کور / اقتصادي / برېښنا او اقتصادي مافیا

برېښنا او اقتصادي مافیا

لیکوال : ایمل عشرتي امرخیل

په یو هیواد کی چی  له دریوو لسیزو  څخه  زیات تحمیلی جګره په وګړو تپل شوی وی  ډیری منفی اغیزی ټولنی ته پریښی،  چی د ډیریو ویجاړیو او ناخوالی اصلی لامل او د بنسټیزو امکاناتو له مینځه وړل د ګوډاګیو له لاس د دوی د بادارانو په لمسون له ریښه یا له مینځه وړل شوی او یا هم تر ډیره برید د ګواښونو سر مخ شوی.Aimal  Ashrati Amarkhail ايمل عشرتي امرخېل

  د وطن د  د ښمنانو  په لمسون د خاصو کړیو په واسطه  خپل شوم پلانونه عملی او ولس یی دربه دریو او ناخوالو سره مخ کړی، د ښکیلاک په دغو کړنو کی نه یوازی سیاسی او ټولنیزي موخی نغښتی دی او وی  بلکه  عمده او اساسی  لا مل یی  اقتصادی موخی ته   رسیدل او خپلی ګټی خوندی کیدل دی.

اقتصاد د انسانانو په ژوند کی په خاصه د یوي ټولنی د شاه رګ په توګه رول لوبوی چی د ژوندانه ټول ټولنیز، سیاسی او هم اقتصادی  فعالیتونه مستقیماٌ په خپل ځان د ثقل مرکز په توګه را څرخوی او حرکت کونکی یی بلل کیږی.

د یوه هیواد اقتصادی غښتلتیا د  داخلی سرچینو او منابعو په دقیق، سم او مثبت  استعمال ارتباط لری، که په هره اندازه داخلی تولیداتی منابع غښتلی او د خام توکی د هیواد دننه تولید او  تولیداتی سرچینو ته په واک کی ورکړل شی  اقتصاد  به مثبت لوری ته پرمختګ کوی، او که د یو هیواد تل  د بهرنیو خامو توکو او تجارتی کالو اړمن وي، په هغه صورت کی به تل له اقتصادی پلوه کمزوری او د طفیلی په څیر به خپل  سوداګریزی اړتیا وی پوره او کړنی  پرمخ بیا یی چی  دغه کار په خپل ذات کی  نه یوازی چی د هیواد داخلی اقتصاد او عواید کمزوری کوی بلکه د وګړو پر کورنی اقتصاد هم منفی اغیزی پریږدی ځکه، د یوی کورنی نا خالص  کالنی،  عواید د هغو د مصرف سره سم انډول نه لری او هر هغه کالی چی له بهر څخه واردیږی قیمت یی ډیر لوړ وی نو  همدغه دلیل دی چی د هری کورنی اقتصادی حالت په بشپړ توګه اغیزمن کوی. 

که د وطن  اوسنی کرکیچن حالت  له اقتصادی اړخ څخه و څیړو نو د تیرو څو کالونو په پرتله د وګړو اقتصادی حالت ورځ تر بلی د منفی او کسر لور ته روان دی، د غه اصلی او عمده عوامل یی کوم دی؟ لاندینی  څو عمده عوامل چی یو پر بل  تړاو لری په لاندی ډول دی:

۱- امنیت. 

۲- سیاسی بی ثباتی.

۳-داقتصادی مافیادګټو خوندیتوب.

لمړی د هیواد په ډیریو برخو کی د امنیت نه شتون  د بحث اصلی محراق بلل کیږی او  مهم ټکی دی چی د هیواد  اقتصاد یی تر ډیره برید ضیانمن کړی دي، ځکه هیڅ یو سوداګر رسک  (خطر) نه قبلوی او نه غواړی چی خپله پانګه په داسی شرایطو کی  چی له امنیتی  ګواښونو سره مخ وی او د ده د د سر او مال  امنیت ضمامنت یو فیصد  هم نوی هیڅکله هم  نه غواړی چی دغه (رسک) یا خطر پر ځان ومنی، یواځینی لامل د امنیت نه شتون دی چی سبب د دی شول چی  ډیریو سوداګرو خپله زیاته برخه پانګه له هیواد څخه بهر انتقال کړي او یا یی هم  خوندی کړی چی د افغانستان د پانګ اچونی د ملاتړ اداره ( آیسا) او دسوداګریزو خونو د اداری له ریپوتونو سره په تیر کال کی بهرنیو پانګوالو ۱٪ پانګونه هم به هیواد کی نده کړی چی دغه  په خپله د امنیت نه شتون یوه بیلګه په ګوته کوی او د هیواد به سوداګریزو چارو او اقتصاد منفی اغیزی غورځوی، ځکه که سرمایه په خاصه په اقتصادی سایکل یا ( دوران) کی را نه وړل شی او ټولي سرمایي له اشخاصو سره راکد پاتی وی نو تجارتی فعالیتونه ورځ تر بله کمیږی او  اقصادی بی ثباتی مینځ راځی  څکه بازار د عرضه او تقاضا په سیستم روان ده، په خاصه زمونږ هیواد چی یو مصرفی هیواد دی چی تل د بهرنیو تولیداتو متکی دی.

