کور / هراړخیز / په لراوبر افغان وطن کي د پښتو ژبي خوار و زار حالت

په لراوبر افغان وطن کي د پښتو ژبي خوار و زار حالت

په افغانستان،پښتونخوااوسویلي(جنو بي) پښتونخوا 
کې د پښتو ژبې اوسنی خوار او زار حا لت :

تاسو ټولوآغلو اوښاغلو پښتنو ته پوره پته شته چې په افغانستان کې پښتو ژبه دافغانستان داکثریت خلکوژبه ،خو له بده مرغه محکومه ژبه ده .Dr. Latif Yad ډاکټر لطيف ياد

په افغا نستان کې دپښتو ژبې سره دتاریخ په اوږدو کې سخته جفا شوې ده.دافغانستان واکمنان چې پخپله په خټه پښتا نه وونه یوازې داچې په پښتو ژبه یې خبرې نه کولې،بلکې د پښتو ژبې په ویلوهم شرمیدل او کرکه یې ترې کوله .همدا وجه ده چې دا ژبه نه یوازې دفترونو ته لاره پیدا نکړه،بلکې په تعلیمی اواکاډمیکو موسسو کې يې هم په قصدی او عمدي توګه ځای ونه موند،حال دا چې د افغانستان په اساسي قانون کې پښتو ژبه ملي او رسمي ژبه ګڼل شوې ده،خوپه عمل کې بیا ورسره دښمني ښودل شوې ده او په اساسي قانون کې دغه ماده تش په نامه ماده ده او عملي بڼه یې نه ده غوره کړې . له بلې خوا د پښتو ژبې سره دیو لړ معلوم الحاله کړیواوان د افغا نستان دځینو ګا ونډیو هیوادونو لکه ایران له خوا سخته دښمني روانه ده اوپه خپلوهغو تلویزیونو کې چې په افغانستان کې دایران په پیسو تمویلیږي او ددوی په ګټه کار کوي دپښتو ژبې او دپښتنو پر خلاف سپکې سپورې او ښکنځلې کیږي اوبد اورد ورته ویل کیږي.
پښتانه باید دې ټکي ته پاملرنه وکړي چې دوی هم ددې حق لري چې هم پخپله او هم یې بچیان په خپلې  مورنۍ ژبې زده کړې وکړي او په خپلې ژ بې رسمي او دولتی لیکونه او مکتوبونه ولیکی ،خوله بده مرغه کله چې کوم پښتون دپښتو غږ اوچټ کړي او دخپلو بچیانو لپاره ددوی په مورنۍ ژبه دزده کړو غوښتونکی شي نو د متعصبو او پښتون دښمنه عناصرواو کړیو له خوا دمتعصب او فاشیسټ ټاپه پرې لګوله کیږي او هغه ته بیا فا شیست او متعصب ویل کیږی .
نن د افغا نستان په او سنی نظام کې چې دډیمو کراسی او ولسواکۍ او ټولنیز عدالت چیغي وهل کیږی
پښتوژبه محکومه ده او یوازي دځینو دفترونو په لو حو پورې محدوده پاتې شوې ده، پښتو په ښوونځیو ،پو هنتو نونو،اکا ډمیکو او علمي موسسو اودفترونو کې هیڅ ځای نلري.آیا پښتاته ددې حق نلري چې ددوی ژبه دې هم په نو موړو ځایونو کې ځای ولري. 
زه هغو متعصبینو او ایرانپالوته وایم ایا  چې څوک پخپلې ژیې لیک لوست او زده کړه وکړي او څه ولیکي نوهغه فاشیست او متعصب شو؟
آیا څوک چې دخپلو بچیانو لپاره په خپلې مورنۍ ژبه دزده کړو د حق لپاره مبارزه وکړی هغه متعصب او فاشیست دی؟
په هرحال نن ورځ پښتوژبه په افغانستان کې محکومه ژبه ده او پښتانه دخپلې خوږې ژبې پښتو دمزایاوو نه بې برخې دي .

۲- په پښتونخوا او سهیلي(جنوبي) پښتونخوا کې دپښتو ژبې خوار او زار حا لت :

لکه څنګه چې دافغانستان تش په نامه پښتنو واکمنانو دافغا نستان پښتانه دخپلې خوږې ژبې پښتو دمزایاوو اوښیګڼو نه بې برخې ساتلي دی د پښتونخوا اوسهیلی پښتونخوا پښتانه او ددوی ژبه پښتو هم دپاکستان دجوړیدو نه تر اوسه پورې چې ۶۹ کلونه ترې تیرشوي دی محکو مه ژبه ده او پښتانه یې دخپلې ژبې خوږې پښتو دویلو او لیکلو دحق اوپه دې ژبه د زده کړې او تعلیم دحق نه په قصدي توګه او ددوی دپښتون دښمنه پا لیسیو په وجه بې برخې او محروم ساتلي دي .
همدا اوس په ټولې پښتونخوا او سهیلي پښتو نخوا کې د پښتنو بچیان په خپلې مورنۍ ژبې دتدریس او سبق ویلوحق نلري او تر ینه محروم او بې برخې دی،حال داچې دپاکستان په نورو ایالتونو سند اوپنجاب کې ددوی په مورنیو ژبو سندی او پنجابي او اردو باندې زده کړې کیږي، خودپښتنوبچولپاره په ښوونځیو (سکولونو) او پو هنتونو کې دپښتو ژبه نه تدریس کیږي او پرځای یې په اردو او انګریزي ژبو تدریس کیږي . همداراز په پښتونخوا او سهیلي پښتونخوا کې ټول دفتری کارونه یا په انګریزي ژبه دی او یا هم په اردوژبه او پښتو ژبه په دفترونو کې هم ځای نلري،له همدې کبله دی چې په مجموع کې پښتنو او په تیره بیا ددوی بچو خپله ژبه هیره کړې ده او ددوی په تعلیمي نصاب کې دپښتو ژبې لپاره هیڅ ځای نشته.په دې وروستیو وختونو کې دپښتونخوا مشروزیر پرویز خټک په دولتي او سرکاري سکولونو کې دپښتو ژبه دتعلیمی نصاب نه وایستله اوپه دې توګه یې په پښتونخوا کې پښتو ژبې سره  ستر خیانت وکړ.
همداراز که چیرې د پښتونخوا او سهیلي پښتونخوا دخلکو ژوند پا کستان دنورو صوبو او ایالتونو لکه سند اوپنجاب سره پرتله او مقایسه شی نو له هره پلوه دځمکې او آسما ن تر مینځ تو پیر پکې لیدلای شو. نن ورځ دپښتونخوا او سهیلي پښتو نخوا پښتانه په غربت ،بیوزلۍ ،بیکارۍ او درپه دریو کې خپل ژوند تیروي.
په هرحال دافغانستان،پښتونخوا او سهیلي پښتونخوا پښتانه او دپښتنو ځوان نسل باید نور دخپل دې روا حق دغوښتلو لپاره غلي کښينني او دخپلې مورنۍ ژبې د اعادې لپاره باید نه ستړې کیدونکي مبارزه وکړي او باید خپل دا مشروع حق ترلاسه ګړي.
پښتو، پښتو به وایم
پښتو، پښتو به پالم
پښتو ده زماژبه
پښتو باندې زه ویاړم
پښتو زما عزت دی
پښتو نه به زه نه اوړم
داژبه راته ګرانه
خدمت ته یې ولاړیم
(یاد)