کور / راپور / په افغانستان کي د کرکيټ تاريخچه

په افغانستان کي د کرکيټ تاريخچه

کله چې شاه شجاع د انګريزي لښکرو پر مټ د امير دوست محمد خان امارت ړنګ کړ او خپله د تخت په ګدۍ کېناست نو د ده سره د راغلو انګريزي لښکرو لخوا په ۱۸۳۹ز کال کې د افغانستان په خاوره د لومړي ځل لپاره کرکټ ترسره شو البته دا کرکټ د برتانوي عسکر لخوا په خپل منځ کې ترسره کېده.Samiullah pam سميع الله پام

له دې څخه نږدې يوه نيمه پيړۍ وروسته يعنې په ۱۹۷۹ز کال په افغانستان باندې شوروي لښکرو يرغل وکړ چې له امله يې ګڼ شمېر افغانان کوزې پښتونخوا ته مهاجر شول او په کوزه پښتونخوا کې د کرکټ د لوبې سره عادت شول اوهملته يې په ۱۹۹۵ز کال کې د افغان مهاجرو د کرکټ فدراسيون رامنځ ته کړ.

کله چې شوروي لښکرې د افغانانو د سپېڅلې مجاهدې په واسطه په ګونډو شوې يو شمېر افغانان بېرته له مهاجرت نه راستانه شول او په خپلو سيمو کې يې د کرکټ لوبه پيل کړه خو ګڼ شمېر افغانان په افغانستان کې د سياسي مشرانو د خپلمنځي جګړو له امله هملته مېشت شول چې د ولسمشر کرزي د حکومت د راتګ سره د نږدې دېرش کلن هجرت وروسته د کوزې پښتونخوا څخه بېرته خپلو سيمو ته راستانه شول چې په دې کار سره په افغانستان کې د کرکټ لوبه په هره خوا خپره شوه.

افغانستان په ۲۰۰۱ز کال کې د کرکټ د نړيوالې شورا په Affiliate Members غړو کې ومنل شو او په همدې کال کې د افغانستان هيوادنۍ لوبډله د پاکستان هيواد ته د لوبو لپاره وکوچېده.

په ۲۰۰۳ز کال کې افغانستان وتوانېده چې د اسيايي کرکټ شورا سره غړيتوب ترلاسه کړي، بله لاسته راوړنه دا وه چې په همدې کال ګڼو افغان کرکټ لوبغاړو د ښې وړتيا له امله د پاکستان په کورني کرکټ کې سيالۍ ترسره کړې.

په ۲۰۰۴ز کال کې د اسيا تر اولس کلنو څخه کم عمره لوبډلو کپ کې افغان لوبډلې هم ګډون وکړ چې دا کال ملي لوبډلې ته هم خورا ارزښتمن کال و ځکه چې د اسيايي هيوادونو په جام يا ACC trophy کې افغان لوبډله ولوبېده.

په ۲۰۰۵ ز کال کې د اسيا تر ۱۵ښ(ښکته) يا U15 کپ کې افغان لوبډلې د پای لوبې تر مقام پورې ځان ورساو چې دا د کرکټ په ډګر کې يوه ښه لاسته راوړنه وه.

 په ۲۰۰۶ز کال کې افغان کرکټ لوبډلې دمنځني ختيځ په کپ کې سيالۍ ترسره کړې چې ډېره ښه پکې وځلېده او آن تر پای لوبې يې ځان ورساو خو په پای لوبه کې يې د بحرين څخه ماتې ومنله، په همدې کال افغان لوبغاړو انګلستان ته سفر وکړ او هلته يې په کوانټيو او کلپونو کې لوبې ترسره کړې.

په ۲۰۰۷ز کال کې د اسيا تر نولس کلنو کم عمره کپ کې افغان نولس کلنې برخه واخېسته او ډېرې برياوې يې خپلې کړې.

په ۲۰۰۸ز کال کې د پينځم ډيويژن يا د پينځمې درجې نړيواله اتلولي يې ترلاسه کړه او د همدې کال په وروستيو کې يې د څلورمې درجې کپ هم په خپل نوم کړ.

په ۲۰۰۹ز کال کې يې د دريمې درجې نړيواله اتلولي هم لاسته راوړه او د اسيايي شورا شل اوريز کپ يا ACC Twenty 20 cup يې وګاټه.

