کور / تازه خبرونه / د وردګو والي وايي له ښځو سره تاوتريخوالي کوونکو سره قانوني چلند کوو

د وردګو والي وايي له ښځو سره تاوتريخوالي کوونکو سره قانوني چلند کوو

ښځو سره تاوتریخوالي رامنځته کوونکي به له قانون سره سم په جدي ډول مجازات شي.

د میدان وردګو والي وايي ښځو سره تاتریخوالي رامنځته کوونکي به د میرمنو حقونو خوندیتوب لپاره په جدي ډول مجازات شي.

دا خبرې ښاغلي حیات الله حیات نن د حوت میاشتې په «۴» نیټه  ښځو سره د تاوتریخوالي مخنیوي او جندر ګروپ میاشتنۍ غونډه کې وکړي.حيات الله حيات

یاده غونډه کې د تیرې میاشتې په کارونو ، ښځو سره د تاوتریخوالي رامنځته شویو پیښو او ترسره کړو فعالیتونو په تړاو راپور وړاندې شو.

ښځو سره د تاوتریخوالي مخنیوي او جندر ګروپ غونډه د والي ښاغلي حیات په مشرۍ ترسره شوه، چې میرمنو، مدني فعالانو او د بیلا بیلو ادارو استازو پکې ګډون کړی وو.

د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات وویل، چې د ښځو حقونو خوندیتوب لپاره دې اړونده ادارې په شریکه هلې ځلې وکړي.

ښاغلي حیات وویل، چې کورنۍ دې میرمنو ته د میراث او مهر حقونه ورکړي او هم دې د ناسمو دودونو بدو، بدل  او کم عمر کې د انجونو ورکړې مخنیوي لپاره اړونده ادارې کار وکړي.

هغه ټینګار وکړ، چې ښځو سره تاوتریخوالي رامنځته کوونکي کسان باید په جدي ډول د قانون سره سم مجازات شي، څو نورو ته د عبرت درس وګرځي.