کور / هراړخیز / ژېړ ژورنالیزم/ ژباړه او زیاتونه: عبدالرحیم موسی زی

ژېړ ژورنالیزم/ ژباړه او زیاتونه: عبدالرحیم موسی زی

 ژباړه او زیاتونه: عبدالرحیم موسی زی

ژېړ ژورنالیزم د ورځپاڼو لیکنو او په لنډه د رسنیو هغه ډول ته ویل کیږي چې یو حقیقت د اغراق په بڼه نورو ته څرګنده وي او یا دا چې په یوه مطلب کې ځېنې کرښې په پټه توګه مخکې له مخکې ولیکل شي.Abdul Rahim mosazai عبدالرحيم موسی زی 

دا په دې معنی چې یوه واقعي پېښه راخلي او په تحریف شوې بڼه یې نورو ته وړاندې کوي، د ژېړ ژورنالیزم موخه دا ده چې په مخاطبینو(لوستونکو، لیدونکو او یا اورېدونکو تر منځ) د وېرې، کرکې، زړه سواندۍ او یا هم د مینې احساس راوپاروي.

د ژېړ ژورنالیزم پیل ویلیام راندالف هرست (William Randolph Hearst) اوجوزف پولیټرز (Joseph Pulitzer) ته نسبتېږي.

صنعتي انقلاب د دې سبب شو چې د چاپ یو ماشین وکولای شي په یوه شپه کې زرګونه مخه ورځپاڼې خپرې کړي. په کال ۱۸۹۵ کې د New York World ورځپاڼه چې پولیټرز ته نسبتېده د نیویارک ښار تر ټولو ډېره خپرېدونکې ورځپاڼه وه وروسته له هغه ښاغلي هرست New York Journalورځپاڼه منځته راوړه او ډېر ژر د پولیټرز ورځپاڼې اصلي سیالې ته بدلهشوه.

د "ژېړ ژورنالیزم" عبارت  د یوه کارټونیست پر سر د دوه ورځپاڼو شخړې له امله منځته راغئ هغه د یوه کمیک استریپ  “The Yellow Kid” یا ژېړ ماشوم عنوان جوړونکی وه. " ژېړ ماشوم " په ژېړه جامه کې یې د ماشوم انځور ښکاره کوه. هرست د کارتونیسټ پام واړوه او هغه یې د پولیټرز له لاسه ځانته راورګرځوه تر څو د سیالې ورځپاڼې کې د دندې ترسره کولو پر ځای د هغه په ورځپاڼې کې کمیک استریپ وباسي.

پولیټرز هم ځانته بل کارټونیسټ وګماره چې آن تر لومړي کس خپلو چارو ته په چټکۍ دوام ورکړي.

هغه وه چې دواړو ورځپاڼو یو بل سره بغض پیدا کړ او د دوی ترمنځ یوه ژورنالیستي جګړه پیل شوه چې یو بل ته دا ثابته کړي چې څوک کولای شي ډېرې ورځپاڼې وپلوري؛ د ډېرو پلورلو په موخه، دوه ورځپاڼې د مخاطبینو د احساساتو پارولو ته لاس په کار شوې؛ حقایقو کې یې لاس ووښه او د مخاطبینو جذبلو له پاره یې غیر واقعي مسایلو ته مخه کړه، دغه رسنیزه شخړه د امریکا او اسپانیا د جکړو پر مهال په کال ۱۸۹۸ کې خپلې څوکې ته رسېدلی وه، پولیټرز او هرست دواړو د امریکایانو عمومي افکارو په جوړوښت کې رغنده رول لوبوه.

دواړو ورځپاڼو د امریکا د خلکو احساسات د هسپانیا او کوبا تر منځ د جګړې په هکله وپارول او امریکا ته یې د هسپانیا په جګړه کې د مداخلې زمینه برابره کړه.

وروسته له هغه ، په هرې جګړې کې به چې امریکا شتون درلود نو؛ له ژېړ ژورنالیزم څخه به یې کار اخیسته ترڅو خپل مقابل لوری پړ وګڼي او د هغوی څېرې خلکو ته په ناحقه او ګرم انځور کې وکښي او په جګړې کې خپل شتون او ګډون بری الذمه کړي.

دا یوه اړینه مسله ده چې په جګړه کې دواړه سیاسي او ټولنیز ملاتړ اړیندی، که چیرته ژېړ ژورنالیزم پخوا د حرص او شتمنۍ د زیاتېدا په موخه کارول کېده خو اوس د تبلیغاتو یوې ځواکمنې قوه په توګه کارول کیږي چې د هغه موخه په عمومي افکارو کې لاس وهنه هم ده.

یاده دې وي چې په افغانستان کې د طلوع ټلویزیون له ژېړ ژورنالیزم څخه کار اخلي او تل ولس ته تور سپین او سپین تور جوړوي همدا راز دې رسنۍ خپله هغه اصلي دنده چې پې پریوالی دی په پام کې ندی نیولی.

ژباړه او زیاتونه: عبدالرحیم موسی زی