کور / تازه خبرونه / په خوست کي د کرهڼيزو علمي څېړنو مرکز جوړ سو

په خوست کي د کرهڼيزو علمي څېړنو مرکز جوړ سو

دخوست ولايت په پوهنتون کي دکرهڼيزو علمي څېړنو مرکز پرانيستل سو ، د خوست ولايت د شېخ زاهد د پوهنتون ريس ګل حسن وليزي وويل چي د کرهنيزو علمي څيړنو دا نوی مرکز په خوست کي د ولايتي بيا رغاوني ډلي ( پي ار ټي ) په مرسته په دوه لکه شل زره ډالرو په لګښت جوړ سو . په دې مرکز کي به د کرهنيزو نباتاتو په اړه څېړني کيږي.