کور / تازه خبرونه / غزني: ملي امنيت په اندړو ولسوالۍ کې د ماینونو او موټر بمونو کارځای کشف کړ

غزني: ملي امنيت په اندړو ولسوالۍ کې د ماینونو او موټر بمونو کارځای کشف کړ

 

د ملي امنیت لوی ریاست موظفینو د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د طالبانو د ماینونو او موټر بمونو د جوړولو یوه کارخونه کشف او له هغو یې:

–         له چاودېدونکو توکو ډک یو عراده موټرسایکل
–         اووه بوشکه یي ماینونه
–         د میزایل اته فیره مرمۍ چې په غزني ولایت باندې توغوول کېدو ته چمتو وې ترلاسه کړي دي.
 د ملي امنيت چارواکو په وينا وسله والو هوډ درلود څو له یادو imageچاودېدونکو توکو څخه په ګټه اخستنې په غزني ولایت کې یو لړ ترهګریزې چارې ترسره کړي چې له نیکه مرغه موخې ته له رسېدو وړاندې د دوی هڅې له مخکي کشف او خنثی شوې.