کور / سياسي / دخبرتیا په نامه سرخلاصی لیک :

دخبرتیا په نامه سرخلاصی لیک :

د افغانستان ولس مشر ته!

د افغانستان خپلواکو، دعلومو اکادیمی او پوهنتونو پوهانو ته 

د اطلاعاتو او فرهنګ وزرات ته ، 

دپخواني ولس مشر حامد کرزی بنیاد اړوندانو ته 

غواړم پرته له مقدمې اوستاینې درته ولیکم چی : په دي ورځو کې په نړې کې یوتود خبر دا خپورشو چی اته امریکایی عسکر په یوه  سمڅه کې تری تم شوي او یاداچی په درواغو غواړي له اصلی خبرې د نړیوالو پام پربله خوا کړي ځکه نو خبرې ته بل رنګ ورکوي ، او په څنګ کي یې دا هم وایي چي  دوی یوه  (ویمانا) یا هغه الوتونکي ماشین هم موندلی چي تاریخی لرغونتیا یې په یوه حساب  پنخه زره کاله زړه اوپه بل حساب  تر پنځلس زره کاله  لرغونې ده . د خبرونو او راپورونو له مخې دا هغه موندنه ده چي د لویدیز زیاتره علمي ټولنې او ان سیاسی مشران په تیره بیا اوباما  زیات ورته هیښ اوپه ویاړسره ورته ګوته په غاښ شوي دی . ( خبر په روهي ویب پاڼه کې لوستلای شئ ) 

ویمانا یا ویمارګا لرغونی سانسکریت او پښتو لغت دی چې ویمانا یې له سانسکریت ( الوتونکی ګاډۍ )  او (ویمارګا ) له پښتو  (الوتونکی  مرغه ) سره یوشی کیږي ، هندیانو نن سبا  هغه ویمان کړی چي د الوتکی لپاره یې کاروي .چې لرغونتیایی تر پنخه زره کاله هم  زړه ده ، ددغه وسیلې لومړنۍ یادونه  په  (ویدي سندرو )،هغه چې د ایجاد اورامنځ ته کیدوجغرافیا یي  د معتبرو اسنادواو متفقو پوهانو د نظریاتو پراساس د ( هندوکش جنوب ) دی . چی بیا له دغې سیمې څخه  د ګنګا او جمنا وادیو ته ورغزیدلي او تراوسه هم له خپل تقدس څخه نه دي لویدلې ، په دغو سندرو کې د څښتن( اندرا) دهغې ګاډۍ یادونه شل ځلې  راغلی چي الوتنې به یې کولې او په هواکي به ګرزیده او داسیو یا دښنو او تیري کونکوته به یې سزا ورکوله . وروسته کټ مټ خبره په مهابهارت او راماین کې هم په کراتو کراتو راغلې  ده …  چي کیدای شي یوشمیر دا ټولې خبرې په افسانو وشمیري او دومره زیات اهمیت ورنه کړي ، په داسې حال کې چی همدغه حماسي آثار دختیز له حماسي خلکو اودهغو د ژوند له تجربو ، کړنو او وینو سره بې تړاوه نه دي .او نه باید د هسې افسانو په سترګه ورته وکتل شي .

د معتبرو اسناد و له مخې  د اشوکا په دوره کې  یوه ټولنه جوړه شوه چې د « نهو نا پیژندل شویو کسانو ټولنه » په نامه یادیده ، ځینو بیا د « ملګریتوب » د ټولنې په نامه یاده کړې ده ، چې په دغه ټولنه کې نهو کسانو په کشف باندې لاس پورې کړ ،  وایی چې دغه نهو کسانو په نهو برخو کې نهه کتابو نه ولیکل چي یویی هم د همدغه هوایی اصولو ، جاذبی او جاذبي ضد علومو په برخه کې و ، دا دومره معتبرې لیکنې وي چې اشوکا خپله وډار شوځکه چې له دغو لیکنو اوکشفیاتو څخه خلکو بشپړ شیطاني تعبیرکاوه  او بودایی ملایانو بیا دی په دغو دنه منلو کشفیاتو په ګناه نیوه خکه یې پټ وساتل ، هندي پوهان وايی چې دغه کتابونه اوس هم دنړۍ په یوه برخه کې همداسې پټ او ناکشف ساتل شوي ، چېدساتلوځایونه یې زیاتره د هند شمال ، تبت ، چین ، شمالی امریکا یادوي ، یوشمیر هندي پوهان وايي چې د چندیګر سانسکریت مرکز ته  یو مهال چینایانو یوشمیر سانسکریت نسخې د ترجمې لپاره را واستولي ، چي زیاتره یې د جاذبی او جاذبی ضد لارښونې په باره کې وي ځکه نو هندی پوهان داهم وایی چې کیدای شی دغه آثار ترهغه ځایه رسیدلي وي ،  همداده چي ویلای شو چي دهندوستان  دتمدن او شتمنیو ساتنه په اوسنۍ پښتونخوا او افغانستان کي په ډاګه شوې ده . په هندي معتبرو متنو کې دا خبره هم راغلې چي  ویمانا ( الوتکی ګاډۍ  یا ماشین ، یا مرغه )  په ځانګړیو اوپټو رازو او تاکتیکو سره جوړیده چی پرهغو یې له پیلوت یا چلونکي نورڅوک نه پوهیدل او نه یې اجازه درلوده ، تاریخي متون داهم وایی چې دغه وسیله به له ځانګړو رازو سره په ډیرو پټو ځایو ( hidden in Caverns  and underground bases ) کې ساتل کیده ، راماین لا داهم لیکي چې دغې وسیلي  دباد په وسیله  له یوه ځایه بل ځای ته حرکت کاوه …  

