کور / سياسي / ایا دناټو سازمان پیژنئ ؟

ایا دناټو سازمان پیژنئ ؟

Rohullah Wasim Wardag روح الله وسيم وردګژباړه روح الله وسیم وردګ

ناټو nato : دغه ستر پوځی او سیاسی سازمان د جوړیدو تړون تر دوهمی نړیوالی جګړې وروسته د ۱۹۴۹ ز کال داپریل په ۴ دناټو (north atlantictreati organization) چی مخفف یا لنډون یی (NATO)دی په نامه په واشنګټن کی د ۱۲ پانګوالوهیوادونو لخوالاسلیک شو د دغه سازمان اساسی غړی عبارت دی له امریکا ،انګلستان ، بلجیم ، کاناډا، ډنمارک، فرانسه، ایسلینډ ، ایټالیا، لوکزامبورګ ، هالینډ ، ناروې او پرتګال په ۱۹۵۲ ز کال یونان اوترکیه په ۱۹۵۵ ز کال آلمان اوپه ۱۹۸۲ ز کال اسپانیاهم په دی سازمان کی داخل شوبیا د شوروی اتحاد تر ړنګیدو ورسته د ختیځې اروپا له هیوادونو څخه په ۱۹۹۹ ز کال د چک جمهوریت ، هنګری او پولینډ په ۲۰۰۴ ز کال بلغاریا ،اسټونیا ، لاتویا ، لیتوانیا، لیتوانیا ، رومانیا ، سلواکیا او سلوانیا په دی سازمان کی ورګډ شول چی په دی حساب ددی سازمان غړی ټول ۲۷ ته ورسیدل 

په ۱۹۶۶ ز کال فرانسه د دغه سازمان په پوځی چارو کی له ګډون څخه لاس په سر شوه خو بیا هم په رسمی توګه ددغه سازمان غړی بلل کیږی ، په ۱۹۶۷ کال د ناټو مرکزی دفتر چی په پاریس کی وو د بلجیم پلازمینی برسلز ته نیږدی د ایور ښارته ولیږدول شو 

د ۱۹۵۵ ز کال په می کی روس او د ختیزی اروپا هیوادونو د ناټو په مقابل کی د وراسا تړون منځ ته راوړ خو د دفاع دغو دوو مخالفو بلاکونو د یوبل سره د مخامخ کیدو جرآت ونه کړای شو تر ۱۹۹۱ ز کال پوری دواړه بلاکونه د سړې جګړې په حال کی وو په ۱۹۹۱ ز کال د شوروی اتحاد د له منځه تلو سره سم د وارسا تړون هم له منځه ولاړختیزه اورپا چی ددغه سازمان یوه لویه متحده وه ددغه سازمان د اغیزی له کړۍ څخه ووته او یو شمیر هیوادونه یی دناټوسره یوځای شول ناټو ته په اروپاکی د ملګرو ملتونو دسازمان تر څارنې لاندې د امنیت د ساتونکی (peace  keeper) دنده وسپارل شوه روس په نویو حالاتو کی دناټوسره د مفاهمې لارپرانیستل د ۱۹۹۷ ز کال په می کی دروسیی فداسیون او ناټو پر یوه بنسټیز ژمنلیک لاسلیک وکړ 

د اتو سترو صنعتی هیوادونو د جی اته له ټولنی څخه له جاپان پرته نور شپږ هیوادونه لکه کاناډا ، فرانسه ،جرمنی ، ایټالیا ،انګلستان  او امریکا د ناټو غړی دی په دی سبب د نړۍ سیاسی اقتصادی اوپوځی ځواک په څو محدودو لاسونو کی کی متمرکز شو دناټو درامنځته کیدو پر مهال چی پر کوم تړون لاسلیک شوی ؤ په هغه کی ویل شوی ؤ چی دغه سازمان د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱ مادې سره سم (دبهرنی تیری مقابل کوی ) دناټو پوځ د خپل جوړښت ترپنځوس کلونو وروسته له اروپا څخه راووت اوپه افغانستان کی څرګند شو د ۲۰۰۳ ز کال په اګست کی د ملګرو ملتونو د امنیت  دشورا لخوا دجوړشوی دامنیت د ساتنی پوځ ایساف څخه یی دغه دنده تر سره لاسه کړه  ناټو دامن لپاره د ګډون دپرګرام په ذریعه د خپلې اغیزی کړۍ پراخه کړه د ۲۰۰۲ ز کال په فبرورۍ کی تاجکستان هم په دی پرګرام کی ورګد سو د ۲۰۰۱ ز په دسمبر کی امریکا او دهغی اتحادیانو په قرغیزستان کی دیوې پوځی اډې د ودانۍ کار پیل کړ په منځنۍ اسیاکی د ناټو لومړنی هوایی تمرینونه د ۱۹۹۷ ز کال په ستمبر کی په قزاقستان کی ترسره شول ناټو د ۲۰۰۴ ز کال له جولای څخه د چټک غبرګون یو پوځ جوړ کړی چی موخه یی دنړۍ په هرځای کی دسمدستی کړنو ترسره کول دی