه دي څنګه او څنګه ، خو نن د دې ترڅنګ لويه ستونزه دا ده چي د بابا خاوره پرڅو برخو وېشیلې وه، دغه وېش که څه هم زموږ دښمنانو کړی دی، د دښمن کار هم داوي چي هغه خپل مخالفین وهي او هر ډول تاوان ور رسوي، زه خپل بابا ته په واز کومي وایم چي بابا! د دښمن تر څنګ موږ پښتنو دغه وېش لاپسي پوخ کړی دی، بابا خو به له یوه بهرام خان څخه ژړل، نن دپښتنو په هر کور کښي بهرام خان پیداشوی دی او د خپلو باباګانو پرارمانونو خاوري اړوي، د افغان په ننګ توره تړل خو پرېږده، خبره سر چپه ده، هغه دا چي نن د افغان خاوري د ورانولو لپاره زموږ خپل لاسونه په کار اچول شوي دي، نن داسي څوک نه وینو چي هغه ستا په څېر په نره و وايي چي 

د افغان په ننګ مي وتړله توره

ننګیالی د زمانې خوشال خټک یم

دا ویل خو پرېږده، داسي څوک ملنګ هم شته چي و وايي: 

ستا له نامه او ډک دیوان نه شم قربان خټکه

یوځلي بیا راشه دنیا ته خوشحال خان خټکه

یوه خبره یا دول ضروري ګڼم هغه دا چي پښتانه تریوې اندازې راوېښ شوي دي خو بیا چي هم مرام ته نه یو رسېدلي همدا وجه یې ده چي په موږ کښي په شعوري یا غیر شعوري ډول داسي کړني کیږي چي پښتانه ملي یووالي ته نه پرېږدي نو ځکه زه هغو خبرو ته په لنډه توګه اشاره کوم چي د زموږ د بېلتانه سوب ګرځي، په دې اړه به نوري خبري پرېږدم، د یوې خبري حال به درکړم، هغه دا چي په ۲۰۰۵م کي په نشتر هال کښي یوه نړیواله غونډه وه، بابا ستا د لاري یو ملنګ شاعر په غونډه کښي خپل شعر ووایه چي د سرټکي یې دا وو،

نه لورهندواڼۍ غواړم نه زوی پاکستان

ټول پښتانه څه غواړي لوی افغانستان

بابا ! دغه شعر په کانفرس کښي بېخي زیات بدرګه شو خو کله چي شاعر له دریّځ څخه راڅوړ شو، کانفرس جوړوونکو له خوا اعلان وشو او هغه اعلان داسي وو، چي موږ د عین الدین لمبه له دې خیال او فکر سره هیڅ اتفاق نه لرو، موږ د کانفرس بائیکاټ ځکه نه کاوه چي بیابه زموږ او د دوی په منځ کي څه فرق وي، خو د کانفرس جوړوونکو یوه ملګري ته مي ستا دا شعرونه وریاد کړل چي . 

 

 

 

که مي یوځله رسد وشي ترسنده

نور دي مه وینم په تورو سترګو هنده

نه به سترګي دسړي په چا خوږې شي

نه یې ماته په اوبو شي دچا تنده

دپیپلو پاڼي خوره په غره کښي اوسه

نه چي پان  دهندوستان خورې زماجنده

خو ګیله مي ځکه نه کوله چي اوس خو د افغان وطن په مشهورو سیمو پېښور او شالکوټ کښي پان سر عام خرڅیږي او یو شمېر پښتانه ورباندي لهېدلي دي.

بابا! دملي فکر دټیټوالي حالت یواځي تر نشتر هاله پوري محدود نه دی پاته په شالکوټ کښي هم دا وباء غوړېدلې ده، ما یو وخت په مشاعره کښي یو شعر وویلو چي زیات ملګري راڅخه خپه شول هغه شعر په دې ډول وو،

کنداریانو زموږ به څه مرسته در  رسي

د شالکوټ یو پښتانه یو خو بګېل یو

ما د ملګرو په خبرو کښي ری نه واهه ځکه ترکومه ځایه چي زه په پوهېدم زه پرخپل ځای سم وم، خو بیا په ۲۰۱۱م کښي زما دخبري پخلی څه داسي وشو چي د شالکوټ یوه مشهوره کالم لیکونکي و زیارت (غوڅکۍ ) ته دتګ حال لیکلی وو،

او دا یې په څرګند و ټکو لیکلي وو چي :

زما د ژوند یواځنی ارمان دا وو چي زه قائداعظم رېذډنسۍ له د ننه و وینم او هغه ارمان مي پوره شو، خو کله چي دغه کالم چاپ شو لماسره ډیرو ملګرو دغه چي ترڅو له کندهاره څخه بېل یو

