کور / هراړخیز / دتاريخي کندهار بې شمېره عينی ستونزي ديو قبر په جوړولو نه حلېږي !

دتاريخي کندهار بې شمېره عينی ستونزي ديو قبر په جوړولو نه حلېږي !

پرون اونن اورم چې دمارچ په مياشت کي دوې خبری ددولتي اړونده چارواکو لپاره لمړيتوب لري .

لGhamkhor غمخورمړی :  له کندهارنه راغلو سپين ږېرو سره  په ليدنه کي اشرف غني اعلام وکړ چې دمرحوم داودخان د قبردجوړولو لپاره به دخپلي شتمنی نه شل زره ډالر اويوه اندازه نوري پيسې له دولت له بودجې نه ولگوي . 

داچې دکندهارولايت ته لکه چې لازمه ده دولتی چارواکوپدې ۱۶ کاله اړينه پاملرنه نده کړې دابله خبره ده ،اړينه خو داوه چي دکندهار ولايت معارف اودمعارف په برخه کي عينی ستونزو لکه  د تعمير ،ښوونکی ،کتاب ،چوکی ،ميز ،توري تختې ،تباشير ، لابراتوال اونورواړينو توکو ،همداډول هلته دعالی اومسلکی تحصيلاتوموسيسوعينی ستونزوباندي خبري سوی واي اوپدې هکله بڅث سوی واي چې څنگه دولت کولاي سي بېله داشرف غني دشخصی پيسونه ددې ولايت ددې تعليمي اوتچصيلي مؤسيسو سره مرسته وکړي  ،ياداچي دکندهار زلمي له بهرنيو بورسونو،دکانکور په آزموينه کي پوهتون ته له تگ نه دعيني دلايلو له مخې دبريا ترلاسو کولو نه حروم دي ، دغو ارگ  ته راغلو مشرانوسره پردې ستونزو،لکه   دبرېښنا،بېکاری ،دنړيوالی اقتصادی سيليوپر وړاندي دکندهار ملي سوداگرو اوتولېدونکوحمايي په هکله ولي بحث ونسو او ولی عاجلی پرېکړي ونسوې ؟ له بحث نه تيرسم چې تېريدل خپله لويه ترېوتنه  او گناه ده . نوپه يوه خبره کندهار دافغانستان  دپخوانۍ تاريخي پلازمېنې په توگه له بې کچې او بې شمېره ستونزوسره مخامخ دی . دکندهار ميوې په کندهارکي ورستې سوې ،بهرته دلېږلوخبري یې  ټولي دروغ دی .زه دکندهار دغيرتی ولس دکومو ستونزو نه يادونه وکړم ؟ که یې پيل کړم کتاب  به وليکم ،له بده مرغه زموږ دولتي مشرتابه داورېدوتوان نلري نو دلوستلوسره خو بې اندازي مخالف دي .

 زه ددادوخان دقبر جوړولوسره موافق يم .خوغواړم دا خبره وکړم چې دتاريخي کندهار بې شمېره عينی ستونځي ديوقبرپه جوړولونه حلېږي . اشرف غنی نه بايد  ترپښولاندي وگوری،خپل تاريخي مسوليت  ته بايد جدي متوجه وی .ددې لپاره دا وخت  دي چې  دافغانستان عام ولس او زلمی دده په هکله  هغه نظر پيدا نکړی کوم  چې دکرزی  دکړنو په هکله  پيداسو. که اشرف غنې همدې دکرزی په هدايت لوبوته دوام ورکړ ولس به ترکرزي له  هغه دنه  ډير نفرت ولري . 

دوهمه خبره : اشرف غني دمارشال قسيم فهيم دمرگ ددوهم تلين  په مناسبت ،دشانداره مراسيمو دپرځاي کولو لپاره يو کمېسون ټاکلی اوهغه ته یې دنده سپارلې چې دمارشال دمرگ دوهم تلين  نه په دولتي شاندارو مراسمو لنمانځنه  وسي  .زموږ دمعلوماتو له مخې ښاغلی کرزی ددرې ورځې وړاندي  له اشرف غنی سره په ليدنه کي هغه ته وويل ،که غواړې په ارگ کي پاته سې او هره ورځ  له ستونزوسره مخامخ نه اوسې دشمالی ټلوالي دخوشحالی لپاره دمارشال فهيم دمرگ دوهم  تلين داسي ولمانڅه لکه ماچي داحمد شاه مسعود تلين لمانځه . په همدې دليل اشرف غني دمارشال فهيم دمرگ دوهم تلين  په دولتي شانداره مراسيمو لمانځي .

خلک پوښتنه کوی که ددولتی پخوانيو چارواکو لمانځل پيلېږي نو له يوه سره بايد وي .ځکه يوبه يوې او بل به بلې قومی ،سياسی اوسېمه ايزي ډلی اويا خلکوته ددرناوی وړ وي . همدا دوې ورځې افغانان  رانه پوښتنه کوي  چې دا ميوندوال صاحب نوم ولي تر خاوراو لاندي سو؟ زه په رښتيا همدا  يوه داخبره ورته کوم دډاکتر اشرف غنی او يا کرزی نه پوښتنه وکړی ،هغوي به جواب درته ووايي .