کور / هراړخیز / جَزَاء وِفَاقًا

جَزَاء وِفَاقًا

ما څو کاله وړاندې د مسکو د کتاب په نړیوال نندارتون کې خپلې کڅوڼې په وړیا وېشونکو او پلورېدونکو کتابونو ډکې کړې. د بې شمېرو کتابونو په لیکه کې یو هم په سعودي کې چاپ شوی «تفسیر کابلي»، چې په پښتو ژبه کې د سپېڅلې وینا تر ټولو اوڅاره ژباړه ګڼل کېږي، راغلی و. 

imageپه ډېره لېوالتیا او تلوسه مي دا کتاب په دې هیله پرانېست، چې هغه په مورنۍ ژبه د قران الکریم د لوستلو تنده مې خړوبه کړي. خو کله چې ما د «تفسیر کابلي» لوستنه پیل کړه لومړی مې فکر وکړ، چې دا پښتو نه ده او یا زه لېونی شوی یم او خپله ژبه مې هېره کړې ده. له شاک وروسته ما یو ځل بیا دا کتاب پرانېست، پاڼې مې واړولې او وپوهېدم، چې دا پښتو ژبه ده، خو قران داسې ژباړل شوی، چې د ټولو لپاره او په ځانګړې توګه د کندهاریانو لپاره د پوهېدلو وړ نه دی. 

ما وپتېیله، چې د ځان او خپلو ګوتشمېرو ملګرو لپاره، چې له الهي کتاب سره مینه لري، قران الکریم له روسي او فارسي ژبو څخه پښتو ته وژباړم، تر څو موږ په مورنۍ ژبه د سپېڅلې وینا په منځپانګه وپوهېږو. خو کله چې ما د قران وروستۍ شل لنډې سورې وژباړلې، وپوهېدم، چې لوی الله ډېر استعداد نه دی راکړی او ښه به وي، چې زه له دې پروژې څخه لاس پر سر شم. هغه مهال ما دا او ځېنې نورې پروژې تر ناڅرګندې مودې پورې کنګل کړې. 

سږکال، کله چې زما په ژوند کې نوی څپرکی پرانېستل شو، ما یو ځل بیا ځېنې پخوا ځنډول شوې پروژې، لکه خبري جالپاڼه، وییپانګه، ناول او د سپېڅلې وینا ژباړهبیا پیل کړې. پرېکړه مې وکړه، چې لومړی به د قران الکریم تر ټولو کوچنۍ او بیا نورې سورې وژباړم. د «النبأ» سورې ۲۵-م  لنډ ایات ته ورسېدم: «جَزَاء وِفَاقًا». په روسي او فارسي ژبو کې ټول شته ژباړې او تفسیر مې ولوستل، خو هیڅ نه پوهېدم کومه ژباړه غوره کړم. په ژباړه کې هیڅکله باید بېړه و نه شي، نوځکه مې پرېکړه وکړه، چې تمه وکړم او خبرونه ولولم.

د نړیوالو رسنیو د څارنې په ترڅ کې ناڅاپې سترګې مې د نامتو روسي کشیش سيسوېف پر انځور ولګېدلې. سيسوېف، چې د اسلام او محمد (ص) سپکاوی یې کاوه، څو کاله مخکې د یوه مسلمان په لاس ووژل شو. د دغه سړي انځور په ما کې دومره ډېره کرکه راوپاروله، چې نژدې و خوا مې وګرځي. سترګو ته مې هغېصحنې ودرېدلې، کله چې امریکانانو او انډیوالانو یې پر افغانستان یرغل وکړ او سيسوېف له خپلو خواخوږو سره د افغانانو مړینې ته داسې ښادمن وو، ته چې وایې د جنت زېری پر شوی دی. د نورو خبرو تر څنګ زما د سيسوېف او د هغه د ملاتړو هغې تبصرې په یاد شوې، چې دوی په ټولنیزو شبکو کې کولې.

War crime Afghanistan

 بېلګې په توګه، دوی د پورتني انځور (دې ته ورته نور انځورونه هم وو، خو ما اوس و نه کړای شول هغه په نړیجال کې ومومم) لاندې داسې  تبصرې لیکلې: «زموږ خدای عیسی دعاوې مو واورېدلې! په افغانستان کې نوې صلیبي جګړه پیل شوه او ډېر ژر به لمن یې ټولو اسلامي هېوادونو ته وغځېږي او قسطنطنیه او نورې خاورې به يوځل بیا زموږ په لاس کې وي!

په دې انځور کې تاسې وینئ، چې د اتل احمد شاه مسعود، چې د سپټمبر په ۹-مه نېټه د تروریستانو له خوا ووژل شو، زمریان د شیطان زوی محمد مینه وال لکهسپي داسې وژني او داسې برېښي، چې جنسي تېری یې هم کوي! ډېر ژر به د شیطان زوی نور لارویان هم له دې برخلیک سره مخامخ شي». ما او نورو مسلمانانو له ډېرو ناندریو څخه ډډه کوله او یوازې مو ور ته لیکل، چې غټې خبرې تل ډېرې غټې ناوړې پایلې هم لري. په ځواب کې دوی موږ ته ویل، چې د وژل شوي طالب غوندې جنسي تېري ته چمتووالی ونیسو، ځکه چې ډېر ژر زموږ وار هم رسېږي.

له دې خاطراتو وروسته پام مې زړه بوږنونکي سرلیک ته شو: «د کشیش سیسوېف درو لوڼو خپل پلندر په جنسي تېري تورن کړ» (د خبر د بشپړ متن لوستلو لپاره دغه لینک کښېکاږئ http://www.mk.ru/incident/2016/02/13/tri-docheri-ubitogo-svyashhennika-dannila-sysoeva-obvinili-otchima-v-pedofilii.html). په خبر کې راغلي وو، چې د کشیش سیسوېف مېرمنې، چې د خپل مېړه په څېر یې پر اسلام، قران او د الله پر رسول ملنډې وهلې، د هغه له مړینې وروسته له سرګي ستانیلووسکي سره دوهم واده وکړ. زما د معلوماتو له مخې، سرګي ستانیلووسکي د سیسوېف په نامه د بنسټ مشر دی او د اسلام او مسلمانانو په وړاندې تبلیغات کوي. 

روسي ټولیزې رسنۍ لیکي، چې د کشیش سیسوېف مشرې لور څارندوی ته په خپل غوښتنلیک کې لیکلي دي، چې ستانیلووسکي د کلونو په اوږدو کې د دې او نورو خويندو جنسي سپکاوی کاوه، خو دې یوازې اوس، کله چې دا شل کلنه شوه، ږغ پورته کړ. 

ښکاره خبره ده، چې ستانیلووسکي  ټول تورونه ردوي، خو څارندوی دی ونیو او داسې ایسي، چې هغه به د خپل ژوند وروستي کلونه په اړتون کې تېر کړي. په حقیقت کې دا مهمه نه ده، چې ستانیلووسکي  به خوشې شي که نه، ځکه چې د ده او د کشیش سیسوېف نوم داسې تور شو، چې اوس یې سپیناوی نه شونی دی. 


نه پوهېږم ولې، خو د کشیش سیسوېف د لوڼو د جنسي تېري په اړه د خبر له لوستلو وروسته د «جَزَاء وِفَاقًا»ایات معناییزه ژباړه په خپله راغله: «دا به د دوی د ناوړو کړنو وړ جزا وي».

پامیر زیارمل