کور / هراړخیز / د پردۍ جګړې پردۍ پریکړې

د پردۍ جګړې پردۍ پریکړې

کلونه کیږي چې موږ پخپل منځ کې په جګړه اخته یو په دې جګړه کې زموږ ډیرې مادي او معنوي هستۍ له منځه ولاړې. کله موږ او کله هم پردو دې جګړې ته مختلف نومونه وټاکل او په مختلیفو نومونو یې افغانان پخپل منځ کې سره وجنګول. دانقلاب له لاس ته راوړنو څخه دفاع، له وطن څخه دفاع، له پردیو سره جګړه او جهاد، دانقلاب ضد عناصرو ځپل، له اسلامي انقلاب څخه دفاع، دشروفساد له منځه وړل، دتروریزم پرضد نړیواله جګړه، له لس کلنو لاس ته راوړنو دفاع، د صلیبیانو پرضد جګړه او… او… زموږ دجګړو هغه نومونه و چې په تیرو څه باندې دیرشو کلونو کې مو پرې ایښي و او هر یوه خپل حرکت او جنګ حق باله او دابل لوری واجب القتل. دغه حرکتونه او جګړې د پردیو له خوا سازماندهي کیدې خو خام مواد یې موږ افغانان و او یو.

واقعيت دادى چې ديوې پردۍ جګړې اور زموږ پر كلي او كور بل دى دا پردۍ جګړه ده چې اصلي اړخونه يې افغانان نه دي، افغان ولس په دې پردۍ جګړه كې هيڅ امتياز نه لري خو قربانۍ ور كوي او زيانونه ګالي.

نږدې څلویښت کاله پخوا چې دلته دجګړې اور بل شو نو دواړو افغان خواوو ترمنځ داسې جګړه پیل شوه چې پای یې هیچا ته نه معلومیده ځکه چې وروورو ددغې جګړې جلو نورو په لاس کې واخیست او زموږ هیواد د نړیوالو قدرتونو د سیالیو ډګر وګرځیده  هغوی خپلې څو کلنې عقدې زموږ په خاوره کې یو پر بل سړې کړې زموږ په کور کې او زموږ په مټویې له یوه بل څخه غچ واخیست، له موږ څخه ځکه لوری لودن ورک شو چې د جګړې قومانده مو د نورو هیوادونو د پټو سازمانونو په لاس کې وه. که به کله هم د سولې لپاره خبرې پیل شوې نو زیاتره وخت به زموږ نماینده ګي نورو کوله او که به لنډمهاله سوله هم چا راته راوستههغه سوله به د یوې بلې جګړې مقدمه وه. 

په ۱۳۷۱ کال کې د په اصطلاح اسلامي انقلاب بری د ډیرو افغانانو لپاره دسولې زیری و، ټول پردې خوښ و چې نور هغه کسان چې جګړه یې کوله واک ته ورسیدل نور به جګړه د تل لپاره ختمه شي. خو ومو لیدل چې له هغه وروسته څه اورونه بل شول.

ورپسې د طالبانو راپیدا کیدو دا هیلې هم راپیدا کړې چې افغانستان به نور له تنظیم واکي خلاص شي وطن به یو لاس شي د څو ډلو پر ځای به یوه ډله حکومت کوي. خو هغه مو هم ولیدل چې نه یې چا ته د خولې دسپڼ ایستو اجازه ورکوله او نه یې هم سراسري او همیشنۍ سوله تآمین کړه.

د لنډمهالې ادارې جوړیدو اوافغانستان ته دنړیوالو ځواکونو راتلو یوځل بیا دسولې او سوکاله ژوند د راتلو هیلې زیاتې کړې خو ومو لیدل چې موږ په کومه ولاړو. دادی اوس بیا هم موږ په یوه پردۍ جګړه کې را ایسار یو، د نورو استخباراتي شبکې لګیا دي دلته د جګړې پلانونه جوړوي او زموږ په وسیله یې عملي کوي.

تیر کال خو د ناټو یو مهم چارواکي لا دا هم وویل چې په افغانستان کې د ناټو جګړه هیره کړﺉ، په افغانستان کې د هند او پاکستان ترمنځ جګړه ده.

دادی اوس د جګړې تر څنګ یو ځل بیا  وطن ته دسولې د راتلو هیلې چې د هر افغان ارمان دی زیاتې شوې دي.

د افغانستان، چین، امریکا او پاکستان په ګډون د سولې لپاره څلور اړخیزې غونډې او په قطر کې د پګواش په نوم د موسسې له خوا د سولې د یوې غونډې جوړیدل په دې لاره کې د پیل ګامونه ګڼل کیږي چې که د نړیوالو او سیمه ایزو استخباراتي سازمانونو د استخباراتي لوبو او دافغان جګړه مارو ډلو د واک غوښتنې د دسیسو ښکار نه شي ترې په هیواد کې د همیشنۍ سولې د تامین هیله کیدای شي.

لکه څنګه چې وویل شول په دې لاره کې خنډونه شته په حکومت کې دننه جګړه مارې ډلې او د بشري حقونو ناقضین په هیڅ ډول نه غواړي وطن آرام شي. د ځینو جګړه مارو ډلو د اړوند کسانو ځینې د سولې ضد څرګندونې یې یوه هڅه بللی شو، دغه کسان چې په دولت کې هم مسوولیتونه لري او د خلکو هیله ترې داده چې د سولې په برخه کې مسوولانه کار وکړي، خو بیا هم دلته او هلته په ځینو غونډو کې داسې څرګندونې کوي چې له سولې سره ددوی د څرګند مخالفت یوه بیلګه یې بللی شو.

د افغانستان غرضي ګاونډیان پاکستان او ایران چې ددغې جګړې هڅونکي او ګټه اخیستونکي دي په هیڅ ډول نه غواړي دا وطن او دا خلک د آرامي ساه واخلي. 

خو داچې دا جګړه پردې ده، د ختمولو لپاره یې هم له پردیو سره تفاهم په کار دی، نوي افغان دولت او د افغانستان جمهور ریس محمد اشرف غني په دې برخه کې تر ډیره ګامونه اخیستي دي او له ګاونډیانو او د نړۍ له اغیزناکو هیوادونو سره یې سپینې خبرې کړې دي او د افغان سولې په بهیر کې یې د هغوی مرستې راجلب کړې دي. لازمه ده افغان دولت په دغه لاره کې نور ګامونه هم پورته کړي او د ملګرملتونو او د نړۍ د نورو مهمو هیوادونو مرستې هم راجلب کړي، په عین وخت کې وطن ته د سولې د راستنولو لپاره له ټولو امکاناتو څخه سمه ګټه پورته کړي.

د اوسنۍ جګړې جلو د نورو په لاس کې دی او په حقیقت کې د نورو جګړه ده، نو پریکړې یې هم دنورو دي. دا ویره شته چې یا خو دغه روان بهیر له ځنډ او خنډ سره مخ شي او یا هم داچې جګړه پردۍ ده پریکړې یې هم پردۍ دي نو پردي بیا داسې پریکړې ونه کړي چې زموږ ګران وطن یوه بل جنګ ته ورټیل نه وهي.

رومان سحر