کور / تازه خبرونه / د ملکي هوايي چلند ادارې پلاوي د کندهار هوايي ډګر له تاسيساتو څخه ليدنه وکړه

د ملکي هوايي چلند ادارې پلاوي د کندهار هوايي ډګر له تاسيساتو څخه ليدنه وکړه

د ملکي هوايي چلند خپلواکي ادارې پلاوي د کندهار هوايي ډګر له تاسيساتو څخه ليدنه وکړه.

د ملکي هوايي چلند خپلواکي ادارې پلاوي چي مشري يې د دې ادارې معين محمودشاه حبيبي کوله، د هوايي ډګر له تاسيساتو څخه ليدنه وکړه او ماځيګر مهال يې خپل معلومات له کندهار والي سره شريک کړل. په هوايي ډګر کي د بهرنيانو تاسيسات افغان حکومت ته سپارل کيږي چي وروسته به افغانان استفاده ورڅخه کوي. 

Kandahar airportښاغلي محمودشاه حبيبي د معلوماتو د وړاندي کولو پر مهال وويل چي د کندهار هوايي ډګر تشکيل به زيات کړي او د هوايي ډګر کارکوونکو ته به روزنيز کورسونه جوړ کړي. نوموړي داراز وويل چي په هوايي ډګر کي به د الوتکو د ترميم لپاره يو ورکشاپ هم جوړ کړي.د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي ټينګار وکړ چي له دغو تاسيساتو څخه بايد په خپله-خپله برخه کي سالمه استفاده وسي. هغه وويل په هوايي ډګر کي دولتي مځکي غصب سوي دي چي بايد د ترلاسه کولو لپاره يې کوټلي ګامونه واخيستل سي.

نوموړي داراز وويل چي د نوي ملکي ترمينل پر جوړېدو هم بايد غور وسي، ځکه اوسني ترمينل د مسافرو لپاره ځيني ستونزي ايجاد کړي دي. ښاغلي عزيزي په هوايي ډګر کي د سرحدي پوليسو تشکيل کم وباله او زياته يې کړه چي د سرحدي پوليسو د تشکيل د کمبود له امله اوسمهال د هوايي ډګر ځيني چاري د ملي پوليسو په لاس کي دي چي دا يوه ستونزه ده. هغه د تشکيل پر ډېرښت ټينګار وکړ او ويې ويل چي دا ستونزه بايد له مرکز سره شريکه سي.