د افغانستان د کرکټ په تاريخ کې ۲۰۱۰ز کال ډېر ارزښتمن کال ګڼل کېږي ځکه چې په دې کال کې د افغانستان ملي لوبډلې په شل اوريز نړيوال جام کې لوبې ترسره کړې، په متحده عربي اماراتو کې د شارجې نړيوال لوبغالی د افغانستان د ملي لوبډلې د کورني لوبغالي په نوم ونومول شو، که څه هم د افغانستان ملي لوبډلې پنځوس اوريز نړيوال جام ته لار پيدا نکړه خو د څلورو کلنو لپاره يې د کرکټ د نړيوالې شورا د يو ورځنيو لوبو رسمي حق ترلاسه کړ، لومړۍ نړيواله شل اوريزه سيالۍ يې هم په همدغه کال د ايرلنډ سره ترسره کړه، د ۲۰۱۰ز کال د نړيوال شل اوريز جام د لار موندنې اتلولي يې وګټله، د کاناډا ملي لوبډلې ته په International cup کې سخته ماتې ورکړه او د فرسټ کلاس کرکټ نهم نړيوال ستر هدف يې پوره کړ.

د همدې کال د اسيا په المپيکي سياليو کې افغانستان دوهم مقام ترلاسه کړ او د سپينو زرو مډال يې هيواد ته راوړ، د انټرنېشنل کپ په پای لوبه کې يې سکاټلنډ ته ماتې ورکړه او اتلولي يې وګټله، د افغانستان په کرکټ بورډ کې د ښځو د کرکټ لپاره څانګه پرانېستل شوه، په همدغه کال په کابل او جلال اباد کې د کرکټ د معياري لوبغالو د جوړېدو کار پيل شو.

په ۲۰۱۱ز کال کې د افغانستان تر نولس کلنو کم عمره لوبډلې د اسيا د ايلټ جام اتلولي وګټله او په همدې کال د کرکټ بورډ لخوا د ۲۰۱۱نه تر ۲۰۱۵ز کال پورې د کرکټ د پرمختګ لپاره پلان او ستراتيژي جوړه شو.

په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ز کال کې د افغانستان داخلي کرکټ ډېر پرمختګ وکړ د ولايتونو ترمنځ سيالۍ ترسره شوې چې د هستي ګل عابد په کفتانۍ کې د ننګرهار ولايتي لوبډلې پکې اتلولي وګټله، همدرانګه د زونو ترمنځ د کرکټ شل اوريزه سيالۍ د (شپږيزه) تر نامه لاندې شروع شوې چې په معياري بڼه د ټلويزيون په پرده خپرې شوې، د شپږيزي په لومړۍ لړۍ کې د سپين غر لوبډلې چې د ننګرهار، کنړ، لغمان او نورستان ولايتونو له لوبغاړو څخه جوړه وه اتلولي وګټله چې لوبډلمشر يې د افغانستان د ملي لوبډلې تېز بالر حميد حسن و. او د دوهمې شپږيزې اتلولي د نوروز منګل په مشرۍ د مس عينک زون لوبډلې وګټله، همدارنګه د ميلون جام په نامه سيالۍ پيل شوې چې په دوهمه لړۍ کې يې دوو پاکستانيو لوبډلو ګډون کړی و چې د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلي غړی هم پکې و، د کورني کرکټ د پرمختګ له امله افغان لوبغاړي د ښې وړتيا درلودونکي شول او آن په بهرنيو هيوادونو کې د پيسو په بدل کې ولوبېدل.

همدارنګه په ۲۰۱۴ز کال کې د افغانستان ملي لوبډلې په اشيا کپ کې چې پاکستان، هندوستان، سرلنکا، او بنګلدېش پکې و هم ګډون وکړ چې بنګلدېش ته يې سخته ماتې ورکړه او لومړی ځل و چې د افغانستان ملي لوبډلې د بشپړ عضويت لرونکی هېواد ته ماتې ورکړه، همدارنګه د افغانستان نورو کوچنيو لوبډلو هم چټک پرمختګ وکړ، د افغانستان ملي لوبډلې د هند الف لوبډلې ته ماتې ورکړه، او د نولس کلنو ملي لوبډلې د نړۍ د سر سختې او قوي لوبډلې اسټرليا ته په نړيوال جام کې ماته ورکړه، د افغانستان د کرکټ لپاره دا کلونه ځکه د خوشالۍ کلونه وو چې له يوې خوا يې تاريخي برياوې خپلې کړې او له بلې خوا يې د ۲۰۱۵ کال نړيوال پنځوس اوريز جام ته لپاره لار پيدا کړه