کور / تازه خبرونه / په خيبر ايجنسۍ کې يو افغان ديني عالم وژل شوى

په خيبر ايجنسۍ کې يو افغان ديني عالم وژل شوى

پېښور: دپژواک دخبرله مخې ناپېژاندو وسله والو د خيبر ايجنسۍ په لواړگي کې يو ديني عالم وژلى دى
.پاکستانيو رسنيو دخبر ورکړى چې دا پېښه پرون سهار د خيبر ايجنسۍ د لواړګي په سيمه کې رامنځته شوې ده
.سرچينې زياته کړې چې ناپېژاندو وسله والو پر يوه افغان ديني عالم مولوي عبدالحليم ډزې کړي او هغه يې وژلى دى .راپورونه وايي، چې بريدګر له پېښې وروسته تښتېدلې دي
او تر اوسه د وژل شوي افغان ديني عالم د وژنې انګېزه نه ده په ډاګه شوې.
له بله خوا دافغان اسلامي اژانس بيا په خپل راپور کې وايي چې مولوي عبدالحليم طالبانو له خوا د ننگرهارد لال پورې ولسوال اود گردي غوث د کلي وسيدونکي وه
نوموړي د لواړگي دسيمې په يو جومات کې امامتي کوله
طالب وياندذبيح الله مجاهد افغان اسلامي اژانس ته پېښه تاييد او زياته کړې يې ده چې مولوي عبدالحليم د سهار پرلمانځه ولاړ وه چې پرې ډزې وشوى