کور / تازه خبرونه / پاکستان د چمن او سپين بولدک تر منځ لار تړلې ده

پاکستان د چمن او سپين بولدک تر منځ لار تړلې ده

پاکستان حکومت، د چمن او ويش ترمنځ لويه لاره د نامعلوم علت له مخي بنده کړې ده.
چارواکي وايي، چي پاکستان حکومت د پرون راهيسي دغه لاره بنده کړې، چی اوس مهال د علت په اړه د افغان امنتي ځواکونو سره خبري رواني دي.
ددې دروازې په تړولو سره يو شمېر افغانان،چي داوړو خواته اوسېږي له سختو ستونزو سره يې مخ کړي دي. 
د سپين بولدک او چمن ترمنځ دغه لاره نژدې هره ورځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ۴۰ زره مسافرو د تګ راتګ لار او بولدک ولسوالۍ د جنوبي ولاياتو په کچه ستر تجارتي مرکز دی.