کور / تازه خبرونه / عبدالجبار نعیمي:پروژوي فعالیتونه د ښځو ژوند ښه کوي

عبدالجبار نعیمي:پروژوي فعالیتونه د ښځو ژوند ښه کوي

دغه څرګندونې لغمان والي عبدالجبارنعیمي په هغه غونډه کې وکړې چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او په ځانګړې توګه د فرخندې لپاره د عدالت غوښتنې په خاطر د افغان ښځو د کلتوري، روزنیزې او ټولنیزې موسسې لخوا جوړه شوې وه، په غونډه کې د لغمان ولایت ګڼ شمیر ښځو ګډون درلود.

Jabar naimi جبار نعیمی

په پیل کې د یادې موسسې استازي د غونډې برخوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ښځو د حقونو په اړه خبرې وکړې او د خپلو خبرو پرمهال یې د ښځو پر وړاندې د هر ډول تاوتریخوالي د مخنیوي غوښتنه وکړه،د لغمان ولایتي ادارې د مشرتابه څخه یې مننه وکړه چې په دغه ولایت کې یې د ښځو د حقونو د ساتنې او ژوند د ښه والي لپاره اغیزمن کارونه پیل کړي دي.

لغمان والي عبدالجبارنعیمي د ښځو پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالی وغندلو او د فرخندې وژنه یې د ټولو اسلامي او بشري اصولو خلاف کار یاد کړ، نوموړي هغه کسان له قانون او ارزښتونو ناخبره او ناپوه یاد کړل چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي کوي او د ښځو حقوقو ته درناوی نه لري.

لغمان والي ښځې د لوړ مقام لرونکې، د ټولنې جوړونکې او د هر نسل روزنکې وبللې او پر ټولو خویندو او میندو یې غږ وکړ چې د روانو بدمرغیو،ناخوالو او بې عدالتیو په مخنیوي کې له نارینه وو سره ګډ کار وکړي، نوموړي له ټولو هغه موسساتو او بنسټونو چې دښځو د ژوند او حقونو لپاره کار کوي وغوښتل چې د پروژي فعالیتونو پر ځای د ښځو لپاره بنسټیز کارونه وکړي ترڅو په لنډ،منځ او اوږد مهال کې د ښځو د ژوند د ښه والي،صحت او زده کړو په برخو کې اساسي اسانتیاوې او پرمختګونه رامنځته شي.

همداشان په همدې غونډه کې لغمان والي ټولې احساساتي پریکړې،صحرايي محکمې دعدالت خلاف کړنې یادې کړې ،له امنیتي،عدلي او قضايي ارګانونو یې وغوښتل چې د مجرمینو د ګرفتارۍ او مجازاتو لپاره په خپل وخت اقدام وکړي.د دغه ولایت ولسونو ته یې ډاډ ورکړ چې د ښخو چارو ریاست د پخوانیو رئیسانو د شهادت دوسیې به څیړي او عاملین به یې ګرفتاروي.

عبدالجبار نعیمي دا هم وویل چې د ملي یووالي حکومت د ښځو د ژوند د ښه والي،حقوقو د دفاع لپاره منظم او اساسي پروګرامونه لري او له ټولو هغه ښځو چې قانوني شرایط یې پوره کړي وي وغوښتل چې د دغه ولایت په ادارو کې کار وکړي.

په همدې غونډه کې د ولایتي ادارې مشرتابه له خلکو وغوښتل چې د ټولو هغه منفي تبلیغاتو او کړنو څخه ځان وساتي چې د ټولنې ارزښتونو، د نظام پیاوړتیا،ملي یووالي، د هېواد امنیت او پرمختګ ته زیان رسوي.

د ښځو چارو ریاست سرپرستې رئیسې نسرین حسین خیل  د خپلو خبرو پرمهال د هغه کړنو یادونه وکړه چې په لغمان ولایت کې د ښځو د ژوند د ښه والي او حقونو د دفاع په برخو کې دوام لري، نوموړې له مرستندویه ټولنو او موسساتو وغوښتل چې په دغه ولایت کې د ښځو لپاره اساسي او بنیادي کارونه وکړي او هغه غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي چې بنسټیز اهمیت لري.

بیا په خپل وار سره نورو ښځو هم خبرې وکړې او د ټولو هغه کسانو د مجازاتو غوښتنه یې وکړه چې دښځو پر وړاندې یې تاوتریخوالی ترسره کړی دی، دوی د ولایتي ادارې مشرتابه ته ډاډ ورکړ چې د د ولایت د پرمختګ په ټولو کارونو کې به اساسي برخه اخلي او د نارینه وو ترڅنګ به د امنیت،پرمختګ او ترقۍ لپاره کار کوي.