کور / هراړخیز / ولسمشر غني بابر دوستم او مصطفی دوستم ته دښځو پر بې عزته کولو مېډالونه ورکړله!

ولسمشر غني بابر دوستم او مصطفی دوستم ته دښځو پر بې عزته کولو مېډالونه ورکړله!

لیکوال: متقاعد جنرال محمد داود

ولسمشر غني بابر دوستم او مصطفی دوستم ته دښځو پر بې عزته کولو مېډالونه ورکړله!

Dostamغرمه ده، په هیواد کې مو د عملیاتو د ښي رهبرئ او همانګي غونډه راغوښتې وه او سبا په فاریاب او جوزجان کي د ولسمشر د دویم مرستیال جنرال دوستم په مشرۍ عملیات پيل کېده، ښې لاس ته مې د دفاع وزارت د اوپراسیون له رئیس نه پوښته وکړه،چې د فاریاب په عملیاتو کې د ملي اردو نماینده ګي څوک کوي؟ ویل یې، جنرال شیرین شاه خو هغه پرون کابل ته راغلی دی، ما په حیرانۍ ور ته وویل، چې شیرین شاه د دومره لویو عملیاتو په وخت کې کابل ته څنګه او د څه شي لپاره راغلی دی؟ زما او د رئیس اوپراسیون خبرو کې د ملي امنیت لوی رئیس هم شریک شو، هغه هم وپوښتل چې شیرین شاه رښتیا کابل ته راغلی دی؟ لوی درستیز ما او د امنیت رئیس ته مخ راواړاوه، ویل یې د شمال د تیر ځل په عملیاتو کې چې کله دویم مرستیال اداره کوله، Dostamد هغه زامنو د کورنو د تصفیې په وخت کې ښځې وهلې او ډبولې، چې په دې کار سره د ملي اردو د سرتیرو سخته غوسه راپارېدلې وه او د دویم مرستیال زامن د ملي اردو د سرتیرو د سخت غبرګون سره مخامخ شوی وو. حتی چې د ملي اردو او د جنرال دوستم کسان سره ګوته او ماشه شوی وه، خو اخیر د ملي اردو سرتیري، چې په دې پوهېدلي وه، چې په مصطفی او بابر یې وس نه رسیږي نو ۱۹ سرتیرو خپلي وسلې پر مځکه ايښي وې او د جګړې څخه تللې وه، خو وروسته دوستم او د هغه کسانو دا کار پر شیرین شاه تاوانه، چې د ملي اردو سرتیرو دا کار د جنرال شیرین شاه په لمسون کړی دی، نو دا ځل ددې تر مخه چې عملیات پیل شي شیرین شاه له دې کبله چې د دوستم له قهره سره مخامخ نه شي خپله لوا خوشي کړې او کابل ته راروان شوی دی. په مجلس کې یو ډول خپګان او چوپتیا خپره شوه.

ډګرمن شیرین شاه په ۲۰۰۷ م کال کې د کندهار د ۲۰۵ اتل قول اردو د د لومړئ لوا د دریم کنډک، چې په هغه وخت کې به یې کله د ژړۍ او کله د پنجوایې ولسوالۍ مسولیت درلود قوماندان وو او زما تر قوماندي لاندي یې کار کاوه. دی د پروان ولایت دی او جمعیتی دی، خو ښه برجسته قوماندان دی، کله کله به یې د پزي نه د تعصب بوی هم راته خو په عمومې توګه وطن دوستهانسان دی. دی وروسته د هلمند د ۲۱۵ میوند قول اردو رئیس ارکان مقرر شو، بیا جنرال او اوس د شمال د ۲۰۹ ظفر قول اردو د هغې لوا قوماندان دی، چې د فاریاب، سرپل او جوزجان د امنیت مسولیت یې تر غاړي دی. دا چې په شمال کې د جمعیت او دوستم جنبش د قدرت پر سر سخته سیالي روانه ده، نو هلته د جنبیشانو په مقابل کې هر اقدام ته د شک په سترګه کتل کیږي نو دا چې شیرین شاه جمعیتی و د بابر او مصفطی دا شک ته یې نور قوت ور باښه، چې د مصطفی او بابر په مقابل کې د ملي اردو د سرتیرو درېدل د جمعیت پلان وو. 

موږ اشرف غني ته په دې خاطر خوشحاله وو، چې د کرزي برعکس به د دولت په ټولو برخو کې لازم اصلاحات راولي او دا ملت به پر یوه سم لوري رهي کړي خو اشرف غني په خپل دې یو نیم کلن ماموریت کې داسي کارونه وکړه، چې زموږ راتلونکې نسلونه به یې بیه ورکوي. ولسمشر غني ددې پر ځای چې د ملي اردو هغو ۱۹ سرتیرو ته د مېړاني مېډالونه ورکړي، پر ځای یې مجرمینو او داسي بېغرته کسانو ته د مېړاني مېډالونه ورکړله، چې پر باعزته افغانو او بې وسلې مېرمنو یې په داسي حال کې لاس پورته کاوه، چېپه مځکه کې یې ټانکونو او په هوا کې یې طیارو ساتنه کوله که نه نو نه بابر او نه یې پلار دومره زمري دي چې هلته دي حتی بېله الوتکو د ورتلو جرات وکړلای شي، چیري چې دا بې دفاع افغان مېرمنې اوسیږي.