که واردات ونه لرو نو تقاضا زیاتیږی اود تقاضا له زیاتیدلو سره دجنس قیمت لوړیږی که چیرته د توکو قیمت مخ په لوړیدو شی فردی او کورنی اقتصاد ته ستره ضربه واردیږی ځکه عواید کم وی او مصرف له تقاضا سره سم لوړیږی چی د اقتصادی میکانیزم او  اصولو سره په ټکر کی راځی .

دویم مهم  ټکی چی مستقیما ٌ  اقتصاد کمزوری کوی سیاسی بی ثباتی ده ، سیاسی بی ثباتی یعنی که په یوه هیواد کی سیاسی بی ثباتی موجوده وی  هرومرو  به اقتصادی انارشی مینځته رازی، ځکه بازار له کنترول څخه ووځی، درک د مسولیت  له مینځه ځی، چارواکی په خپل مینځی سیاسی زدو بندونو را ښکیل وی، د ستونزو د حل لپاره کوم خاص مسولین شتون نه لری او نه هم  پام  کوی، همدغه وجه ده چی په عامه اصطلاح( میدان شغالی دی) نو هر څوک کوښښ کوی چی د ځان د ښیګنی او د متاع د لاسته راوړلو لپاره ټول اصول او نورمونه له پښو لاندی او یوازی موخه یی ګټه لاسته راوړنه ده  که له مشروع او یا غیر مشروع  لارو هم وی ځکه شخصی منافع له  هر څه بهتره ګڼی.

دریم مهم ټکی په نظام کی د اقتصادی مافیا بر لاسیتوب، په اذهانو شاید پوښتنه پیدا شی چی دا اقتصادی مافیا ده څه ؟ 

په عامو ټکو اقتصادی مافیا هغه  خاصو اشخاصو ته ویلا شو چی بازار  په خپل لاس او  ولکه کی ونیسی او د خپلو شخصی ګټو تو منافعو د خوندی ساتلو  لپاره په هر راز کړنو صرفه نه کوی، له هری لاری  چی امکان ولری بازار د خپلی ولکی لاندی راولی چی دغو موخه ته د رسیدلو لپاره له هیڅ یو راز کړنو صرفه نه کوی  خپلی اړیکی له اړوندو اداراتو ، اشخاصو ، زورواکو، په قدرت سپرو او با نفوذ کسانو سره له مختلفو طریقو لکه رشوط ورکول ، اکرا ، اداری فساد او له داسی نورو لارو تامینوی.

د بازار کنترول په خپل لاس کی ساتل غواړی ځکه د ډیريو تجارتی توکو وردونکی دوی په خپله دی نو کوښښ هم پر دی کوی چی څرنګه خپل توکی بازار ته  عرضه او ګته لاسته راوړی.

او تل  کوښښ کوی  چی له یو لاری خپل تصمیم تحمیل او بازار په خپل کنټرول کی ولری چی په هر وخت وغواړه مواد بازار ته عرضه  او یا هم د احتکار عمل اجرا کړی چی یوازنی علت یی هم همدغه دی چی  له دغی لاری په ډیر کم وخت کی په ملیاردونو ګټه لاسته راوړی چی په لنډه کولی شو د تیلو او سون مواد په ګوته کړو.

 

سوداګر خپلی ټولی کړنی او معاملات له  تجارتی هنداری څخه څاری، ځکه یو سوداګر نسبت ټولنیزو اصول په پام کی نیولو سره نه بلکه یوازی ګټه لاسته راوړنه د خپلی تجارتی هنداری په تله کی  تلې، که هر څومره د ګټی خوا درنده وه زیاته پاملرنه یی هماغه لوری ته وی، بیلګه یی د بریښنال وروستی ستونزو په ګوته کولی شو، چی د بریښنانه شتون له وجی نه یواځی کابل بلکه  ټول هیواد  یی په تور تیاره بدل کړ، داسی تر غوږو کیږی چی د بغلان  موضوع او د وارداتی برق د  ستنو  او لین قطعه کول یوه مصلحتی پلان شوی کار او توطیه وه. 

دا خو  ټولو ته جوته ده چی هیواد کی تپل شوی جګره یوازی دوه بعده لری یو بعد یی د نړی د سترو قدرتونو سیمیز ستر او اږد مهاله پلانونه او دویم بعد یی اقتصادی ( نفتی ) جګره ده چی له دریوو لسیزو را پردیخوا زمونږ به بیچاره او خوار ولس تحمیل شوی، که دغه موضوع له اقتصادی اړخ څخه په دقیقه توګه و څیړو نو کیدای شی چه زمونږ اند او انګیرنه په  واقعیت  بدله شی.

