کور / تازه خبرونه / د فرانسې سفير لغمان ته ددوی لخوا د تمويلېدونکو مؤسسو د پاملرني ژمنه وکړه

د فرانسې سفير لغمان ته ددوی لخوا د تمويلېدونکو مؤسسو د پاملرني ژمنه وکړه

لغمان والي عبدالجبارنعیمي د فرانسې هېواد له سفیر ژان میشل مارلو سره وکتل او په دغه کتنه کې د لغمان ولایت پر انکشافي حالت، د مرستندویه ټولنو د مرستو او همکاریو پر اړتیا او لغمان ولایت ته د فرانسې هېواد د خلکو او حکومت پر ځانګړې توجه خبرې وشوې په دغه لیدنه کې په ختیځ زون کې د یوناما د دفترې مشرې اغلې هیرن سونګ هم حضور درلود.Jabar naimi Laghman governer and frans ambassador

لغمان والي عبدالجبارنعیمي په دغه کتنه کې د فرانسې له سفیر سره  د معارف،صحت،کرنې او مالدارۍ ،اقتصادي سکتور،د میرمنو د حقونو د ساتنې او د بشري حقونو د رعایت په برخو کې د لغمان ولایت ادارې د پلانونو او کړنو په اړه معلومات شریک کړل، لغمان والي د فرانسې هېواد د حکومت او خلکو له ټولو هغه مرستو او همکاریو څخه مننه وکړه چې له افغانستان سره شوي او لاهم دوام لري.

لغمان والي په دغه کتنه کې وویل چې د ملي یووالي د حکومت رهبري په هر ولایت کې د اقتصادې ودې او انکشاف لپاره اغیزمنې تګلارې او پلانونه لري چې پرلپسې تطبیق یې ډیرې شته ستونزې هواروي، نوموړي د دې یادونه هم وکړه چې په کم وخت کې په لغمان ولایت کې په یو شمیر برخو کې مثبت بدلون ا وپرمختګ رامنځته شوی چې د خلکو پر ژوند او د ولایت پر عمومي حالت یې مثبت اغیز کړی دی.

لغمان والي د فرانسې له سفیر وغوښتل چې د ملي یووالي د حکومت د تګلارو په چوکاټ کې د کرنې او مالدارۍ د سکتورې تقویې، پوهنیزې ودې  او لغمان  ته په هره برخه کې ځانګړې توجه وکړي او په دې ولایت کې د معیاري پوهنیز پرمختګ په خاطر د استقلال د لیسې یوه څانګه پرانیزي.

همداشان په دغه لیدنه کې د فرانسې هیواد له سفیر هیله وشوه ترڅو هغه موسسات چې د فرانسې هېواد په تمویل سره په افغانستان کې فعالیت کوي په لغمان ولایت کې خپل فعالیت پیل او اساسي پروګرامونه پلي کړي.

د افغانستان لپاره د فرانسې لوی سفیر ژان میشل مارلو د خپلو خبرو پرمهال په لغمان ولایت کې  روان مثبت بدلون او پرمختګ د ملي یووالي د حکومت د تګلارو او پروګرامونو د پلي کیدو لپاره غوره ګام یاد کړ، نوموړي وویل چې د لغمان ولایت د ولسونو ټولې غوښتنې یې ترلاسه کړې او پر همدې اساس به ټول هغه موسسات چې د فرانسې هېواد له خوا تمویلیږي دې وته وهڅوی چې لغمان ولایت ته توجو وکړي او په دغه ولایت کې د خلکو د غوښتنو پر اساس کار وکړي.د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې لغمان ولایت ته د نړیوالې ټولنې توجه زیاته شوې ده.