کور / تازه خبرونه / اتمر: د سولې د خبرو تر څنګ د ترهګرو ځپلو ته پوره چمتووالی لرو

اتمر: د سولې د خبرو تر څنګ د ترهګرو ځپلو ته پوره چمتووالی لرو

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د چهار شنبې پر ورځ د خپل کار په دفتر کې، په کابل د انګلیستان شاهي دولت له لوی سفیر ښاغلي ډومنیک جیرمي سره د پېژندګلوۍ لېدنه وکړه. اتمر
په دې لېدنه کې د دواړو هېوادونو پر اړیکو، له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د ناتو په چوکاټ کې د انګلیستان د همکاریو او همدارنګه د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې وشوې.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار و ویل، چې افغانستان له وسلوالو مخالفینو سره د سولې د هلې ځلې ګړندۍ کړې دي او په دې لړ کې یې د سولې شورا لپاره د نوي مشرتابه د ګومارنې تر څنګ د څلور اړخیزو خبرو وروستي پړاو په ترڅ کې فیصله وشوه، چې د روان میلادي کال د مارچ میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې به د سولې مخامخ خبرې کېږي. د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ټینګار وکړ، چې: (( موږ به هېڅکله د سولې دروازې بندې نه کړو، خو خپل ملت به بې دفاع هم پرېږندو)).  د هغه په وینا د افغانستان دولت له تروریستي ګروپونو او هغو خلکو سره چې بې دفاع افغانانو ته مالي او ځاني زیانونه رسوي خبرې نه کوي. د هغه په وینا افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د حکومت د سولې د خبرو ترڅنګ د خپلو خلکو د دفاع او د ترهګرو د ځپلو لپاره هم پوره چمتووالی لري. 
په کابل کې د انګلیستان نوي سفیر ښاغلي ډومېنېک جیرمي و ویل، چې هېواد یې ژمن دی چې له افغانستان سره په امنیتي او اقتصادي برخو کې مرستو ته دوام ورکړي. د هغه په وینا د افغان دولت دا اقدام  د ستاینې وړ دی، چې د سولې شورا لپاره یې نوې مشرتابه وګومارله او د مخامخ خبرو لارنقشه او نېټه مشخص شول.
په دې لېدنه کې د ملي امنیت سلاکار د افغانستان او انګلیستان د اړیکو په لازیاته پراختیا کې د انګلیستان د مخکنۍ سفیرې اغلې کیرن پرایس د مثبت او فعال نقش قدرداني وکړه.