افغانستان د پخوا په پرتله د ۱۳ کالونو را پردیخوا د نړی ، منطقی په خاصه د ګاونډیانو لپاره په یوه ښه مصرفی هیواد بدل شوی او د ګاونډیو  د  تولیداتی توکو  یوازینی مصرف کونکی هیواد دی. 

د اقتصادی مافیا او سترو نړیوالو شرکتونو په لمسون کیدلی شی چی په ډیر کم مصرف دغه کار سرته رسولی وی څکه که  ( غدود مونږ ته را ورسیږی غوایی دوی په خپله خوری)،  دا چی ولی دغه شان کړنه سرته رسیدلی او دا کار د چا له لوری سرته رسیدلی  والله العلم، خو زمونږ په اند دغه کار دی سترو  سوداګرو او اقتصادی مافیا  په لمسون سرته رسیدلی ، چی څانګړی دلایل لری.

1-   نړی کی د نفتی مواد د بیعی را ټیټیدل په خاصه کله چی نړیوال تعزیرات له ایران څخه  لری شول.

2-   د هیواد دننه ستره احتکاری مافیا چی د سون مواد یی په خپلو زیرمو کی ذخیره کړی وو، او بازار ته یی په لوړه بیعه عرضه کول، د دوی د نقصان د مخنیو لپاره دغه کار سرته رسیدلی دی، ځکه ټول د سون مواد چی دوی په زخیرو کی ساتلی وو  په لوړ قیمت دی ته پیرتی او په داسی حالت کی چی د نړی په کچه د هر لیتر تیلو بیعه ۴ چنده را وپریوته، د خپلو منافعو د خوندی کیدلو لپاره باید یو داسی کار سته رسول شوی وای چی د دوی مواد باید بازار ته عرضه او زر تر زره باید  وپلورل شی ځکه نوی اومه مواد په ډیره ټیټه بیعه بازار ته د عرضه کیدلو په حالت کی دی.

3-   نه یوازی داخلی سوداګر بلکه د نړی په سطحی ځینی سترو د بریښنایی ماشینری تولید کونکو کمپنیو  په خاصه په افغانستان کی  هغه کمپنی کوم برق تولیدونکی ماشینونو ( جنراتورونه)  په خپلو ګودامونو کی لرل چی د هر یوه قیمت یی له (۱۰۰-۵۰۰۰۰)  امریکایی ډالرو پوری رسیږی ورځ تر بله استحلاک او له  کار د ولیدلو په حالت کی وو چی له  وجی یی په ملیونونو سرمایه له مینځه تله ځکه په هیواد کی  د څو کلونو را پردیخوانسبتی برق شتون درلود او دومره اړتیا هم د دغو جنراتورونو د استعمال نه لیدل کیده، کله چی وارداتی برق مزی او پایی ونړول شوی  ټول هیواد په خاصه د کابل ښاری یی تیار بدل کړ،له دغه  کار سره سم د دغو کړیو د تجارت اعرابی بیا په چرخش راغلی، څومره چی دغی لړی دوام پیدا کاوه په همغه اندازه ګټه ډیره راتله، ځکه یواځی د کابل په ښار کی چی د وګړو د شمیر تقریبی نفوس له  ۶-۷ ملیونو رسیږی او که  په اوسطه توګه  په لاندینی محاسبه وکړو:

 

 که د ټولو وګړو له جملی ۶۰ ٪  وګړو په دغه دوران کی له جنراتورونو څخه کار اخیستی وی او هر کور کی ۵ کسان وشمیرو نو  ۳،۶  ملیونه وکړی چی هر کور ۵ کسان وی ۰،۷ ملیونه وګړی ګیږی او هر کور چی په اسط توګه د ورځی ۳ لیتر تیل مصرف کړی وی ۲،۱۶ ملیون لیتر تیل یواځی په کابل کی مصرف شوی چی  که د هر لیتر  بیعه په ۴۶ افغانی وی  ورځینی لګښت د تیلو ۹۹،۳۶ ملیونه افغانیو ته رسیږی، تر یوه بیریده مونږ ته جوته  شوه  چی  د تیارو په راوستلو او امنیتی حالت خرابیدو کی که تر یوه بریده د دولت ضد ګروپونو لاس دی تر ډیره بریده د  اقتصادی مافیا او کړیو  یو  پلان سوی کار او انګیزه لرله چی سرته ورسیده. او له دغه کار سره یی په ملیونوو رکات پیسی خپلی را ژوندی او کټی یی لاسته راوړی، چی دغه کار  له ملت سره یوه ستره جفا او دا ثابتوی چی وطن کی تر کونه بریده خیانت روان دی چی به نړی کی یی ساری نه لیدل کیږی، به خاصه هغه قشر چی ځان د ولس خواخوږی ګنه، دا همه په ډاګه شوه چی کله شخصی منافعو ته ضرر او ګواښ را مینڅته کیږی تو د دغو افراد  او اشخاصو لپاره شخصی ګټی له ټولو ملی ارزښتونو، حب الوطنی څخه برتره ده.