کور / تازه خبرونه / د پوهني وزير: ډير ژر د لغمان د پوهني بهير د بدلون او سمون ګام اوچتوو

د پوهني وزير: ډير ژر د لغمان د پوهني بهير د بدلون او سمون ګام اوچتوو

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د پوهنې وزارت وزیر دوکتور اسدالله حنیف بلخي لغمان ولایت د ولایت مقام په بلنه  کاري سفر وکړ او د خپل سفر پر مهال یې د لغمان ولایت پوهنیز او ښوونیز وضعیت له نږدې وکتلو چې د ادارې او خلکو لخوا ورته اساسي غوښتنې وړاندې شوې.Jabar naimi

لغمان والي عبدالجبارنعیمي د ځانګړې لیدنې او ناستې پرمهال د پوهنې وزیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ د پوهنې په سکتور کې ټولې شته اساسي غوښتنې او ستونزې په ګوته کړي، لغمان والي وویل د لغمان ولایت ولسونه له پوهې سره زیاته مینه لري ولې لاهم د دغه ولایت د معارف په چوکاټ کې ګڼ شمیر ستونزې او غوښتنې موجودې دي چې اساس کار او توجه ته ضرورت لري.

لغمان والي د خپلو خبرو پرمهال څرګنده کړه چې د دغه ولایت د معارف هراړخیزه ارزونه یې تکمیل کړې او په دې برخه کې ټولې شته اساسي غوښتنې یې لوړو مقاماتو ته وړاندې کړي دي نوموړي د پوهنې له وزیر د پوهنې په چوکاټ کې د بنسټیزو اصلاحاتو غوښتنه وکړه.

لغمان والي د دې یادونه هم وکړه چې د دغه ولایت ولسونه د علم سره ځانګړې مینه لري همدا لامل دی چې په دې وروستیو کې یو شمیر وطن دوسته کسانو خپله شخصي ځمکه د۱۲ بابه ښوونځیو جوړیدو ته ځانګړې کړه او له دولت یې وغوښتل چې د ښوونځیو لپاره په کې ودانۍ جوړې کړي.جبار نعيمي

عبدالجبارنعیمي دا هم په ډاګه کړه چې تر اوسه پورې په لغمان ولایت کې (۱۱۷) ښوونځي ودانۍ نه لري،همدا راز د ښوونکو کمبود، د ښوونځیو د احاطو نشتوالی،د معارف ریاست په رهبري کې د ښځو نشتوالی،په خپل وخت د کتابونو نه رسیدل،د دارالعلوم لپاره د لیلیې نشتوالی او یو شمیر نورې ستونزې یې هم په ګوته کړې د پوهنې وزارت له وزیر یې هیله وکړه چې شته ستونزو او غوښتنو ته رسیدګي وکړي ترڅو د لغمان ولایت معارف په معیاري او اساسي توګه پیاوړی شي. همداشان لغمان والي د اسلامي تعلیماتو، تخنیکي او مسلکي زد کړو د بهیر د اساسي پیاوړتیا، تعمیراتي ستونزو د هواري په برخو کې د وزارت د مشرتابه د فوق العاده همکارۍ غوښتنه هم وکړه.

په همدې لیدنه کې لغمان والي د معارف په چوکاټ کې سیاسي مداخلي د هېواد له پرمختګ او د ځوان نسل له برخلیک سره لوبه او خیانت یاد کړ غوښتنه یې وکړه چې د معارف په سیستم کې هرډول مداخلې بندې شي.

وروسته په خپل وار سره په ولسي جرګه کې د لغمان ولایت د خلکو استازي برید جنرال نقیب الله محبت،په مشرانو جرګه کې د لغمان ولایت د خلکو استازي قاري میر حاتم تره خیل،د عالي مقام سلاکار عبدالهادي واحدي،د ولایتي شورا په استازیتوب حاجي عتیق الله عبدالرحیمزي او د قومي مشرانو په استازیتوب حاجي محمد اشرف خبرې وکړې دوی هم ټولې هغه غوښتنې تائید کړي چې پوهنې وزیرته د لغمان والي لخوا وړاندې شوې لغمان ولایت ته یې د پوهنې د وزیر په راتګ خوښي څرګنده کړه او هیله یې وکړه چې شته ستونزې هوارې شي.

د پوهنې وزارت وزیر دوکتور اسدالله حنیف بلخي د لغمان والي څخه مننه وکړه چې په دغه ولایت کې یې د پوهنې په سکتور کې د شته ستونزو د هواري لپاره جدي او اساسي تلاشونه پیل کړي دي، نوموړي د معارف په سیستم کې یو شمیر ستونزې تائید کړي او ولسونو ته يې ډاډ ورکړ چې شته ستونزو او غوښتنو ته به رسیده ګي وکړي.

د پوهنې وزیر خبر ورکړ چې ډیر ژر به د لغمان ولایت د پوهنې ریاست په چوکاټ کې د مثبت بدلون او سمون لپاره ګام اوچت کړي او د شته ستونزو په هواري کې به اساسي او عملي همکاري وکړي.

د پوهنې وزیر هم  د معارف په چوکاټ کې سیاسي مداخلې زیان رسونکې وبللې او له ولسونو یې وغوښتل چې د معارف په پیاوړتیا کې ولسي همکاري وکړي.پر هغه ځوانانو چې لوړې زده کړې لري او خپل هېواد ته د خدمت نیت او اراده لري غږ وکړ چې د پوهنې په چوکاټ کې په پیل شویو ازموینو کې برخه واخلي او د ازاد رقابت له لارې خپل ولس او خاورې ته د خدمت جوګه شي.

په همدې کاري سفر کې د پوهنې وزیر چې لغمان والي او نورو مشرانو یې هم ملتیا کوله د  مستورې د انجونو د عالي لیسې څخه لیدنه وکړه او د زده کوونکو او ښوونکو له حالت،ستونزو او غوښتنو یې ځان خبر کړ.

د یادونې وړ ده چې د کاري سفر په وروستیو کې یې د پوهنې وزارت مشرتابه د لغمان والي، د پوهنې ریاست له مسوولینو او د خلکو د استازو سره د شته ستونزو د هواري په خاطر تخنیکي ناسته وکړه او شته ستونزو ته یې د حل لارې په ګوته کړي.

پاتې دې نه وي چې په دغه لیدنه کې د ولایت مقام مرستیال الحاج شاهزاده مظلومیار، په ولسي جرګه کې د لغمان ولایت د خلکو استازو برید جنرال نقیب الله محبت،محمد حسن مموزي،سناتور میرحاتم تره خیل،د عالي مقام سلاکار عبدالهادي واحدي، د ولايتي شورا رئیس او غړو،ديني علماوو،قومي مشرانو او ګڼ شمیر ښوونکو حضور درلود.