اوس خبره داده چې دولت او په خپله هغوی چی د فرهنګی میراثونو د ساتلو دنده او واک وردغاړې دي ، هغه پوهان چی ددې هیواد بچیان دي  باید نړۍ ته دا خبره ددغه مظلوم ملت په استازیتوب په داسې حال کې چې وژل کیږي او بدمرغه کیږي چي : 

    لومړی : دغه امریکایی عسکر په ترهه ګرو پسې ګرزي او که د لرغونو آثارو په لټولو او لو ټلو باندې اخته دي ؟  

   دویم : داچی اوبا ما دومره ورته لیوال شوی  مانا داچی دوی  په شرق کي د همدغو تاریخی او فرهنګی میراثونو د لوټلو لپاره هم دخلکو دوژنو په څنګ کې ټاکلې او پلان شوې تګلاره لري .  

  دریم  : په افغانستا ن کې څو ک شته چي لږ ترلږه داخبره د نړیوالو پرمخ روښانه کړي چې دغه سمڅه چي امریکا یانو دغه  بشری ویاړ له هغه ځایه  داتو تنو په قربانۍ را ایستلې چیري ده.؟   

څلورم : دغه فرهنګی مرکزونه او مقامات چی ما یی نوم یاد کړی په دغه اړه امریکایانو خبرکړي چی داسي یو کشف په افغانستان کې ترسره شوی دی ؟       

  پنځم : آیا امریکایی عسکر ددې واک او صلاحیت لري چې پرته دافغانستان دخلکو او دولت له اجازې د تاریخي آثارو په لوټلو باندې لاس پورې کړي ؟

شپږم :  آیا امریکایان اوس غواړي چې د افغانستان  دخلکو پروژنو برسیره له افغانستان څخه د خپلو وژنو د مزد په بدل کي د دوی مادي او معنوي شتمنی لوټ کړي ؟

دخواشینۍ وړ خبره ده چې دا فغانستان دولت تراوسه ددغه خبر په اوریدو سره ځان چوپه خوله نیولی او په دغه برخه کې یې نه دښه او نه د بد ځواب  ویلی دی ، موږ هیله من یو چی  حکومت اویاهم پوهان چې دغه لیکنه ورته مخاطب ده په دغه باره کې خپل دریځ  په ډاګه کړي ، افغان ملت ته لویه بدمرغي دا هم ورد غاړې شوه چې هرجابرقوم اوهریرغلګرهیواد چي څنګه زړه غواړي اوس پردغه ملت او دغه هیواد باندې خپله اراده مني ځکه چی حکومت او واکمنۍ نور په افغانستان کې  ددغه ملت دوژنو او توهین کولودیوې منظميپروژې ځای نیولی دی ، وطن په یوه بې سرپوښه دیګ اوښتی دی چې هرکس او ناکس یې پرمادی او معنوی سرنوشت باندې لوبې پیل کړي دی ، زموږ ملت او خلک باید په دي پوه شي چې دیوې ویمانا بیه د ټولې امریکا ترشپږ سوه کلن تاریخ هم لوړه ده . خو افسوس که دا خبره رښتیا وی ، نو باور دی لکه چې زموږ د خلکوخبره ده چې زور ځواکي سړي وژونکي به یو ځل بیا دلودیانو کوه نور الماس په زورله افغان شاشجاع ګانو څخه دتوتو په بیه لوټي او وړي .  

چی خدای دې نه کړي 

په  درناوي 

پروفیسور عبدالخالق رشید د نهرو پوهنتون د پښتو مطالعاتو له څانګې څخه 

دویمانایوانځور چی د لرغونو سانسکریت نسخو څخه را اخیستل شوی ،

چې په ډیرو خوندي ځایو کې ساتل کیدې .

 

 

دایی یوه بله لرغونې بڼه ده چی ویل کیږي خدایان به په کې په هوا تلل او الوتل