کور / تازه خبرونه / ګوګل ژباړن ته د پښتو په ورزياتيدو کي شاکر عزيزي پام وړ خدمت وکړ

ګوګل ژباړن ته د پښتو په ورزياتيدو کي شاکر عزيزي پام وړ خدمت وکړ

 دا هڅه یوازي د یوه نفر، یوه ټیم او یوې ادارې نه ده، بلکه ډیرو پښتنو برخه پکښي اخيستي چي یو له هغو څخه شاکرعزیزي دي.دکندهار اوسدونکی شاکر عزیزي یو له هغو کسانو څخه وو چې په زیات زیار یې پښتو لغتونه راغونډ او دګوګل مشرتابه ته یې وسپارل . 10891558_10205567934024408_2197735106294457753_n
په کال 2015 کې د جنوري د میاشتي پر 22 چي د سویس هیواد د دایووس په ښار ګوټي کې نړیوال اقتصادي فورم (کانفرانس) وو ښاغلى عزیزي له افغانستانه برخه پکښي اخستي وه.

هلته یې د ګوګل د عمومي مدیر (CEO) او د مایکروسافټ د مالک بل ګیټ سره ولیدل چي بیا یې د دوی د ټیم د ژبو او نورو چارو له مدیرانو سره ولیدل چي هلته یې د پښتو پر نړیوال کولو بحثونه وکړل خو بلاخره یې ټوله هغه لغاتونه چي د پښتو د انلاین ډکشنرۍ په خاطر سره راټول کړي او لیکلي ول دوی ته ور ولېږل چي تعداد یې 300,000 درې سوه زره لغاته وو.
دواړو وعده کړې وه چي دا لغات به د ترجمې په برخه کي ور اضافه کوي خو دا یې هم په مقرر ډول ورته ویلي چي د نورو پښتنو سره هم په تماس کې دي او هغوی هم ورسره بلا عوضه همکاري کوي. 
د ګوګل ترجمي برخي ته د پښتو وراضافه کیدل د ډیرو زیاتو پښتنو په ګډ احساس او هڅو سره سوی، امتیاز یې د یوه یا دوو کسانو او ډلو نه دى بلکي دټولو زیار دى.
چي یو له هغو څخه شاکر عزیزي دى همت او زیار یې د ستایلو دى.

شاکر عزیزي دکندهار ښار اوسېدونکی ، فعال ژورنالیست او لیکوال دی . نوموړی په انګریزي ، پښتو ،فارسي ،اردو او ترکي ژبو برلاسی دی او مورنۍ ژبه یې پښتو ده . هغه یوازي‌ پر دغو ژبو تکیه نه ده کړې بلکه اوس یې دجرمني‌ژبي زدکړي‌ته ملا تړلې او په جرمني‌هیواد کې خپلي زدکړي پیل کړې دي‌. 

شاکر عزیزي دخبریال ډاټ کام همکار دی او همېشه هڅه کوي‌چې پر وخت تاوده ،تازه او دقیق معلومات تر لوستونکو ورسوي‌. 

شاکر عزیزي‌دخپل احساس له مخي له بیلا بیلو رسنیو او دګوګل په څېر نړۍ وال چال سره دپښتو دپرمختګ په ډګر کې هراړخیزه مرستي ته ملا تړلې ده . 

نوموړی وايي چې دنړۍ والو نورو انټرنیټي‌جالونو سره هم په تماس کې دی چې پښتو ژبه دنورو ژبو سیاله کړي . 

عزیزي له بیلا بیلو ژبو پښتو ته ترجمې کوي او کوښښ کوي چې اړین معلومات په ګوګل او نورو پلټونکو انجنونو کې ورزیات کړي .