په خپل منځ کي به په هره بلا شکېل یو

کنداریانو زموږ به څه مرسته در رسي، خبره شریکه کړه چي دا څه پېښه ده، نو ما ملګرو ته وویل چي یارانو ماخولومړی هم درته ویلي، چي موږ پښتانه خو بګېل یعني مات یو، تر دې نور بګېل څه ډول کېدای شي چي څوک ځانته پښتون او مسلمان و ایي، د هغه په ژوند کښي به لوی ارمان دا وي چي مکه مکرمه یا مدینه منوره و ویني، خو زما دپار ه د زړه سوده په ریذډنسي لیدلو کیږي، بابا ! پوه بله ډېره خوندوره خبره رایاده شوه هغه دا چي کله ما پّهګورنمنټ ډګري کالج خانوزۍ کښي دپښتو د استاد په توګه دنده ترسره کولهنو یوه ورځ نا ببره د محصلینو خوني ته دکوټي پوهنتون پښتو څانګي رئیس راغلی چي تازه تازه ریټائرډ شوی وو، سلام یې واچاوه، له ما سره یې روغبړوکړو سم له لاسه یې له نجونو څخه و پوښتل  چي په پښتو کښي مو څه زده کړي دي، نو نجونو ورته و ویل چي ګذاره کوو، چي څه استاد راښودلي دي،هغه مو زده کړي دي، خو رئیس صاحب یو ډول بل ډول پوښتني کولې په دې جریان کښي یې د محصلینو نجونو پرمېزونو باندي پر یوه کتاب سترګي وموښتلې، کتاب ی یې راپورته کړی، نو لما یې وپوښتل چي ژړکه دا کتاب ٫٫ خوشال خټک څه وايي، دا کتاب چالیکلی نو ماورته ویل داخو دا دی ورباندي لیکلي دي چي عبدالروف بېنوا لیکلی دی، نو رئیس صاحب را غبرګه کړه چي دا کتاب خو بېخي نه مالیدلی او نه مي لوستلی دی، نو ما ورته و ویل چي استاد محترم تاسو چي داکتاب نه دی لیدلی په دې دیرش کاله وظیفه کښي چي په پښتو څانګه کښي مي ترسره کړه نو بیا دي کوم کتاب لیدلی دی، خو خیر د دې کتاب په اړه نجونو محصلینو ډېر څه معلومات ورکړل، بیا رئیس صاحب له هغه ځایه د هلکوانو ودانۍ ته ولاړ، زه چي یوګړی وررسته ورپسې ورغلم نو بیا ده هلته داګیله راڅخه وکړه، چي تا زه د نجونو په وړاندي بې ابه کړم، نو ما ورته و ویل چي رئیس صاحب اول خو تاسو بې له اجازې ډلګۍ ته راغلاست اوبیا مو بې ځایه پوښتني کولې او بیا تا پخپله د نجونو په وړاندي اقرار وکړی چي دغه کتاب ما نه دی لیدلی،  خو د هند او کابل چاپ تر وروسته ښاغلي حمدالله صحاف چاپ کړی، چي صحاف صاحب دوکان هم په دې کوټه کښي دی چي تاسو نه دی لوستی نو د نورو پښتنو دی خدای وزله وکړي . 

په سیمه کښي داسي نور یاران هم لرو چي له خپلو چاپ شوو شعري ټولګو څخه د احمدشاه بابا او نور مشرانو ته ډالۍ شعرونه په بیا چاپ کښي باسي او د وخت د باچا د خوشحاله کولو په خاطر د هغوي دپاره کورني شعرونه ځایوي له دې پرته داسي هم کله کله وشي چي ځیني د څلور و سوو کالدارو په عوض په ډاګه په کالمونو کښي لیکي چي ٫٫ نعیم اذاد اپنيافغاني پشتو بول رهې تهې ،، تر دې به هم تېر شو زموږ ډېر پښتانه داسي هم شته چي د خپل قام د قاتلانو د خوشحالۍ لپاره د هغوي غټ غټ انځورونه په لویولو يو پوسټرونوکښي چاپوي او پر هر ځای یې پّه ویاړ راځوړندوي .

بابا! موږ ته ستا دغه شعر په بیا بیا رایادوی چي : 

 

پښتانه لکه مګس ورباندي ګرځي

ورته ایښی دی  مغول دحلوا تال

بابا ! زه خپلو پښتنو وروڼو ته په واز کومي وایم چي  ډېرو درنو قدرمنو پښتنو! پښتانه وایي خبري ډېري سر یې یو، د بابا یو ارمان وو چي  پښتانه دنړۍ پرمخ د یوه سیال، خوشحال او خپلواک قام په شان ژوند ولري، خو څلور پېړۍ وشوې چي پښتانه لا دې مقام ته نه دي رسېدلي، دې مقام ته د رسېدو لپاره له موږ سره یوه نسخه ده، یووالی (اتفاق ) نو راشئ چي په یووالي لاسونه پوري کړو او له ځانه دغه تور لېري کړو چي ! 

سر یې هوري کندهار لم یې دمغار دی

تر دامنځ همه مېشته واړه عبث دي

او د بابا دغه ارمان ورپوره کړو چي ویل به یې .

درست پښتون له کندهاره تر اټکه

سره یو د ننګ په کار پټ واشکار

او داسي ځینو بې لاري پښتنو ته به بیا د بابا دا شعر وریادوم چي : 

عاقبت به ککرۍ ورباندي کېږدې

تر څراغ چي کیڼ اوښی ګرځې پتنګه !